زه هغه قلموال غندم، چې د چارواکو په دربارونو کې پراته دي، کله د يو لالا صفتونi کوي، کله د بل.
دا خلک په غونډو او مشاعرو کې هم لکۍ خوځوي او چارواکي نور هم بې لارې کوي!
د همدغه چاپلوسو ليکوالو ملګرتيا ورسره وه، چې جنګسالاران يې بيا په خپلو خرو سپاره کړه!
همدغه ژورناليستان وو چې ځناور او د خلکو قاتلان يې د بازسازۍ قهرمانان او د هېواد اتلان کړل!
تر هغې چې د ونډه لرونکو لاسونه له دولته لنډ نه شي، د قانوني حکومت جوړېدل خوب او خيال دی.
تر اوسه چې د ملي وحدت حکومت کومې ټاکنې کړي. ټول په تېرو ۱۴ کلونو کې چارواکي يا له چارواکو سره تړلې کورنۍ دي.
دې دېرش کورنيو د دېرش ميلونه وګړو په حق خېټه اچولې، دا صاحبان سره له دې چې دلته په هر ښار کې لوی لوی کورونه او جايدادونه لري، ټول په بهر کې اوسېږي او بهرنيانو ته د جاسوسۍ اوږد تاريخ لري.
په دې کې شک نه شته چې دا ولس پاک دی او دا څلوېښت کاله له هرې خوا ووژل شو، خو اوس يې هم هېواد د فساد په پنجو کې دی.
تر هغې چې د ريسانو، واليانو ، وزيرانو ، فرهنګي تجارانواو نورو خاينانو کورونه په اسلام اباد، دوبۍ، کاناډا او ډنمارک کې وي، زمونږ د عوامو وينه به بې ارزښته وي.
که دوی رښتيا افغانان، مسلمانان او انسانان وي ، نو بيا ولې په خپلو اولادونو په اکسفورډ کې زده کړې کوي او مونږ او زموږ بچيان په جنګونو کې وژني؟
که په دوی کې لږ هم سړيتوب وي، نور دې له لنډه غر توب راوګرځي. په ځان پسې دې ټوپکمار نه ګرځوي او د ولس په منځ کې دې د ولس په شان ژوند وکړي!
که په دوی کې لږه هم حيا وي، نو له خلکو دې د کړو جنايتونو بښنه وغواړي او د ولس په زخمونودې نوره مالګه نه دوړوي!
هغه چې د خپلو شخصې ګټو لپاره د دوی ستاينې او مدحې کوي، د دې حالت په دوام او د دې واکمنو په بقا کې ونډه لري.
خجالت باید وباسي!
Excillent that is wright.
وایی چه ملا نصردین یو زوړ خر لرل چه د کاره غورځیدلی وه نو منډوی ته د خرڅلا لپاره یوړه او یو جلاب ته اوویل چه دا خر خرځ که نو جلاب د خر په صفتونو شروع وکړه چه دا داسی بار وړی او چابک مزل کوی او نور او نور نو ملا نصرالدین زر اوویل چه زما خر کی چه دومره ښیګڼی دی نه یی خرځووم
نو ځواب صاحب رشتیا هم چه همداسی دی چه تا لیکلی د یو خر نه بولدوزر جوړ کړی وه او د یو بی سواد یی د علومو داکټر
او پر موږحکومت وکړل