تاند- له افغانستانه د ناټو او امریکايي پوځیانو له وتلو او د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین او پاکستان د رول له زیاتېدا سره په دې هیواد کې د هند رول په کمېدو دی.

د ایشین رفیو خپرونې له یوې شننې سره سم هند ته، چې ځان ستر سیمه ییز قدرت بولي، افغانستان د خپل نفوذ ساحه ښکاري. د افغانستان په حکومت کې د طالبانو پراخ ګډون به په دغه هیواد کې د هند ګټې له خطر سره مخامخ کړي ځکه چې طالبان د پاکستان تراغېز لاندې دي چې له هند سره یې د کشمیر پر سر ۳ جنګونه کړي دي.

په دې شننه کې، چې نن خپرې شوې، ویل شوي: په افغانستان کې د طالبانو د واک زیاتېدا به نړیوالو ترهګرو لکه القاعده، لشکر طیبه او نورو پاکستان مېشتو سرزورو ډلو ته موقع په لاس ورکړي چې په هند کې حملې زیاتې کړي.

له طالبانو سره د افغانستان د حکومت له جوړجاړي وروسته به هند ته د خطرونو زیاتېدا د کابل په اړه د نوي دیلي په پالیسۍ کې اصلي ستراتیژیک هدف وي.

تراوسه پوري هند له افغانستان سره په بشري، اقتصادي، سیاسي پخلاینې او د مالي پروژو په برخو کې پراخې مرستې کړي دي. د هند مرستې سبب شوي چې افغانان هند ته د یوه ښه دوست او د ښه نیت خاوند هیواد په سترګه وګوري.

خو هند نه دی توانېدلی چې له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي. هند د دې لپاره هم افغانستان ته د پوځي مرستو له ورکولو ډډه کوي چې د پاکستان حساسیت نور هم ونه پارېږي.

داسي ښکاري چې په افغانستان کې د نوي حکومت له واک ته رسېدو وروسته هند په دې خاطر د افغانستان په وړاندې محتاط شوی چې د افغانستان نوي حکومت پر خپلو ستراتیزیکو اړیکو بیا کتنه پیل کړې ده.

اېشین رفیو وايي، د جنوبي اسیا د هیوادونو په سیاست کې د هیواد د مشر شخصي اړیکې او دوستي تل د دولتونو ترمنځ په اړیکو کې ټاکونکی رول لري. حامد کرزي له هند سره ژوره احساسي خواخوږي لرله، په هند کې یې زده کړې کړې وې او د مهاتما ګاندي او جواهرلال نهرو تر اغېز لاندې و.

خو د کرزي ځایناستی محمد اشرف غني له کرزي سره توپیر لري. ده په لوېدیځ کې زده کړې کړي دي. اجرايي رييس عبدالله عبدالله بیا له هند سره نژدې دی.

د افغانستان ولسمشر له واک ته رسېدو وروسته چین او پاکستان ته تللی دی خو هند ته یې لا سفر نه دی کړی.

په همدې حال کې په زغرده ښکاري چې په افغانستان کې د چین او پاکستان اقتصادي او سیاسي نفوذ مخ په ډېرېدو دی. طالبانو تایید کړه چې چین ته یې پلاوی لېږلی و. د افغان، پاکستاني او چینايي دیپلوماتانو ترمنځ د فبرورۍ په نهمه په کابل کې خبرې وشوې او بېجنګ له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه وکړه.

داسي راپورونه هم شته چې چینايي دیپلوماتانو په لندن کې د افغانستان او امریکا له استازو سره خبرې کړي دي.

داسي ښکاري چې ولسمشر غني لېواله دی چې پاکستان ته پراخ رول ورکړي څو افغان طالبان د ده له حکومت سره خبرو ته کښېنوي. پاکستان ته څو امتیازونه ورکړای شوي چې د سولې لار اواره کړي. مثلاً پاکستاني پانګوونکو ته اجازه هدیهشورکړای شوې چې د افغانستان په شمال کې د ګازو، تېلو او کانونو په برخو کې پانګونه وکړي او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا بازارونو ته خپل محصولات صادر کړي.

کابل همداراز د کونړ پر سین د برېښنا کوټ د جوړولو لپاره له پاکستان سره د ګډې پروژې پر وړاندیز د هند اعتراض له پامه غورځولی دی. چین هم ویلي چې له دې پروژې سره مرسته کوي.

د دې ترڅنګ افغانستان په وروستیو کې ۶ پوځیان د زده کړو لپاره پاکستان ته ولېږل.

پر دې سربېره د فبرورۍ په اوولسمه د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس کابل ته لاړل او ولسمشر غني ته یې دا پیغام ورساوه چې طالبان تیار دي چې خبرې وکړي.

خو لا هم شکونه شته چې د سولې خبرې دې ګټه وکړي ځکه چې طالبان د پخوا په شان یو لاس نه دي. که یې یوه خوا سوله وکړي بله به یې جنګ ته دوام ورکړي.

خپرونه په پای کې وايي چې هند باید د افغانستان مجبوریتونه درک کړي. امریکا او ناټو وځي او هند نه غواړي چې د هغو ځای ډک کړي یا افغانستان ته درنې وسلې ورکړي، کابل بله لار نه لري مګر دا چې د طالبانو ملاتړ کوونکي راضي کړي چې هغوی خبرو ته حاضر کړي او ملاتړ یې بس کړي.

One thought on “هند په افغانستان کې د منزوي کېدو له خطر سره مخامخ دی”
  1. افغانستان ته تر هر څه دمخه سوله پکار ده. او د خپل د ځان ځښمونه ټکورول او بيا به په روغ صورت د نورو سره د دوستۍ فکر کوی.

ځواب ورکول zaman ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *