تاند- د هند د پارلماني چارو لپاره د دولت وزیر نن وویل چې دا هیواد به په افغانستان کې د یوې هندۍ لیکوالې د وژل کېدو مسله د افغانستان له حکومت سره مطرح کړي.

راجیو شوکلا د هند مشرانو جرګې (راجیه سبها) ته وویل:«دا پېښه د غندنې وړ ده. د بهرنیو چارو وزارت دا مسله تعقیبوي او هغه به د افغانستان له حکومت سره مطرح کړي.»

 د هند د ۴۹ کلنې بنرجي د وژل کېدو مسله په مشرانو جرګه کې د کانګریس غړي کومار غوش راپورته کړه.

بنرجي، چې د پنجشنبې په شپه په پکتیکا کې د خپل کور په مخکې ووژل شوه، په سیمه کې په سید کمالې یا صاحب کمالې مشهوره وه.

دې له طالبانو څخه د حیرانوونکې تېښتې په اړه یې کتاب لیکلی و، چې وروسته ترې فلم جوړ شو.

پولیس وايي، وسله والو طالبانو دا هندي الاصله لیکواله د پنجشنبې په شپه د خپل کور مخته وویشته او مړی یې یوه جومات ته نژدې واچاوه.

نهه څلوېښت کلنې بنرجي، چې په سید کمالې مشهوره وه، په پکتیکا کې د روغتیايي چارو ترڅنګ د ښځو د ژوند په اړه فلمونه جوړول.

طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

بنرجي په ۱۹۸۹ میلادي کال وروسته له دې افغانستان ته لاړه چې له یوه افغان سوداګر سره یې واده وکړ.

د «کابلي والا بنګالۍ ښځه» په نوم د دې د تېښتې په اړه کتاب په هند کې تر ټولو زیات پلورل کېدونکی کتاب و او بالیووډ یا د هند سینما په ۲۰۰۳ میلادي کال ورڅخه «له طالبانو څخه تېښته» په نوم فلم جوړ کړ.

د هند مشرانو جرګې په یوه خوله د بنرجي وژنه وغندله.

د هند د کمونست ګوند غړي ډي ذاجا وویل:«دا بې رحمانه قتل دی. تر دې مخکې په افغانستان کې د هند پر سفارت او کونسلګرۍ بریدونه شوي ول. حکومت باید دا مسله جدي وګڼي او راپورته یې کړي.»

د سماج وادي ګوند غړي جیا بچن حکومت د عکس العمل په ښکارولو کې په پاتې راتلو تورن کړ.

5 thoughts on “هند وايي، د افغانستان له حکومت ته به د هندۍ لیکوالې د وژلو مسله مطرح کړي”
  1. ګورئ، دا څوک دي چې دا ټول قتلونه کوي؟ طالب وایي چې زه یې نه کوم، نو بیا ولې هند او افغان استخبارات دا خبره مخامخ آی ایس آی ته نه کوي؟

  2. رسنی وایی دا لیکواله د پکتیا ولایت د شرنې او یخیاخیلو ولسوالۍ ترمنځ په سرې کلا سیمه کې دشپې په يوه بجه له خپل کوره ووایستل شوه د میړه لاسونه يۍ وربسته کړل او دی يې ددې سيمې د الجهاد په نوم د یوې دینې مدرسې مخې ته واچوو ددې د سرویښته ټول په ګوتو وایستل شوې وو او شل ډزه د کلاشینکوف په مرميو ویشتل شوې وه همداشان دې ښځې پنځه ویشت کاله د خپل افغان ميړه سره تېر کړي وو طالبان چې د پاکستان جنګې ملیشه ده کله چې د پاکستان کټوته زیان پېښ شي نو پړه په غاړه نه اخلې ددې مړی ددیني مدرسې مخې ته پولیسو موندلی او ميړه يي اعتراف کړی چې وسله ول طالبان يې کورته ورغلل دده لاسونه يې وروتړل دده ښځه يې ووایسته او ویې وژله

  3. دا ښځه ډیره احمقه وه
    چې د طالبانو کیسې هغه هم په نقدي قلم لیکي بیا نو ولې په نا امنه سیمو کې اوسي؟؟؟

    د طالبانو له اړخه، هر هغه څوک چې د یو چا د سپکاوي هڅه وکړي او هغه (ګوند یا ولس) د میډیا په مټ بدنامه کړي تاسو فکر وکړئ چې د داسې کس سزا به څه وي؟؟؟؟

    زه خو وایم چې طالبانو ډیر پوخ هدف ویشتلی دی. البته دا خبره د نظامي نقطه نظره کوم نه د عاطفې او ملکي لحاظه. تاسو فکر نه کوئ چې که یو څوک پدې کچه د مرکزي حکومت یا امریکا پرضد داسې تبلیغاتو کې لاس ولري، هغوی به همداسې بیغوره ژوند وکولی شي؟؟؟

  4. طالیبانو البت یو نا ځوانی کړیده
    هغه دا چه په پښتنی دود کښی پر ښخی لاس پورته کول ښه ندی ، چه هندی څالاکه جاسوسه د پښتنو د همدی عاظفی څخه په غلطی استفادی د یو نا ځوانه او بی غیرته پښتانه سره په همدی تکل واده کړی وه چه خپلو هندی ملی موخو ته د بی عقل او بی ناموسه پښتانه د میرمنی تر نوم لاندی پوره پنځه ویشت کاله لاس په قلم وه – او خر بی ناموسه پښتون چه د یوی هندی ښخی نه هم کم ارزشته وه ، پر دی نه پوهیده چه ښځه یی چا ته خدمت کوی ؟ ایا افغانی او اسلامی دود او قانون ته ؟ او که هندو غیر اسلام دود او کلتور ته ؟ طالیبانو باید اول دغه خر نامرده په ډیر عبرتناک عذاب ژلی وای چه بل بی پښتون داسی بی ناموسه کار ونکړی چه پر خپل هیواد کښی یی پر سینو ښکلو غیرتی پشتنو انجنو سترګه نه ډکیژی او له ځانه سره له پاکستانه یا هنده یا ایرانه یا بل بهرنی هیواد څخه داسی ښځی راولی چه په ظاهره دغه ښخه وی ولی په حقیقت کښی د ټول اسلام او پشتون ټبر لپاره د پوزی چاقو وی

    له تاسی ټ څخه هیله کوم چه خپل ځامن وروڼه او عزیزان په کلکه وترټی چی هی خاریجی ښخی هیواد ته را نه ولی چه ځمونژ دین او کلتور ته غله وی او همدارنګه نژاد مو د چچګرو په شان مختلط نژاد شی

    طالیبانو حخه هیله لرم هر څومره چیه ژر کیدای شی هغه بی غیرته او بی ناموسه میړه یی هم مردار کړی چه د یوی پښتنی حق یی یوی هندی ډمی ته ورکړی وه

    ایا تاسو زما سره موافق یاست چه د یوی پښتنی ویښته تر سل زره هندی او پاکستانی او ټوله اورپا او اامیرکا څخه ښه ده ؟

    که ځواب مو هو وی نه هغه نامرده او نا ځوانه له هیوانه خصوصا له غیر تی پکتیکا وشړی چه زمونژ نسل خرابه وی او سپینو پشتنو ته په درنه سترګه نه ګوی

ځواب ورکول نور الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *