چاه بهار بندر

تاند- د هند د بهرنیو چارو وزیرې نن /دوشنبه/ وویل چې د چاه بهار بندر د پراختیا چارې به ګړندۍ کړي او په څو اوونیو کې به افغانستان ته د غنمو ورکړه پیل کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج دا خبره وروسته له دې وکړه چې افغانستان له دغه هیواده د چاه بهار بندر د چارو د ژر پیلولو غوښتنه وکړه.

د چاه بهار بندر له یوې خوا د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا هند ته ته موقع ورکوي چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د پاکستان له اړتیا پرته سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

پاکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د هندي تجارتي مالونو له صادرېدو سره مخالفت کوي.

کال هند د چاه بهار بندر د پراختیا او له دې بندره تر افغانستان پورې د رېلارې د جوړېدو لپاره د ۵۰۰ ملیون ډالرو ژمنه وکړه.

همداراز وویل، هند منلې چې د افغانستان له ملي دفاعي ځواکونو سره نوره مرسته وکړي.

هند دا وموافقه وروسته له دې کوي چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال له هنده وغوښتل چې په افغانستان کې خپل رول زیات کړي.

One thought on “هند وايي، د چاه بهار بندر د پراختیا چارې به چټکې کړي”

ځواب ورکول mohammad ehsan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *