تاند- هند یوازینی هیواد و چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال قسیم فهیم د تدفین په مراسمو کې یې یو چارواکی افغانستان ته رالېږلی و.

د هند د تشریفاتي ولسمشر مرستیال حمید انصاري، چې د مارشال فهیم د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره افغانستان ته راغلی، له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې وکتل او د خپل هیواد د ولسمشر او خلکو له لوري یې د مارشال فهیم په مړینه غمرازي ښکاره کړه.

ولسمشر کرزي ښاغلي انصاري ته وویل، هند په هرراز شرایطو کې د افغانستان د یوه پیاوړي دوست په توګه ځان ثابت کړی دی.

دواړو خواوو د هند او افغانستان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي د هند له مرستیال ولسمشر او د هغه د ملګري پلاوي مننه وکړه چې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د جنازې په مراسمو کې یې ګډون وکړ:«افغانستان ته ستاسو د نن ورځې سفر او زموږ د ولسمشر د لومړي مرستیال د جنازې په مراسمو کې ستاسو ګډون د دوو هیوادونو د دوستۍ او اړیکو ژوروالی ښيي.»

ښاغلي کرزي زیاته کړه چې د هند دوستي د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره ډېر اهمیت لري او افغانستان به د هند تر ټولو ښه دوست پاتې شي او د افغانستان راتلونکی حکومت به د دوو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې وکړي.

 امریکا، بریتانیا، فرانسې، او د افغانستاان د حکومت بل کوم لوېدیځ متحد نه د مارشال فهیم د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره کوم چارواکی افغانستان ته رالېږلی او نه یې خپګان یا خواحوږي څرګنده کړې ده.

6 thoughts on “هند یوازینی هیواد و چې د مارشال فهیم د جنازې مراسمو ته یې پلاوی رالېږلی و”
  1. دا دومره د شرم او ذلت ژوند يې بس نۀ و چې جنازه يې د سياف په لاس وشوه؟

  2. فهیم خو یو جنګ سالار کس وو چی د پښتنو پر وینو یی لاسونه سره وو خو کرزی ورڅخه زرمری جوړ ګړی وو.

  3. Za kho wayem che pa shamshan gat ke ya swazawal pakar wu.Zargoono pukhtano qatil wo ao da janaze haq ya na darlod.Pate sho hindustan no da agha hewad wo che pa Afghanistan bande da sussiano da yarghal himayat ya karrai wo.Wass warsara Karzai pa koomo stargo dostee kawee.

ځواب ورکول ghafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *