شکوڼ

Hystricidae

د زړې نړۍ شکوڼ (Old World porcupine) هم ورته وایي. غټ شخوند وهونکي ژوي دي. د انګرېزۍ نوم (porcupine) یې له غشو ته ورته ازغیو اخیستل شوی. د اروپا له سوېل نیولې تر اسرایلو او سوریې، د افریقا او هند په زیاته برخه همداسې په سوېل ختیځې اسیا کې پیدا کیږي افغانستان کې هم شته. دواړه د زړې او نوې نړۍ شکوڼ په هیستریکوګناتي کې شامل دي. له یو بل سره ډېر زیات توپیر لري او خپله کې کوم نږدې تړاو نلري.
 
بې څوکې ګرد شوی سر لري. د بدن وېښته یې استوانه اي یا پراخ شوي غشو ته ورته ازغي لري. غشي یا وېښته یې له عامو وېښتو سره نه وي وصل شوي. د اوږدې لکۍ کوچنی شکوڼ د بدن اوږدوالی یې له ۲۷ تر ۴۸ سانتي متره پورې رسیږي او له یو نیم تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. کوم چې په ملا تاج یا کاکل لرونکي دي د بدن اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۸۰ سانتي متره پورې وي او له ۱۳ تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې وزن کوي.
 
خواړه یې میوه، ریښې او پیاز غوټې دي. ځینې ډولونه یې په وچو هډوکو هم خوله لګوي. لکه د نورو شخوند وهونکو په څېر تېره ثنایا غاښونه لري. کانین غاښونه نلري.
 
د بلاربښت موده یې له ۹۰ تر ۱۱۲ ورځو پورې ده. یو یا دوه بچیان زیږوي خو ډېر کم وخت درې هم زېږولی شي. په کال کې یو ځل بچیان زېږوي او زېږون یې هم په خپلو غارونو کې تر سره کیږي. د تازه پیدا شوو بچیانو غشي یا ازغي یې نرم وي خو له زېږېدو څو ساعته وروسته کلکیږي. له دوه اوونیو وروسته کلک خواړه هم خوري. د ۱۳ او ۱۹ اوونیو تر منځ یې مور له ځانه جلا کوي. له تي جلا کېدو وروسته هم تر دوه کلنۍ پورې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي خو کله چې جنسي بلوغیت ته ورسیږي له خپلې کورنۍ جلا کیږي. خپله کې سیمه ټاکي او نران یې د سیمې ساتونکي وي خو که چېرې نا بلده شکوڼ یې سیمې ته داخل شي دواړه نر او ښځه برید پرې کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
انفرا ډله هیستریکوګناتي
کورنۍ هیستریسیدای
په هیستریسیدای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي.

Family Hystricidae

One thought on “هیستریسیدای کورنۍ | زکریا رحیمي”
  1. ښاغلی ذکریا رحیمی صاحب تاسو ته دی الله ج ډیر اجرونه او عزتونه درکړی. ستاسی دغه نه ستړی کیدونکی هلی ځلی زیاترو افغانانو ته د قدر وړ دی. ستاسی ویب پانه می وکتله چه له عامو زده کړو تر فوق العاده زده کړو تر چتر لاندی مو په مختلیفو برخو کی بی دریغه کوښښونه کړیدی.
    یو وار بیا د زړه له کومی مننه کووم چه خپلو پښتنو ورونو او خویندو ته په خپله مورنی ژبه علمی او نور معلومات خپروی.

    ځمونږ خلک وای چه شکون حلال دی خو رنګ یی د مردار دی، علمآ وای په اسلام کی د شکون غوښه حلاله ده. د شکون سومان یا د پښی خپړی جفتی دی ځکه یی غوښه حلاله ده. په اسلام کی چه د کوم ژوي یا حیوان سوم یا د پښی خپړه دوه عدده یا یی سوم چاو یا درز ولری هغه حلال دی. لکه غوا، بزه، ګډان او دغو ته ورته نور حیوانات، او هغه حیوانات چه یو سوم ولری هغه حلال نه دی لکه خر، لیوه، پړانګ او داسی نور.

    والسلام

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *