زلمی رسول له احمدضیا مسعود او حبیبې سرابي سره

له بي بي سي راډیو څخه مې د ډاکټر زلمی رسول ځانګړې مرکه واورېده، خبریال پوښتنه ځنې وکړه چې تاسو خو د خلکو په منځ کې ډېر مشهور نه یاست، څنګه به  رایې وګټئ؟

زه د ډاکټر صاحب پر جواب نه ږغېږم بلکې د خبریال پوښتنه راته جالبه ده او دا هغه سوال دی چې د ده په باب مې له نورو څخه هم اورېدلی دی چې ځېنې یې د غرض په توګه او نور يې هم واقعا جدي مطرح کوي.

د دې پوښتنې په زړه پورې اړخ دا دی چې خپله همدا د زلمي رسول نه شهرت د ده منحصر بفرد ځانګړنه او امتیاز دی،  په څه معنا؟

معنا دا چې که د ښاغلي زلمي رسول ژوند لیک وکتل شي نو د ده ټول ژوند د افغانستان لپاره د یوه فعال سیاستوال او متحرک دپلومات په صفت تېر شوی، خو
بیا هم لکه ګمنام غوندې دی، دا ځکه چې دی هیڅکله ځان غوښتونکی نه و او نه دی، کله یې هم د خپل شخص مطرح کېدو لپاره خپل وخت نه دی ضایع کړی  او نه یې د ځاني ګټو لپاره هر روا او ناروا امکان ته لاس ور اچولی چې بیا پر هر سټیج او هره رسنۍ کې د خپل ځان بېځایه دفاع لپاره د خلکو په سترګو کې ورننوتلی اوسي.

دا د زلمي رسول د غور وړ صفت دی، که مو فکر کړی وی پر ده باندې د فساد، خیانت یا بلې درغلۍ  یوه ذره غوندې تور هم نه شته او نه به مو له کومې کورنۍ یا باندنۍ رسنۍ څخه اورېدلې وي، که چا اورېدلې وي، نو ما دې هم خبر کړي چې زه خپله ادعا واخلم.

نو هغه څوک چې د فساد یا بلې بې کفایتۍ اتهام ورباندې نه وي  وارد، نو هره یوه نه بله ورځ ولسي جرکې ته نه د استیضاح او نه هم استجواب لپاره غوښتل کېږي، فلهذا د خلکو له حضوره غیر حاضر ښکاري او نه مشهورېږي.

بله دا چې په بې کفایتۍ او درغلۍ تورن چارواکي خامخا د رسنیو لخوا وخت ناوخته پوښتل کېږي او نومونه یې بیا بیا خلکو ته وریادېږي او مشهورېږي او دا دافغانستان په موجوده اداره کې تراوسه دچارواکود شهرت یوازنۍ لارپاتې شوې ده، خو ډاکټر صاحب په دې زاویه کې هم له شهرته بې برخې دی.

باالخصوص ولسمشرۍ ته نوماند موجود کسان او مرستیالان یې زیاتره مشهور دی، اما د هغوی شهرت په څه کې دی؟

ایا یو شمېر یې په کورنیو جنګ جګړو، وژلو، ان قتل عامونو او و‌طن ورانولو مشهور نه دي؟

ایا ځېنې یې په اداري فساد، غصب او بې کفایتۍ نامدار نه دي؟ ایا د موجودو مشهورو کسانو شهرت د خدمت پر اساس دی که د نورو شخصي او منفي منافعو د کسب پر بنسټ؟

په نتیجه کې، که څوک شهرت ته له دې اړخه اهمیت ورکوي نو ډاکټر زلمی رسول دا ډول نوم نه لري او ایا ډېره ښه نه ده چې دا ډول پېژندنه نه لري؟

دا د ډاکټر صاحب بریا ده چې تل کارګر او پرکاره پاته شوی، هیڅکله يې د ځان د مطرح کولو شوق نه دی کړی، هغه د یوه مدبر مدیر او رهبر په توګه همېشه قوي ټیم ایجاد کړی او د مسوولیتونو او صلاحیتونو په چوکاټ کې یې د وظایفو په ویش سره مثبت پرمختګونه کړي او هیڅکله یې د بل چا د مسوولیت پر دریځ د خپل صلاحیت تظاهر نه دی کړی او نه دی مشهور شوی او ډېر ښه دی چې نه دی مشهور شوی. دې ته وایي غیر مشهور شخص اواستثنايي شخصیت!!!

————————–

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

22 thoughts on “هو، زلمی رسول مشهور نه دی/ ګل محمد بلوڅ”
  1. وروره پر څای خبره دی وکړه؟ دده په دوره کی لکه چی بیخی موددبهرنیوچارو وزارت نه در لودیعنی له مخی سره بی غږه سړی ده همداسی که په راتلونکی کښی که زموږټولواک شی او داسی بی غږه وی نړیوال ریکارډ به ټینګ کړی ته دوعا ګانی ورته کوه

  2. د هر چا کار او تکړه توب د هغه د سابقې څخه معلومیږي. زلمی رسول د بهرنیو چارو یو ناکام وزیر تېر شوی، د هغه څخه په راتلونکې کې د افغانستان د ژغورنې هیله نا معقول او خطا کار دی

  3. Os de dey shagheli ta babolalo ta ghwag sha. De Ghazi Amanullah Khan Taswir Kshata kawel aw per zai ye topaksalaar Masood anzoor zerhawel khyanat ne dai?
    De Rasoul de wezarat pe dawraan key pe Afghan sefaratoono de Pashtano mergeino ratel aw hatta wahel bey kefayati ne da?
    De Afghanistan de rasmi aw aksaryat zhebey Pashto ne poheydel aw bya de haghwei tsekha raya ghoshtel beykefayati aw beysharmi ne da?
    Stergey dey wuza chey taso da tol ne winei aw dandora werta ghegawey chey hets warh ye ne dai. De de tsekha kho hatta Abdullah she dai chey Pashto kho ye yaw tse zda da, aw nar aw sheza ye ham maloom di.
    Zorh zalmai dey Dr Ashraf Ghani de pesho khawrey shi.

  4. مونږ ته داسی ريس جمهور منظور ندی چه په پشتو ژبه خبری نشی کولی.که داکتر زلمی ارګ ته کامیاب شو نو پښتو به له ارګه نه ورکه شی
    کوم چه د پښتنو دشمنان دا غواړی
    نو زما ټولو وررونو ته دا خواست ده چه د خپل انتخاب کی دقیق فکر وکړی .

  5. پدی هیله چي د کمپاين مننه پخپله دی او دده ټيم درڅخه وکری.
    ګرانه نه چاته کمپاین کوم او نه می په وس پوره ده خو دومره درته چي د تش په نوم پوښتون په وعدو مه غولیږه ،فساد ښکر نلري او په بهرنیو چارو وزارت کې ده څه و نکرل چې تاسو دومره ډاډه لوستونکي پوښتي تاسو ووایی چې دده جناب د وزارت مقرريی مخکي او وروسته سرمایه څومره وه او ده…

  6. شک: خلک وایې چې زلمی رسول د ښونځي او پوهنتون په ټوله دوره کې په پښتو مضمون کې مشروط او یا مطلق ناکام و،نوځکه په پښتو زبه خبري نه سي کولای

    ایا موږ کولای سو داسي څوک ولسمشر وټاکوچې ټوله د تحصیل دوره یې به مشروطي کې تیره کړي

    دفـــــــــــاع؟

  7. وروره زلمی رسول خو تر کومه پیژنو د بهرنیو چارو وزارت خو یی په فساد اخته وو نور نو فساد څنګه وی دا چی دی ولسی جرکی استهضا کړی نه دی دی کی هم چل دی . زما په اند ښه وړ کس د ارګ لپاره داکتر صاحب اشرف غنی احمدزی دی

    مننه

  8. بلوچ صاحب تاسو نوي سیاست داخل شوي یاستي او که د لوستونکو پر سترګو خاوري اچول غواري ګوره دده په غوړو او درواغجنو وعدو ونه غولیږي زه له تاسو محترم پوشتنه کوم چي دده جناب د بهرنیو چارو وزارت مخکي او اوس څومره سرمایه لري؟؟؟ او بل دی وایی چي زما کابینه به نیمایی ځوانان تشکیلوی نو زلمي صاحب د وزارت په وخت کي چیرته وو چي ټولي کونسلګري یی په معتصیبینو او مفسیدونو ډکي دي چي شه مثال یی په چین کي افغان سفارت دي…… بهرني ژبه زده کولي شي خو پښتو ته دده ملا ماته ده الله د ور ماته کري…… زلمي ته رایه د پښتون بربادي ته رايه……

  9. وروره که ته فکر کوې چې شهرت یوازې په فساد یا قتل او قتال کې وي نو تیروتی یې په دې نوماندانو کې داسې هم شته چې په خپل علمیت مشهور دی یوازې په افغانستان کې نه بلکې په نړۍ او که زلمی رسول دومره مدبر او کاریګر شخص وی اوس به ټولو پیژندلی.
    زه خو وایم چې زلمی رسول نه د دین دی نه د سادین

  10. Za kho Dr Sahib zalmai dir na pizanam. Kho da di Karzi Sahib pa dara ki ra pida so. Pa di 10/12 kalo ki kho monz da de mohtaram komai lasta rawrani wa nalidai. Za la da porta tolo komintono sara mowsfiq yam aw barsara per day taso likali de da yaw pak shakhs di aw hamisha yi yaw wsr kari tesm jor kari de. Za darta wayam chi dasi karitesm laka da de mohtaram moin Lodin chi da zalmi sahi labarakata yi pa Dubai ki pa nariwala kacha yi da milyardono dolaro pa arzasht business jor kari dea. Da kho yi team da yawa ghari ghla da. Da mohtaram Zalmi sahib tol tesm ta os no tasi khpala hisab wakrai. Zalmai sahib serf da Asfraf Ghani da rayu da kamzori kawalo lapar ra msidanta krsi sasi dai. Da ba la afghznistan aw la ratlonki nasal sara loy khysnat wi ka Afghan wolas la A. Ghani na baghar bal cha ta rayi wad kri. DaAfghanistan baqa da Ghani pa takalo ki da Inshallah.

  11. آفرین ګل محمدخانه! تاسو ته حتما مقرروم، که خدای وکي برنده وسوم، ځکه چی تاسو دیر خه کمپاین کړی مو دی .

  12. Jomaat ta dey wlarh shi aw ……….. dey pe key weki no she ba mashura shi. Da ter tolo asana lara da zeka chey Dr Rosoul kho de kaar ne dai. Karzi khpela wayeli chey sust aw bekara dai.

  13. سلامونه
    افغانان او په تيره پشتانه بايد خپله رأيه داسي كانديد ته واچوي په د حساس وخت كي چه زياتره عقليتونه او په زغرده ده يي وايم هزاره ورونه او تاجك ورونه اكثريت يي پشتنو ته غاشونه چيچي.
    د زلمي رسول په وجود كه افغانان په تيره پشتانه شه ورز نشي ليداي زكه دي په خپله د محمدزيو له قبيلي نه ده او دا قبيله پشتو او پشتونو ته مدام په سپكو سترگو كتلي او دوي د خپل قدرت د ساتلو لپاره پشتانه په توره تياره كي ساتلي دي. هيله لرم چه پشتانه بيا دا كثيفي قواري تير نباسي او هوشيار ووسي ورته.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  14. ګرانه وروره ! لیکنه دي ټول قضاوت قضاوت دی . خو زه یواځې یوه پوښتنه درنه کوم ، ته داسې وکړه چې د بهرنیو چارو وزات بهر ته لیږلي سفیران ، کونسلران او د نور ډیپلوماټانو لیست وګوره او د همدې ښاغلي په وخت کې په دې وزرات کې ادلون بدلون وګوره بیا قضاوت وکړه

  15. که داکتر زلمی رسول څومره ښه شخصیت ولری بیاهم اهمیت نه لری ځکه چی د ده معاونین هم متاسفانه د پښتنو دښمنان دی او د دواړو لاسونه د بیګناه خلکو په وینو سره دی. یو یی د خلیلی نماینده دی او بل یی د شورای نظار د سالار احمدشاه مسعود ورور دی . دواړو دپښتنو په وژلو کی صرفه نه ده کړی . یو یی د پاکستان د آی اس آی ، کاجی بی او د ایران د استخباراتو غړی دی او دا بل یی یواځی د ایران د اخندانو نماینده دی . د دوی کامیابی ته خوشحالی نه ، بلکه همدا اوس باید جګرخونی وکړو. بیا به په سرونو لس انچه میخونه وی او د نظار شورا توغندی چی د کابل ښار یی لوټه لوټه کړ. زلمی جان هم د خپل وزارت په دوره کی هیڅ د افتخار وړ کار نه دی کړی او ټول وزارت د پورتنیو دو مرستیالانو په واسطه اشغال شوی وو.
    لږ بیداری پکار ده . خپل ځانونه باید وپيژنو او الهی حکم چی انسان ته بی له سعی او تلاش بل څه نشته او خپل قوم او ولس باید را ويښ کړو او خپل واک په خپل لاس کی وساتو . متل دی چی وایی د بیکاره سړی د کور واک به د میلمه په لاس کی وی.

  16. بلوڅ صاحب داسی معلومیږی چه زلمي رسول صاحب د تاسو د تاید وړ او د ټولو نه دیو غوره کاندید په سترګه ورته ګورې. تاسو نظر محترم دی خو تاسو د خپل نظر لپاره کوم خاص دلیل ندی وړاندی کړی. زه زلمی رسول نه پیژنم او شاید خورا ښه شخصیت وی مګر دا پدی مانا نشی کیدای چه دی به د افغانستان لپاره مناسب ولمشر وی.
    ۱- د افغانستان د ټول بحران په طول له اتیاومي لسیزی را پدی خوا موږ د ده څه خاص سیآسی لاسته راوړنی ندی لیدلی او د خارجه وزارت په دوران کی یئ هم داسی کار نه دی کړی چه د یادونی وړ وی.دا هسی په تشه وینا کله کیدای چه مدبر سیاستمدار او د اعلاحظرت امان اله خان خوریه دی.
    ۲- بل مهم ټکی دهغه د ټیم تشکیل دی. ټولو ته معلومه ده چه پنجشیری شاهزادګانو د کرزی د تش په نامه ۱۲ کلنه دوره کی په ټول افغانستان ګیډه اچولی ده او تر هغه چه دا انحصار ختم یا کم نه شی په افغانستان کی به نه قانون تطبیق شی او نه به موجوده فسادمحدود شی. ددی ډلی په قدرت انحصار د زلمی رسول په موجودیت کی د افغانستان لپاره د نور زیات حلاکت نسخه ده. هیله ده افغان لیکوال , روشفکران او سیاسیون د داسی ټیم تر شا ودریږی چه هم تجربه شوی کاری لیاقت ولری او هم په افغانستان کی د غیر عادلانه قدرت انحصار محدود کړای شی. افغانستان نوی , علمي او پاک مشر ته ظرورت لری اودا د هر افغان فرض دی چه دخپل ملک د ښیګنی فکر وکړی او خپلی شخصی ملاحظی د اولس د ملاحظو نه قربان کړی.

  17. بلوچ صاحب لمر په دوه گوتو پتوي دداسي چا صفت كوي چي پري نه ارزي

  18. زه د زلمی رسول په هکله نور څه نه وایم خو زما شعار د ښاغلی زلمی رسول په وړاندی دادی چی زلمی رسول ته رایه پښتنون وژنی ،فاسدنظام،ا وشمالی ټلوالی ته رایه
    یوه خبره بله هم کووم ددی پرځای چی زلمی رسول ته رایه ورکړی نو عبدالله عبدالله ته رایه ورکړی چی دوهم مرستیال یی پښتون دی زلمی رسول خو هیڅ پښتون ندی بلکی د پښتنوضد دی او د افغانستان اولسه ویښ شی یویشتمه پیړی ده تاسو تراوسه ښه او د بد شخص توپیر نشی کولی .
    داسی کس ته رایه ورکړی چی سبا ستاسود مظلوم ملت غم وخوری هغه به څوک داکتر اشرف غنی احمدزی
    مصطفی له کابل څخه

  19. د داکتر زلمی رسول شعار اعتدال او برابری دی تاسی یی تیره هفته مناظره ولیده د محترم له خولی مو کومه پښتو کلیمه واوریده او کنه ایا اعتدال او برابری دی ته وایی ؟
    نوموړی چی د ژبی اعتدال او برابری نشی منیج کولای نو د افغانستان په کچه باید ور ځنی د اعتدال او برابری هیله و نلرو

  20. بلوچ صاجب ستا دخوښی کاندیدبه وی خو موتژیی په قیصه کی نه یو اومونژ د ددی خبری سره موافق نه یوچه وایی چه سړی په قبتل ،فساد اونوروجنایتونوسره شهرت پیداکوی شهرت په مثبتوکارونوهم پیداکیژی لکه شهید سردارداودخان چه دده دواکمنی نه لاتراوسه ټول حکمتونه دده دپلان مطابق اجراآت کوی که په ډاکترزلمی رسول کی کوم استعداد ترستونی لاندی وی اوبهرکولای یی نشی هغه خلکوته په دردنه لګیژی مننه

  21. دافغانستان خلک اوس ډیر او ښیار شوی دی او دخلکو په حقو نا حقو دلیلونو نور نه غلطیګی زلمی رسول صرف دکرزی کاندید دی او کاندیدی یی صرف په حکومت او یو څو غلو وکیلان پوری تړلی ده په عامو خلکو کی کوم نام او نشان نه لری

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *