تاند- د امریکا دفاع وزیر چګ هېګل د دوشنبې په ورځ په جنوبي کوریا کې وویل چې له افغانستان سره به تر نومبر میاشتې پوري امنیتي موافقه لاسلیک شي.

تر دې مخکې امریکا اکتوبر د امنیتي موافقې لپاره وروستۍ میاشت اټکل کړې وه.

هېګل وویل، متحد ایالتونه به له امنیتي تړونه پرته په افغانستان کې هیڅ پوځي پرېنږدي او که موافقه وشي بیا به پرېکړه وکړي چې څومره پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

د امریکا دفاع وزیر، چې په جنوبي کوریا کې امریکايی پوځیانو ته خبرې کولې، وویل: امریکايي چارواکي د افغانستان له حکومت سره په خبرو بوخت دي چې د اکتوبر ترپایه پوري په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د ماموریت د څرنګوالي په اړه امنیتي موافقه وکړي. دا موافقه به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر او څرنګوالی څرګند کړي.

ده په افغانستان کې د ناټو د پاتې کېدونکو پوځیانو د شمېر په اړه وویل چې تراوسه پوري دا پرېکړه نه ده شوې، ولسمشر اوباما هغه وخت په دې اړه پرېکړه کولی شي چې لومړی امنیتي موافقه لاسلیک شي.

د افغانستان او امریکا پر امنیتي موافقې د افغانستان له لوري د ولسمشر کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او ډاکتر اشرف غني احمدزی خبرې کوي.

په خبرو کې د امریکايي لوري مشري په کابل کې د امریکا سفیر او په افغانستان کې د ناټو او امریکايی پوځیانو عمومي قومندان په غاړه لري.

3 thoughts on “هېګل: له افغانستان سره به امنیتي موافقه په یوه میاشت کې لاسلیک شي”
  1. که موافقه و نشی بیا به څه کیږی. زما په اند پاکستان به په ډیر مهارت سره خپل پوځیان د طالبانو په نوم را و لیږی او له بلی خوا به ایران قومی شخړی ته لمن ووهی. قحطی او قیمتی به زیاته شی او څوک چه کوالی شی خپل ځان وباسی هغه به له ملکه وتښتی. او که چیری موافقه وشی: بیابه طالبان د مجهزو افغان پوځیانو توان نلری چه ورسره و جنګیږی او بلاخره به سولی ته اماده شی او ایران به هم له ویری څه کوالی نشی. خدای دی وکړی چه زمونږ مشران دبپلوماسی او هوښیاری نه کار واخلی

  2. زه ما په آند تړون لاسلیکول د اوس لپاره ښه دی ځکه د افغانستان اوسنی حالت داسی دی که همداسی پریښودل شی او معاهده لاسلیک نه شی نو بیرته به صفر ته تقرب وکړی او که لاسلیک شی نود افغانستان په ګټه به وی او دا اوسنی شرایط به نور هم ښه شی او لږ به له بدبختی څخه ووځی او د کرزی صاحب داهسی بانی زه ما له نظره هسی عبثیات دی او کرزی او هغه کاری مشاورین دی په دی ښه غور وکړی

    مننه

  3. زه د روغ لیونی صاحب او احمد شاه صاحب سره پوره پوره موافقه لرم
    ځکه چه افغانان داسی حالت کښی دی چه ګډ د لیوانو په منځ کښی راګیر وی او چه کله هم موقع په لاس ورغلی نو داړلی یی دی

    او افغانانو ته خو ثابته شوی هم ده چه ددی طالبانو او جهادیانو په موجودیت کښی ددملک خلکو شتمنی لوټ شوی، بی عزتی ورته ورپه برخه شوه او دا ټولی ناکردی ددوی بادارانو ایرانیانو او پنجاپیانو په اشاره وکړی

    دغه ځانونو ته چه ډیر غیرتی او مسلمانان وای هغه وخت چرته وه، چه ددی وطن مال ناموس لیلامیدو
    اصلاُ دوی پخپله بی غیرته دی، او اوس چه هم څه کوی د خپلو مشرانو په اشاره يي کوی
    تراب خان

ځواب ورکول روغ لیوني ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *