د هیلري کلینټن ژوند لیک

تاند- د دیموکرات ګوند له لوري د امریکا د ولسمشرۍ احتمالي کاندیدې هیلري کلنټن د کابل پرونۍ حملې وغندلې.

مېرمن کلنټن پر دغو بریدونو، چې لږترلږه ۸۰ تنه پکې ووژل شول او ۲۳۱ نور ژوبل شول، غوسه څرګنده کړه.

کلنټن د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي«د کابل د نن ورځې حمله، چې پر سوله ییزه مظاهره وشوه او لسګونه کسان یې ووژل، د غوسې وړ ده. موږ د ترور په وړاندې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو.»

د امریکا حکومت هم دا برید عندلی دی او لومړی یې په کابل کې د خپل سفارت له لوري په دې اړه اعلامیه خپره کړه وروسته په واشنګټن کې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویندوی جان کربي او د سپینې ماڼۍ ویندوی جاش ارنیست جلا جلا اعلامیې خپرې کړې.

د سپینې ماڼۍ ویندوی ارنیست ویلي«د امریکا متحد ایالتونه د کابل وحشتناکه حمله په کلکو ټکو غندي.»

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د ایران حکومت هم دا برید په کلکه غندلی دی.

One thought on “هیلري کلنټن د کابل حملې وغندلې”
  1. هاغه خودکش چې له آسمانه دکابل په مظاهره کوونکو را لویدلي وو ـ د پاکستان صدراعظم جناب نواز شريف اود ايران دولت په کلکو ټکو غندلي دي ( هم مې ووژني پخپله ، هم په ما باندې ژړاکا ،،، څه ښه ياردئ ، ښه ېې مينه ؛ وژل هسې ، شیون هسې ) ، د غمرازۍ څخه ېې منـنه کوو ، مونږ له خدايه غواړو چې پنجاب او ايران سره مو د ورته غمرازۍ سيال وګرځوي ، آمين

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *