له هوا نه هوا ته توغول کېدونکی توغندی

تاند، پنجشنبه، د جدي ۲۶مه: په بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ وايي، امریکا د ۲۰۱۹ کال له جنورۍ تر سپټمبره پورې په افغانستان ۸ زره بمونه غورځولي دي چې له کبله یې د ۲۵۰ ماشومانو په ګډون ۸۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې سازمان د اسیا برخې رئیسه پتریشیا ګاسمن وايي، تېر کال په جګړه کې نږدې هر لوري په پراخه پیمانه ملکي تلفات اړولي دي.

نوموړې د خپل سازمان د راپور له مخې وویل، طالبانو د ټاکنو په شپو ورځو کې زیات بریدونه وکړل چې ملکیانو ته یې درانه تلفات واړول، خو د کال په لومړیو کې بیا تر طالبانو زیات تلفات د افغان حکومت ملاتړو ځواکونو اړولي دي.

بلخوا افغان حکومت وايي، د ملکیانو خوندیتوب یې لومړیتوب دی او دا ډول تلفات زیاتره د طالبانو لخوا اوړي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان په دې اړه تاند ته وايي، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د ملکي تلفاتو په راکمولو او صفر کولو کې نهایت کوشش وکړي خو طالبان بیا ملکیان د سپر په ډول کاروي او زیات تلفات هم دغه ډله اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر کال د طالبانو بریدونو کې ۲۲۱۹ ملکیان وژل شوي او ۵۱۷۲ نور ژوبل شوي دي.

One thought on “هیومن رایټس واچ: امریکا تېر کال افغانستان کې په ۸ زره بمونو ۸سوه ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې”
  1. دا هرڅه یو تبلیغاتی اعلانات دی ځکه کچیری دا هرڅه وژنه یی په ځان منله نو ولی د نړیوالی جنګی جرایمو محکمی په وړاندی د څیړنو سره مخالفت اعلان کړ یعنی دوی چی دلته هر څومره انسان (ماشومان، ښځی او بوډاګان) وژنی پر حقه دی
    مګر کله چی د افغان دولت ځواکونو له لوری کوم کس په سهوآ ووژل شی د امریکا سفارت یی په وړاندی غبرګون ښآیی

    دیته وایی قضاوت او انسانیت او بشردوستی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *