تاند- د هند حکومت غواړي چې افغانستان ته خپل پوځي روزونکي راولېږي څو د افغانستان په شرایطو کې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو ته روزنه ورکړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دغه هیواد مخکې لا په خپله خاوره کې د روزل کېدونکو افغان افسرانو شمېر دوه برابره کړی دی.

حاضردمه د هند پوځ په خپله خاوره کې د افغانستان د ملي اردو افسرانو ته د تروریستي ضد عملیاتو، د جګړې د میدان مهارتونه، استخباراتي تاکتیکونه، د چاودېدونکو موادو شنډول، معلوماتي تکنالوژي، د جګړې په ډګر کې روغتیايي مرستې او د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخو کې روزنه ورکوي.

د هند د پوځ یوه چارواکي ډي این اې خبري اژانس ته وویل:«د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په پام سره موږ ته پکار ده چې افغان امنیتي ځواکونه په هغو برخو کې وروزو چې دا وخت په افغانستان کې ورته اړتیا ده. یو وړاندیز شوی چې پراساس یې افغانستان ته د هندي ماهرانو د لېږلو غوښتنه شوې څو د افغانستان له شرایطو سره سم په دغه هیواد کې د ملي اردو ځواکونو ته روزنه ورکړي. د افغانستان په شرایطو کې د افغان ځواکونو روزل به تر دې ګټور وي چې هغوی دلته په هند کې د هند په شرایطو وروزل شي.»

خو د هند دفاع وزارت افغانستان ته د خپلو پوځي ماهرانو په لېږلو کې زړه نا زړه دی ځکه چې د ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې د هند درې پوځي روزونکي په کابل کې وژل شوي ول.

هغوی افغان امنیتي ځواکونو ته د انګلیسي ژبې د ورزده کولو لپاره کابل ته تللي ول.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نوي ډیلي په وروستي سفر کې هندي چارواکو ته په خپل هیواد کې د هندي روزونکو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی و.

د ښاغلي کرزي له ډاډ ورکولو وروسته د هند دفاع وزارت افغانستان ته د روزونکو د استولو وړاندیز وکړ.

په همدې حال کې په هند کې د روزل کېدونکو افغان افسرانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د هند د پوځ له ټاکل شوي هدف سره سم دا پوځ به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري یوولس سوه افغان افسران وروزي، دا په داسي حال کې ده چې تېر کال یې ټولټال ۵۷۴ افغان افسران روزلي ول.

3 thoughts on “هند کابل ته د ملي اردو د ځواکونو د روزلو لپاره پوځي ماهران رالېږي”
  1. ژوندي دې وي هندوان، تل دې وي هندوستان، مرګ منافق پاکستاني پوځ او آی ایس آی

  2. دایواخی ایران اوپاکستان دی چی په افغانستان کی داورلګیدو سبب ګرځیدلی اودلته شر غواړی نورهیوادونه لکه شمالی ګاونډی هیوادونه په هیڅ صورت کی په افغانستان کی دلاسوهنی نیت نلری اوتل په افغانستان کی خپل خیرغواړی که څه هم هندوستان زمونږ په ګاونډ کی ندی خوپدی پوهیږی چی په افغانستان کی امن په ټوله اسیا کی دامن سبب ګرځی خودغه دوه هیوادونه چی ایران اوپاکستان دی له کلونوکلونوراهیسی زمونږ دبدمرغی وسیله ګرزیدلی اوکه دوی په رښتینی توګه په افغانستان کی دامن راتلو په لټه کی شی نوبی له شکه چی ډیرژر به امن راځی اویوسوکاله فضابه رامینځته کیږی

ځواب ورکول احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *