د مور ورځ، د نوروز ورځ، د پلار ورځ، د ښځو ورځ، د ښوونکي ورځ، د معارف ورځ،  د شهيد ورځ، د کارګر ورځ، د معلولينو ورځ، د ماشوم ورځ، د زده کوونکو ورځ، د اوبو ورځ، د بزګر ورځ، د چاپېريال ساتنې ورځ، د المپيک ورځ، د روغتيا ورځ، د رسنيو ورځ، د کډوالو ورځ، د آزادۍ ورځ، د سواد ورځ، د بشر حقوقو ورځ، او داسې نورې په لسګونو ورځې  شته چې يواځې د نومونو په اخيستلو به يې ستړي شو! او اخير به ورځې تمامې شي خو د موضوعاتو نومونه به خلاص نه شي!

زه د دومره ډېرو ورځو د نومولو په مانا هېڅ نه پوهېږم! او په دې هم نه پوهېږم چې دغه ليکنه به مې څومره ارزښتمنه وي؟

 ايا د ورځو د نومونې ګټه ډېره ده او که تاوان؟ ايا په اوونۍ کې دوه ورځې هم داسې شته چې نومول شوي نه وي؟ که د تعليمي کال ورځې سمې شمېر کړو نو تعليمي کال چې نهه مياشتې دی په دې کې جمعې راځي، د نومولو ورځو رخصتۍ راځي او ځينې رخصتۍ چهارشنبې يا يکشنبنې ته برابرې شي چې د قانون له مخې د دوو رخصتيو په منځ کې ورځ هم رخصتي وي. مثلاً د چهارشنبې يا د يکشنبې په ورځ د ښوونکي ورځ وي نو پنج شنبه يا شنبه د جمع او رخصتۍ تر منځ راغله بس دا ورځ هم رخصتي ده! له دې سره سره به کله زده کوونکی او کله ښوونکی ناسوب وي او کله به د ځينو نورو ستونزو له امله د زده کړې جريان له ځنډ سره مخامخ کېږي نو د زده کړې لپاره ډېرې کمې ورځې پاتې کېږي!

مامور يا معملم له دغو رخصتيو پرته په مياشت کې د دريو نورو رخصتيو حق هم لري! په همدې ډول ځينې نورې رخصتۍ هم پېښېدی شي او د مامور له خوا ممکن له دريو زياتې رخصتۍ واخيستل شي چې دا کار په اوسنۍ اداره کې يو معمول دی. نو دغه ټولې رخصتۍ چې سره يو ځای شي د يوې داسې ادارې لپاره چې کارکوونکي يې په بشپړو رسمي ورځو کې په لسو بجو راځي او په دوولسو ځي د هوساينې او بريا امکان شته؟

يو کليوال سړي د چرۍ لپاره لاستی جوړولو خو د لاستي نری سر چې له چرۍ سره وصل کېږي يو څه ډېر ترې نری شو! نو ترې غوڅ يې کړ! په دويم وار بيا هم له خپلې اندازې نری شو! بيا يې هم غوڅ کړو! په دريم ځل بيا هم دا اشتباه وشوه! او دغه اشتباه په وارونو وارونو تکرار شوه! کله چې د سړي پام شو د چرۍ لاستی په لاس کې د کټخې (کټ پښې) په اندازه ورپاتې و نو له ځان سره يې وويل: د لېوني غوايي مږوی شو!

افسوس چې اوسنۍ اداره که د يوې ښې ادارې لپاره يو بنسټ او وسيله نه شوه خو د ښکرورو لېونيانو لپاره خو بايد د يو مږوي په څېر وی!

افراط د افغانانو يو معمول دی! نړۍ د بېلابېلو موضوعاتو لپاره ورځې نومولې. نه پوهېږم چې څومره اړتيا به يې وي؟ او دا کار به څومره ګټور وي؟ خو اوس يو معمول ګرځيدلی! مګر کله چې دا خبره افغانانو ته رارسي نو په يوه ورځ يې ګوزاره چيرته کېږي! خبره اوونيو ته لاړه! شاوخوا مياشت مخکې په خوست کې د سولې اوونۍ په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه! چې ډېر لګښت ورباندې وشو! مګر افسوس چې په دې مراسمو کې خو يو د دولت مخالف هم ګډون کړی وی! او وينا يې کړې وی! چې په خپلو پخوانيو کړنو پېښمان دی!

په همدې ډول د شهيد ورځ د شهيدانو په اوونۍ واوښته! چې نورې ستونزې او بدمرغۍ يې هم وزېږولې!

هوساينه او بريا د ورځو په نومولو نه ترلاسه کېږي! هوساينه او بريا د زښتې زياتې خوارۍ او کار پايله ده! بايد کار وکړو! کار وکړو! کار وکړو! او کار وکړو!

ساده حيدرخېل

حيدرآباد

۱۹/سنبله/ ۱۳۹۲

One thought on “هوساينه د ورځو په نومولو کې نشته/ ساده حيدرخېل”
  1. ګرانه وروره باوروکړه چه حقیقت دویلی دی خودادشهیدانوورځ نه ده داکرزی دشرمه داخبره کوی دافقط داحمدشاه مسعودورځ ده چه ټول وخت اوقهرمانی یی دروسی سره په تړونونوتیره کړیده خوبدبختانه چه ډیرکسان شهیدان شویدی خودهغونوم څوک نه اخلی اونه یی وکورنیوڅوک پوښتنه نه کوی زه فکرکوم چه دومره په بزدلانه ډول ژوند تیرول به ګټه نه بلکه په نقص تمام شی .

ځواب ورکول hakim saleem ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *