انس حقاني

تاند- د راپورونو له مخې هند د افغانستان له حکومته غوښتي چې د حقاني شبکې له مشرانو څخه د تحقیقاتو په اړه خپل معلومات له دغه هیواد سره شریک کړي.

ویل شوي چې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال کابل ته د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغان چارواکو غوښتي و چې له انس حقاني او حافظ رشید څخه ترلاسه کړي معلومات له هند سره شریک کړي.

هند باور لري چې په کابل کې د دغه هیواد پر سفارت او په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ بریدونه، چې د آی ایس آی او لشکر طیبه له لوري تنظیم شوي ول، د حقاني شبکې په وسیله ترسره شوي دي.

هندي رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر خپل هندي ساري ته ډاډ ورکړی چې کابل به ټول هغه معلومات له هند سره شریک کړي چې د تحقیقاتو په نتیجه کې یې له انس حقاني او حافظ رشید څخه د هند په اړه ترلاسه کړي.

ویل شوي چې د جلال الدین حقاني کشر زوی انس حقاني او د حقاني شبکې مهم قومندان حافظ رشید په بحرین کې نیول شوي او وروسته د افغانستان ملي امنیت ته سپارل شوي دي.

د راپورونو له مخې هغوی له پاکستان څخه، چې د حقاني شبکې د قوماندې مرکز دی، قطر ته روان ول چې له ګوانتنامو څخه له خوشي شویو طالب مشرانو سره وویني.

هند هیله لري چې د حقاني شبکې له دغو دوو غړیو څخه به د پوښتنو – ګروېږنو په لړ کې ترلاسه شوي معلومات د سخت دریځو شبکو او د پاکستان د استخباراتي ادارې ترمنځ د اړیکو څرنګوالی په ډاګه کړي.

One thought on “هند د حقاني شبکې له مشرانو څخه د تحقیقاتو د نتیجې په اړه معلومات غوښتي”
  1. دافغانستان ملی سلاح کار حنيف اتمر معقول جواب هند ته ورکړی.
    زه نه پوهيږم چه دولتی او استخباراتي اسرار ولي درسانو له خوا افشا او خپريږی .
    داکار وروسته دتحقيقه څخه چه با يد اپراتيفي بعدي مو ضوعات چه بايد سازماهدهي شي او ددشمن دنفوس او تخريبی کارو مخنوي وشی په صفر ضربيږی.
    تجربي خودلي ده!
    چه تحقيقاتی معلومات دبعدي اپراتيفی کار دپاره سل چنده موثره دی نسبت واګنتوری کارو ته.
    دملی امنيت څخه هيله مند يم چه خپل کارونه درسانو دلاري نور خپاره نه کړي دابه په ګټه داپراتيفی کارو وی.

  2. کوم اسرار چې موږ له دې دوو کسا نو په لا س راوړو آیا دا زموږ د وطن په ګټه ده چې دغه اسرار له هند سره چې له پا کستان سره تاریخي مشکلا ت لري شریک کړو ؟ او آیا هند دا حق لري چې له موږ څخه ددغو اسرارو غوښتنه وکړي؟ آیا دغه کار زموږ د وطن په ګټه دۍ؟

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *