دغو شپو ورځو له نورو هغو سره توپیر درلوده، دټولو په څیرو کې بدلون له ورایه ښکاریده ،د ډیرو سترګې هماغسې لندې ښکاریدې لکه دتیرو شپو ورځو په څیر چې هره ورځ لندې وي، موږ په خپل ژوند کې یوه داسې ورځ هم تیره نه کړه چې اوښکې مو نه وي توې کړې ، هره ورځ او هره شیبه د خپلې کورنۍ ، خپلو خپلوانو ، کلیوالو او ملګرو له ویر سره مخ یو، خو په دغو شپو کې موهم له سترګو اوښکې وڅڅیدې خو دې اوښکو له نورو اوښکو سره توپیر درلود داځل مو په سترګو کې دخوښۍ اوښکې راپیدا شوې وې نوځکه ېې له هغه اوښکو سره توپیر درلود کوم چې هره ورځ ېې د خپلو فاتحو پر غوړیدلو کمپلواو ټغرونو تویوو ، افغانانو ته د خوښۍ او ښکې او بې سارې ولولې د افغانستان کرکټ دبریاو له کبله وې په دې ورستیو کې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې یو داسې هیواد مات کړ چې دکرکټ بشپړ غړیتوب لري او دوه نړیوال جامونه ېې کورته راوړل ، ددې ترڅنګ د فوټبال ملي لوبډلې هم د جنوبي اسیا په سیالیو کې دوهم مقام ترلاسه کړ، دغو دواړو سیالیو د میلونونو افغانانو زړونه یو رنګه دیوه ارمان اویوې هیلې لپاره په ټوپونو راوستل، افغانان چې کلونه کلونه ېې د اور په لمبو کې تیرکړي او لاهم دبارودو لوګی تنفس کوي ، په لویشت لویشت خاوره ېې هره ورځ وینه تویږي دجګړې سیورې پرې لاهماغسې خپور پاتې دی او دسیالیو په نړیوال ډګر کې له ډیرو سیالیو څنډې ته پاتې دي ، خو کله چې د داډول حالت سره سره افغانان دنړیوالو سیالیو په ډګر کې دخپل هیواد نوم اوري ، ملي سرود ېې غږول کیږي او بیرغ ېې رپيږي نو هیڅ افغان هم خپل ملي احساسات ، مینه او ولولې نه شي کنتروړولی .په شونډو ېې مسکا راشي ، سترګې ېې له اوښکو ډکې شي له خولې ېې بې اختیارده همدا اوازونه وځي ( زنده باد افغانستان)
موږ لیدل چې دکورنیو ټول غړي لویان، ماشومان ،میرمنې دتلویزیون له سکرین څخه یوه شیبه هم مخ نه اړاوه، دماشومانو معصوم لاسونه دخپلې لوبډلې لپاره لپه و ، ډیرو نجنو اومیرمنو ، نفلونه ، تلاوتونه دعاګانې اځینو نجونو خوان لا روژې هم نیولې وې.
پوښتنه داده چې دا دومره مینه ، احساسات ، ولولې او دعاګانې دڅه لپاره وې ؟ ایا ددې واړه توپ وهل یا په ځمکه دتوپ رغړول موږته دومره مهم و؟
خبره هوا ته دیو کوچیني توپ دوهلو او یاهم پرځمکه د دتوپ درغړولو نه ده ؟ خبره دهیواده ده ، خبره دخپل ملي بیرغ درپیدوده ، خبره خپل ویاړلي ملي سرود دغږیدو ده ، خبره دهغې هیوادنۍ مینې ده چې زموږ په رګونو کې بهیري ، خبره دګران افغانستان ده ، هغه افغانستان چې لسیزې کیږي د ارامۍ ساه ېې نه ده اخیستې . او دبارودو په تور غبار وهلي بچیان ېې لاهم له نړیوالو سره سیالي کوي او خپل سیالان ماتوي.
د هیوادونو په کچه ستر رقابتونه موږته دملي ګټو ، ملي ارزښتونو او هیوادنۍ مینې درسونه را زده کوي ، او زموږ په زړونو ، فکر او خیال کې دهیوادنۍ مینې ویده موجونه راویښوي.
که څه هم وخت ناوخت دافغانانو په خوله مصنوعي خندا وي خو دکرکټ دبري شیبو ودمیلیونونو افغانانوپه سپورو شونډو داسې رښتینې خندا راشنه کړه چې ترډیر وخت پورې به د ډیرو غمونو مخ ته سپروي ، دافغانانو له بې سارې خوشالۍ ، نڅاو ، اتڼونو او ولولو څخه دا څرګندیږي چې افغانان دخپل هیواد سره مینه لري ، دمینې مسئله مهمه ده کله چې موږ له یوه کار سره مینه ولرو نو خامخا ېې دبریالیتوب ترکچه رسوو او یا ېې هم درسیدو هڅه کوو ، دا مینه ددې زیری راکوی چې د همدې مینې په زور به دهیواد پرهرونه ټکور مومي او افغانان به نه یواځې د سپورټ په ډګرکې بلکې د سیالۍ په نورو ډګرونو کې هم هڅه کوي چې ځانونه له سیالانوسره سیال کړي ، خپل لویدلی هیواد په پښو ودروي او دپرمختګ لپاره ېې هڅې وکړي.
دماشومانو په څیرو کې دخپل هیواد په بریا خوښي نه هیریدونکې وه ،هغه خوښي چې له ډیرو مودووروسته هم دماشومانو ترڅنګ دلویانو او میرمنو په څیرو کې احساسیږي .دا هغه خوښي ده چې هر افغان ېې دځان بولي او پرې ویاړي ، دتیرو لسیزو جګړو چې زموږ اساسي بنسټونه ېې ونړول او دهر ډول سیالۍ له ډګره ېې کلونه کلونه وروسته پریښودو او دژوند له ډیرو خوښیو ېې ناهیلو کړو ،اوس ددې وخت دی چې بدلیدونکې نړۍ درکړو او خپلو ټولو ستونزو نیمګړتیاو او کږلیچونو ته د کرکټ د بریا له همدې زاویې وګورو غور پری وکړو او د هیواد په نورو برخو کې خپل ملي مسؤلیتونه ادا کړو ، که چیرې ترکاڼ په خپله ترګانۍ کې، بوټ ګنډونکی دبوټونو په ګنډلو کې ، سوداګر په خپله سوداګرۍ کې محصل په خپلو درسونو کې او … هریو په خپل مسلک کې هڅه کوښښ او اتبکار وکړي نو لرې نه ده چې هیواد به مو په خورا چټکۍ سره د پرمختګ او سوکالۍ په لوري چټک حرکت وکړي . که داسې ونه کړونو همداسې خپلو چالاکو دښمنانو په لومه کې به ګیر پاتې یو لکه درویش درانی چې وايي:
چالاک دښمن ېې ننداره له لرې لرې کوي
دوی په خپل منځ کې یو پربل باندې لښکرې کوي
درویشه قام د دغفلت په داسې خوب ویده ده
نه اذان اوري انه اثر پرې ستا سندرې کوي
دسپورت په ډګرکې زموږ ملي لوبو دافغانانوترمنځ دملي یوالې ژورې ریښې ځغلولي او لاهم د غه لړۍ روانه ده که خدای کول داسې وخت به راشي چې دافغانانو ترمنځ به دبیلتون کرکجن دیوالونه دهمدغو ملي لوبو پرمټ نړیدلي وي کرکه به هیڅ ځای نه لري او ټول افغانان به دخپل بیرغ د لوړوالي لپاره خپلې خولې تویوي دکاروان صیب خبره
وخت به راځي چې غاښ دزهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
دیو سیوکاله سرلوړي او هوسا افغانستان په په هیله
ژوندی دوی افغانستان
زنده باد افغانستان
عمر خیل صا حب الله (ج) د تل خو شحا له او سو کا له لره ستا د کا لم په لو ستلو زما سترګې بیا هم له اوښکو ډکې شوې ، یوه اصطلاح ده چې وایي او ښکې دروغ نه وا یي، تر څو چې په زړه کې درد پیدا نشي ستر ګي او ښکې نه تو یوي، الله د زموږ هیوا دني جذ بات همدا سې ژوندي لري، او د بیلتو ن ځړي د الله پا ک ورک کړي، مننه .