تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر چک هېګل نن /جمعه/ وویل، ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه نه شي کولی چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پوځي حضور پر پلان فکر وکړي مګر دا چې افغان چارواکي امنیتي تړون سمدستي لاسلیک کړي.

ښاغلي هېګل وویل، د امریکا له متحدو ایالتونو سره له موافقې پرته امریکا نه شي پوهېدای چې افغانان څه غواړي، د امریکايي پوځیانو رول به څه وي او یا څرنګه ماموریت پر مخ بوځي.

هېګل، چې په کاناډا کې له خپل ساري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل: پکار ده چې امنیتي موافقه مخکې تر دې لاسلیک شي چې دی ولسمشر بارک اوباما ته سپارښتنه وکړي چې امریکايي پوخیان په افغانستان کې د خپل ژوند د خطر منلو ته دوام ورکړي.

امریکايي چارواکي وروسته له دې د امنیتي تړون په اړه اندېښمن شوي دي چې د افغانستان ولسمشر او ویاند یې ټینګار وکړ چې که مشورتي لویه جرګه او ملي شورا هم امنیتي موافقه لاسلیک کړي کرزی به یې د انتخاباتو تر پای ته رسېدو پوري لاسلیک نه کړي.

کرزي د «شفافو» انتخاباتو په ترسره کېدو کې له افغانستان سره د امریکا مرسته غوټه کړې ده.

پرون د سپینې ماڼۍ ویندوی د ولسمشر کرزي د څرګندونو په ځواب کې خبرداری ورکړی و چې که امنیتي تړون د سږ کال ترپایه لاسلیک نه شو امریکا او متحدان یې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو لپاره پلان نه شي جوړولی.

خو نن د ولسمشر کرزي حکومت د امریکا خبرداری رد کړ، یو وار بیا یې ټینګار وکړ چې د راتلونکي لمریز کال په حمل کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

په دې اړه نور تفصیل ولولئ

3 thoughts on “هېګل: که امنیتي تړون ژر لاسلیک نه شي امریکايي پوځیان نه شي پاتې کېدای”
  1. یره بیشکه زما ښاغلی اولسمشره او ګران کرزیه اونرقندهاریه، دنیا دي ټوله په لړزان کی اچولی ده خو ستا هغه خبری می یادیږی چه په یوه غونډه کی دي وکړی او وه دي ویل چه تشویش مکوی امریکا هیڅ وخت افغانستان نه پریږدی، اوپه مشورتی لویه جرګه کی دي وویلی چه زه
    نه پوهیږم چه دامریکا به زمونږ په امنیتی تړون کی څه ګټه وی اوڅرنګه تعریف به ورکوی خو زمونږ لپاره دا …دا او دا ګته لری.

    تاندوال هم موضوع ته ورته عکس لګولو کی ښه مهارت لری

  2. الله دی نور هم کرزی صاحب ته خیر ورکړی که کرزی داکار وکی نو پوه دی شی چی اشرف غنی دی امریکا ګوداګی دی او بس ریاست جمهوری یی وګټله خو خدای هغه ساعت نه هر ګز نه راولی به خاطر ده دی چی تر اوزبک سپی لیډیرتر اوسه دی ریاست جمهوری سرک لا په خوب کی نه دی لیدلی څه به پاتی شی چی هغه ریاست جمهوری ته نه نوځی نو که خدای ناخواسته که دا کار وشو نو بیا به دی پښتون مینه ورانه وی او ولاکه بیا زر کاله هم نو خو لا څه که یی چی دی وزارت خاریجی په به هم پښتون څوک نه پریژدی .
    او پاتی دی نه دی یو ریس جمهور سپی دی معاون شی خو نه دوستم سپی د ده پشتون وینو ته فقط تیار ناست دی

  3. په دی اڑه چه تڑون د لاسلیک شی یانه زه سه نه وایم ،خو دومره وایم چه همدی لوڑ پوڑو چارواکو عام اولس ته تشویش پیدا کری ، او د شاغلی کرزی صاحب نه می پوشتنه داده چه که چیری په امریکا باندی دومره باور نه لری چه اتخابات یی ورته شرط ایشی ، نو زما له نظره خو بیا داسی افغانانو ته هیس دمنلو وڑ نه دی او دا بیا دملت سره جفا ده

ځواب ورکول hosain ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *