کـــعبه جــوړه ابراهیـــــــم کړه زه جوړ کړی یم الله
وایه څوک لوی شو اوچت شو؟ وایه وایه اې مُــ‏لا !
( کلیات : ۲۷۰)

رنسانس، چې د اروپا تورو منځنیو پېړیو ته یې د پای ټکی کېښود، بل څه نه و، مګر ددې تفکر رامنځته کېدل، چې د انساني هڅو په محراق او منځي کې دې د بشریت هوساینه، پرمختګ او نېکمرغي راوستل شي او پوهنه، تخنیک، هنر او تولید دې د ټولنې د وګړیو د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره سره لاس ورکړي.

د کلیسا او کشیش ځای ( انسان ) ونیوه او د انسان د مادي او معنوي لوړتیا لپاره هڅه پیل شوه.

پښتو شاعري، چې دعرفاني افکارو یوه اوږده دوره تېره کړې وه، ناڅاپه د غني خان د تفکر او تخییل په زور یې له روان دودیز بهیر څخه مخه واړوله او ( انسان ) ته یې پام واوښت. زموږ ددغه مفکر شاعر له نورو بېلګو، چې وروسته به یې یادې کړو، پرته همداپورته یاده شوې څلوریزه یې هم بس ده، چې د انسانمحوره فکر او خیال بېلګه شي او خپل شاعر د لومړنیو هیومانیستو پښتنو شاعرانو په کتار کې ودروي.

غني خان ( انسان ) مهم ګڼي او غواړي ووايي، چې الله ( ج) هرڅه د انسان لپاره هست کړي دي او انسان دومره مهم دی، چې ښايي له سره پرې فکر وشي.

هیومانیزم یوازې د انسان په نامه د شعارونو نندارمه نه ده، یاد رضا براهني په ژبه یوازې د انسان په نامه د بربنډو او کلیشه یي خواخوږیو خبرې هم هیومانیزم نه شو ګڼلای. هیومانیزم د داسې یوې فکري ـ عملي منظومې نوم دی، چې ( انسان ) دیوه ارزښت په توګه خپل ټولنیز مقام ته ورسولای شي. داسې یو تفکر چې په پایله کې یې بشریت دې باورته ورسیږي، چې ارزښتونه د انسان د تعالي لپاره رامنځته کیږي او نه ښايي ( انسان ) د ارزښتونو قرباني شي.
د غني خان له انده، دانسان اختیار او توانمندي هماغومره ده، چې دخپل همنوع لپاره د خیریاشر سرچینه شي او د طبیعت او ټولنې پر قانونمندۍ د پوهې تر بریده فکر وعمل وکړي. دی انسان ته سپارښتنه کوي، چې لرې دې نه ځي، ځان ته دې راستون شي، ځکه که انسان خامخا باید وژاړي، نو پوه دې شي، چې د ژړا وړ پخپله همدی دی :

راځه زما ګلابه ، ژوند او مرګ دواړوته خانده
په دواړو کې یوهم نه دی لایق ستا دژړا
که خامخا ژړا درځي: انسان ته، ځان ته ژاړه
چې دغه په ریښتیا او ګـُـداګی دی د ژړا
یو حسن رب ورکړی دی، چې ژوند له معنی ورکړي
او دې غریب ترې ځان ته جوړه کړې ده بلا
خزان که نه و، نو یوګلاب ، یوه میوه به نه وه
که مرګ نه و، ژوندون به یو رګ خوب و په دنیا
انسان د ریدي ګل دی، د ده کور دی بیابان
بهار د ده ځواني ده، خو ژوندون یې دی خزان
کلیات ۳۴۸

زموږ شاعر ټینګار کوي، چې دا د انسان اختیار دی، چې خپل ژوند ته پخپله مانا ورکړي. غني د اګزستنسیالیستي اندود په څېر انسان د خپل ماهیت په ټاکلو محکوموي او د اختیار دایره یې د طبیعت او ټولنې پرقانونمندۍ د پوهېدو تر څنډو پورې پراخه ګڼي، زموږ شاعر د ( اندره برتون ) په څېر ( انسان ) د بوړبوکۍ منځی ( محراق ) ګڼي :
ملاجان وایي ازل کې تا لیکلی هر یو کاردی
یو له سترګو کې شفق دی بل له هسې ګلیخار دی
یو به ټول عمر نالان وي،وږی تږی پریشان وي
یو نیازبین به په بخملو بل به پروت په بیابان وي
وایا وایا ملاجانه که اختیار راځي قسمت ځي
د قسمت سره د واړه آرامونه او راحت ځي
دتندي لیکلی ورک شي، بس سړی دځان مالک شي
که په باغ کې د آرام ځی، که به لار د مصیبت ځي
کلیات ۳۴۳

غني ټوله ښکلا او د هستۍ مانا په انسان کې بیا مومي او د خلقت هدف هم د ځان پېژندنې له پړاوه راپیل شوې داسې هڅه ګڼي، چې بالاخره خدای پېژندنې ته رسیږي، دا د شرقي عرفان یو داسې موتیف دی، چې له ځانه د خالق لوري ته د سالک د راپیل کړي مزله پړاونه او لیدلوري بیانوي، غني د هر لټون په پایله کې بېرته له انسان سره مخامخیږي:

مخ یې و ، قبلې ته لیونی ترې خبر نه و
سترګې یې وې وازې د انسان په تماشا
عکس د سپوږمۍ یې د شبنم څاڅکي کې ولیده
ځکه په سجده شو د جانان په تماشا
نشته دی د ژوند د خوب تعبیر کتاب کې نشته دی
سترګې دې کړه پورته د اسمان په تماشا
خدای مکه کې نشته د منصور د خولې مې واوریده
لاړ شه لیونیه ! شه د ځان په تماشا
کلیات ۲۰۱

د شرقي عرفان همدغه موتیف، لویدیز انسانمحوره عقلانیت ته لار هواروي، چې انسان د ټولو ارزښتونو په محراق کې خپل ځای بیا مومي.

د عقلاني انسانپالنې ( Rationalistic Humanism) توپیر له عاطفي او احساسي هغه سره همدا دی، چې له دې سره د انسان په ګټه پرپوهنه ولاړ فکر وعمل ملګری دی، غني خان یو مهال د انساني لوړوالي دې پړاو ته د رسېدلو داسې دعا کړې وه:

اې خدایه ! عقل راکړه اې خدایه پویه را
زړګی مضـــبوط راکړه او ســـــینه لویه را
سترګې د لــــمر راکړه رحــــــم د ځان را
بیا ټول غـــــمونه دی د دې جـــــهان را
مـــــــاته یې په سرکړه ځار درنه شــــمه
زه به یـــــــــــــې وړمه زه به یــــې وړمه
کلیات ۲۰۰

د انسانمحوریت لپاره یو استدلال دا دی، چې ژوند او دا دنیا مهمه ده. رحمان بابا څوپېړۍ وړاندې دا جدال راپیل کړی و:
ښه ده ښــــــــــه ده دادنیا چې توښه ده د عقبا
په دنیا کې بـــــدي نه شته که بدي نه وي له تا
غني هم پر دې ټینګار کوي، چې دا دنیا مهمه ده:
غني هم پر دې ټینګار کوي، چې دا دنیا مهمه ده:

د بیغمۍ لــــــــږ خوب لکـــــــــه دنیا ښـه ده
نېټه یـــــــــې لــږه ده ګني دنیــــــــــا ښه ده
څوک وايي هغه ښه ده څــوک وايي دا ښه ده
مـــــــاله زمــــا ښه ده او تا له ستا ښه ده….
کلیات ۴۳۲

انسانپلوی غني له دې څخه ځوریږي، چې ګوري؛ انسان د انسان د وینو تږی دی. د ده په نظر کله چې د ټول حسن او ښایست سرچینه انسان ده او کله چې انسان مینې ته پیدا دی، هغه انسان چې ، دهمده په ژبه
ستوري ته اسمان کې یوه ورځ ووېل هلال
خدای آدم له مینه ورکړه مونږ له تش جمال
کلیات ۱۹۵

نو بیا ولې د مینې په پار د پیدا کړای شوي ادم زامنو یو بل سره په وینو سره کړل، یو هابیل شو او بل قابیل؟ دڅه لپاره ؟
د انسانمحوریت پوښتنه له همدې ځایه راپیلیږي، چې ولې او د کوم ارزښت لپاره انسان د انسان په لاس وژل کیږي؟ دا پوښتنه ساده نه ده، د ې پوښتنې له زرګونو کلونو راهیسې د بشریت فکر بوخت کړی دی؟ ښه ګوري، چې د( انسان ) قتل تراژیدي ده، خو تردې لویه تراژيدي دا ده، چې دا غمیزه په خپله د انسان په لاس پېښیږي، زموږ شاعر وايي:

نن انسان شو د انسان د وینو تږی
نن مجنون شو د جانان د وینو تږی
داسې ړوند په سترګو ړوند شولو د تندې
چې تر پورته شو حیوان د وینو تږی
دا محل د چا باچا د شان او شرنګ دی
که دا پروت دی بیابان د وینو تږی
داسې زهر چې ښامار ورته پسخیږي
داسې تاو چې کړي جانان د وینو تږی
داسې قهرچې لمبه کړي خپلې سترګې
داسې ځان چې وي د ځان د وینو تږی
داسې رند چې د آدم په وینو مست وي
داسې شر چې کړي اسمان د وینو تږی
لیونیه ! د مستۍ باغ ته ترې تښته
نن دتندې مري جهان د وینو تږی
کلیات ۲۳۰

د غني خان ( زه ) د ټولنې ( موږ ) او د ده ( ته ) موږ هر یو یو . زموږ په ادبیاتوکې ، په تېره بیا د نومهالي شعر دفکري ـ فلسفي مفاهیمو هنرمن راپیلوونکی له ( زه ) څخه ستړی دی، له ( زه ) څخه سرټکوي، خو ( ته ) او ( موږ ) ته پناه راوړي او مخاطب یې تر ټولو ښکلی دی، ترټولو مهربان او د مینې وړ دی. غني پرخپل مخاطب انسان باور لري، له هغه سره مینه کوي او غواړي هغه پوه کړي، چې هرڅه دده لپاره پیدا شوي دي. غني زموږ د زمانې غږ دی: چې یو بل سره ونه وژنو، بلکې د ټولنې او طبیعت له قانونمندۍ سره سم د انساني ټولنې د سوکالۍ لپاره په مینه مینه ګډ کارو فکر وکړو.
موږ غني لولو، موږ د غني له هنره خوند اخلو، موږ د غني شعرونه سندرې کوو، موږ یې یادونه په لویو غونډو او لمانځنو کې یادوو، هغه فلسفي ، لیونی ، ښکلی هنرمن او څه وڅه بولو، خو پیغام ته یې پام نه ساتو، لاهم انسان وژنو او پرانسان ظلم کوو، د غني روح خپه دی، ځکه هغه ګوري، چې تر ټولو ډېر دهغه ولس وژل کیږي او تباه کیږي :
تاسو یې اورئ ؟ غني ژاړي:

ورو ورو ظالمه ! داچيغې ناورې؟
ورو ورو پرې پښې ږده دا نه دي خاورې
داخو ستۍ دي ، دا خو ځوانۍ دي
سپینې دې کوکې لکه د واورې
بدلون اوونيزه/ د
ريم کال/ اوله / پرلپسي ۱۰۵ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۱۴/ ۱۳۹۵

One thought on “هیومانیست غني/څېړنوال عبدالغفور لېوال”

ځواب ورکول حميد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *