خبریال: میرویس جلالزی – د هند حکومت ویلي چې پس له دې به د افغانستان په بنسټیزو پروژو باندي پانګونه و نه کړي.

هند د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته له افغانستان سره د مخکښو مرسته کوونکو هیوادو له ډلي شمیرل کیده چې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال یي له دغه هیواد سره خورا تودې اړیکي درلودې.

هند د افغانستان د بیاودانولو لپاره تر ۲ ملیارد ډالره زیاته مرسته کړې او ټاکل شوې وه چې دغه هیواد د افغانستان په لویدیځ کې د سلما بند د جوړولو پروژه هم بشپړه کړي چې تر اوسه پوري نیمګړې پاتې ده.

د هند مطبوعاتو د دغه هیواد د چارواکو په قول ویلي چې هند تیره اونۍ له ایران او افغانستان سره پر هغه پروژه د پانګونې مخنیوی کړی چې ټاکل شوې وه د افغانستان کانونه او نور توکي د افغانستان له خاورې او د چابهار له بندر څخه په تیریدو ایران او بیا هند او نورو ملکونوته ولیږدول شي.

تهران ته په خپل وروستي سفر کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دول د تهران په وروستي سفر کې د چاه بهار بندر د پراخولو پر پروژې له پانګونې انکار وکړ.

نوي ډیلي اندیښنه څرګنده کړې چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته حالات د دوی د ډاد وړ نه دي او نه غواړي په دغه هیواد کې په زیربنایي پروژو پانګونه وکړي .

هندوستان همدا راز ګومان کوي چې د بامیان د حاجي ګک پر کان به د دوی نږدې لس ملیارد ډالري پانګونه له خطر سره مخامخ شي.

پر دې پروژې تر اوسه کار پیل شوی نه دی.افغان حکومت له هند سره د حاجي ګک د وسپني او فولادو د کان د را ایستلو پر سر هوکړه کړي ده

په ۲۰۰۳ کال کې هند، افغانستان او ایران هوکړه کړې وه چې د ایران تر چابهار له بندر پوري او له هغه ځایه د افغانستان تر پولي پوري ترانسپورتي لاره جوړه کړي.

د دې هوکړي له مخې هند د دلارام – زرنج تر منځ د ۲۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو او پخولو لپاره نږدې سل ملیونه ډالره ولګول لیکن افغان او ایرانی لوری په دې و نه توانیدل چې له خپله اړخه شوي ژمنه پلي کړي او دغه لاره پرانیزي.

اوس دغه لویه ترانسپورتي پروژه له ستونزو سره مخامخ شوې او هندوستان وايي نور داسي کوم پلان نه لري چې په افغانستان کې په زیربنایي پروژو پانګونه وکړي.

د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره د افغانستان او هند او همدا راز افغانستان او پاکستان په اړیکو کې څه نا څه د بدلون څرک تر سترګو کیږي.

تیره اوني افغان ولسمشر له هند سره د کابل د هغې پوځي معاملې د ځنډولو امر وکړ چې له مخې یې هند افغان امنیتي قواوو ته درنې وسلي سپارلي.

دغه قرار داد د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال شوی و.

اشرف غني احمدزي وویل چې دوی د اوس لپاره د هند وسلو ته اړتیا نه لري او په دغه باب به وروسته فکر وکړي.

5 thoughts on “هند پس له دې د افغانستان په بنسټیزو پروژو پانګونه نه کوي”
  1. خبر کی مو د اشرف غنی پر ځای د کرزی نوم لیکلای دی. که یی سموی.((تیره اوني افغان ولسمشر حامد کرزي له هند سره((

  2. داسی ګمان کیږی چی پاکستان کار وکړ دغه دی هند یی زموږ څخه خپه کړ. خو که اوس پاکستان اصلاح هم نه شی بیا به ښه مزه وکړی.. د هند دغه اعلامن چی په افغانستان کی به پر بنیادی پروژو باندی سرمیاګذاری نه کوی د خپګان خبره ده.

  3. سهوه!!!افغان ولسمشر حامد کرزي
    تیره اوني افغان ولسمشر حامد کرزي له هند سره د کابل د هغې پوځي معاملې د ځنډولو امر وکړ چې له

    مخې یې هند افغان امنیتي قواوو ته درنې وسلي سپارلي.

  4. Afghanistan is landlocked country, its foreign policy should be based on 100% neutrality specially with the neighboring countries like Pakistan and Iran.

  5. ولسمشر دا ډیر غټ کاک وهلی دی چی هغه وایی چی افغانستان اوس دهند درنو وسلو ته ضرورت نلری او دا د ای ایس ای غوشتنه ده نه دولسمشر او خپل تاریخی ملګری یی په یو بی شرفه بی وعدی ملګری بدل کړو هو اوس موږ د َبدالله څخه غواړو چی د هند سره همغسی اړیکی وساتی لکه څه رقم چی جناب کرزی صیب ساتلی

ځواب ورکول حاجي زمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *