قاري د طالبي بانډ له ادرسه ابوبکر ته له وارخطايي او زاريو ډک ليک لېږلی.

په هره دويمه خبره کې زارۍ شوې چې د طالبانو صف مه ماتوئ، خو تر پايه پکې دا نه دي ويل شوي چې هلکه که زما خاورې ته راغلې، پښې به دې غوټې درماتې کړم.

په هره خبره کې لافي وهل شوې چې طالب ټوپکيانو دوه شلې هېوادونه مات کړي، خو د ابوبکر اجرتيانو ته د خدای روی نيول شوی چې په طالب دې ډز نه کوي.

په هر پراګراف کې بلنه ورکول شوې چې راشئ په ګډه افغانان راسره ووژنئ، خو تر پايه پکې نه دي ویلي شوي، چې تاسې عراق او شام ونیسئ، د افغان ماشوم وژلو ته يوازې موږ هم کافي يو.

جګړه يوه سپيمه ده، دوه ډلې سپي دي، کورني پردي هم راغواړي، خو شرط يې دا دی چې وار به د دوی د مشر په خوښه ورکول کېږي، لکۍ به د دوی مشر ښوروي.

هې ملا دې ماته سه، له خپلو بې‌وسو هېوادوالو خو دې داسې سرونه پرې کول، پردی چې دې مخې ته راشي، يا ورته د ښځې پرتوګ واغوندې، يا ورته د خدای روی ونيسې.

دې ته ورته ليک کلونه وړاندې اخوانيانو طالبانو ته لېږلی وو، خو طالب یې پر مرۍ چاړه تېره کړې وه.

النصره داعش ته لېږلی وو، مصري اخوانيانو الجهاد ته لېږلی وو، پاکستاني ملايانو د پاکستان طالبانو ته لېږلی وو، ټول ليکونه سره ورته وو او ځواب يې هم يو ډول ورکول شوی.

تر اوسه چې دغسې ليکونه لېږل شوي، ته وا بوډا خونکار ورته راروان عزاريل ته لېږلي. ته وا په هره کرښه کې يې حلال څاروي وروستۍ لغتې وهلې، ته وا لېږونکې ډلې ليک نه، بلکې وصيت ليکلی.

ډېرو افراطي بانډونو دغه ډول ليکونه لېږلي، خو يوه ډله هم پوه نه شوه چې دغه کار يې ليک نه، بلکې د ځکندن لومړی سلګۍ ده.

تر اوسه هيڅ خونکار بانډ پوه نه شو چې دغه ليک يې دښمن ته د خپلو کمزوريو ورښودلو ليسټ دی.

قاري صاحب! وارخطايي درسره زېب کوي، تل دې همداسې وارخطا غواړم.

9 thoughts on “وارخطا قاري يوسف/ سيدشاه سقيم”
  1. سيدشاه سقيم! وروره که د لیک کومه بیلګه موژ ته هم شکاره کړی وای شه به وه . چې پوه سوي وای ګنې دا د پردیو زنجیریان هسي هم د سپې پر مرګ د خپلو بادارارنو له لاسه مري پریژده چې جارو یی کړي دوی د الله ج لویې هیره کړی صرف د پاکستان او ایران هیله یی نیولی ده خو خدای ج لوی دی انشاالله په نژدی راتلونکې کشې به له بادارانو سره په غم اخته او تباکیژي د دی ملت بد دعا ور پسې دی که خدای کول روغه ورځ به نګوري.

  2. یاره سقیم صاحب وایم چی د مور شیدی د شه! افغان بیا په ځانګړی ډول پښتون خو دومره زاری دښمن ته کله هم نه دی کړی، خو دوی طالبان اوس د افغانیت او پښتونوالی چورلټ وتلی دی بلکل یی د پنجاپیانو رنګ اخیستی دی،دا بی غیرته بس دې ته تکړه دی چی چیرته د ملی اردو سرتیری له موټرو کوز کړی بیا یی بی رحمانه سر ورپری کړی چی په هیڅ قانون کی جواز نه لری. اوس د د داعش وحشیانو ته ټینګ شی

  3. محترم ابوبکرالبغدادي ته داسلامي امارت د رهبري شوری لیک
    16-06-2015
    بسم الله الرحمن الرحیم
    الحمدلله معز التوحید وأهله، ومذل الشرك و حزبه، وأشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریك له في ربوبیته و ألوهیته و أسمائه وصفاته، و أشهد أن نبینا محمدا عبده و رسوله، اللهم صل و سلم و بارك علیه و علی آله و أصحابه وبعد :
    ډیرمحترم ابوبکرالبغدادي او ستاسو تر مشرۍ لاندې د امریكايي اشغال پر خلاف ټولو جنګیدونكو مجاهدینو!
    السلام علیكم ورحمت الله وبركاته
    له الله تعالی څخه غواړو چې د هغه جل جلاله د كلمې د لوړ والې او د اسلامي سپیڅلي نظام د تنفیذ په لاره كې د حق د لارې ټولو مجاهدینو ته كامیابي اوپه الهي سپیڅلیو احكامو د تمسك او اعتصام توفیق ورنصيب كړي.
    محترمو! افغانستان د اسلام د مقدس دین د ظهور له لومړۍ پیړۍ څخه تراوسه پوري د اسلام مستحكمه قلعه او له جزیرة العرب وروسته يي د آسیا په لویه وچه كې د اسلام په اشاعت او خپراوي كې مهم رول لرلای.
    د معاصر جهادي دور نړیوال اتلان امام المجاهدین شیخ عبدالله عزام ، قائد المجاهدین شیخ اسامه بن لادن ، قاهر الصلیبیین ابو مصعب الزرقاوي او قاهر الملحدین خطاب رحمهم الله جمیعا ټولو د افغانستان د جهادي مدرسي د شاګردي ویاړ درلود .
    په كوم عزم چې له پیله مجاهدینو د انګریزانو ، روسانو او نننیو امریكایانو پرخلاف جهاد پیل كړی او د اسلام لپاره چې يي قرباني وركړې ، اسلامي امارت او افغان مسلمان ولس په دې لاره كې نه هیریدونكي قربانۍ وركړې او لايي هم وركوي چي دا دی یوځل بیا داشغال ګرو صلیبیانو په ضد مقدس جهاد دكامیابۍ پړاوته نږدي شوی امریكایان او دهغوی كافر ملګري اكثریت تښتیدلي مجاهدین ورځ تر بلي پراخي سیمي تر خپل كنټرول لاندي را ولي او روان ۱۴۳۶ هـق كال كي دلاډیرو بر یاو امید لروترڅوددښمن دپاته شونو ټغرهم ورټول كړو.انشاءالله تعالی، وماذالك علی الله بعزیز.
    ښاغلو! په افغانستان باندې د امریكا په مشرۍ د یرغل د اساسي لاملونو څخه یو هم دلته د هغه اسلامي حاكمیت له منځه وړل وو چې د قران او حدیث د احكامو مطابق داهل سنت والجماعت په روښانه تګ لاره جوړ ، او د هیواد حكومتي ارګانونو له لوري د حكومتي سيستم په ټولو مجالاتو كې واجب الاجراء و،دشرك اوكمونستي فساد فكرجرړي یې ایستلي وي ،دټولوبدعتونو او خرافاتو مخه یې نیولي وه.
    دغه ډول اسلامي نظام د امریكاپه مشرۍ نړیوال كفرته د زغملو وړنه و او هماغه وه چې دمختلفو پلمو په ارائه كولو سره یې ورباندې وحشیانه برید وكړ.
    افغان مسلمان ولس د اسلامي امارت تر قیادت لاندې چي په رأس كي یې امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد(ادام الله حیاته ) قرار لري په ډیره میړانه سره د متجاوزینو پرخلاف جهادي صفونه برابر او پوره ۱۳ كاله یې د یرغلګرو له تیري څخه د افغانستان د آزادي او اسلامي حاكمیت د پلي كولو لپاره بیساري قربانۍ وركړي .
    هغه څه چې د صلیبي اشغالګرو په مقابل كې د اسلامي امارت د جهادي پالیسي د امتيازي خصوصیت په توګه تاسوته یادول غواړو هغه دا دي، چې اسلامی امارت د نړیوال كفر پرخلاف د جهادي صف پر يووالي او مر صوص ساتلو ډیر تركیز لرلی او اوس یې هم لري .
    ځكه مونږ د شوروي اشغال پرمهال د جهادي صف د تفرق او تعدد ناوړه اغیزې په سترګولیدلې چې په نتيجه كې یې د افغانستان د ۱۴ كلن جهاد د یونیم ملیون شهیدانو د وینو ثمره ضائع ، او د اسلامي امت ټولې هغه هیلې یې له خاوره سره خاورې كړې چې په دغه اسلامي جهاد پوري یې تړلې وي.
    د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هغه مبارك ارشاد له مخې چې فرمايي {لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ} رواه البخاري برقم 83، ومسلم برقم 7690.
    اسلامي امارت په افغانستان كي د جهادي صف پر یووالي ځكه ډیر ټینګار لري چې د جهادي صف مرصوص ساتل مأمور به عمل او الله تعالي په دې اړه فرمايي :
    إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفّاً كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ (4) الصف.
    اوبل ځای په صريح نص سره قرآن كریم مسلمانان له تنازع ، تفرق او خپل منځي اختلاف څخه منع كوي او هغوی ته داسې وايي: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46) الانفال
    اسلامي امارت د پورتنیو قراني نصوصو د تعمیل ، د پخواني جهاد له تجربو او د خپلې ټولنې او محیط څخه په كافي معرفت سره په افغانستان كې د جهادي صف تعدد دلته نه د جهاد او نه هم د مسلمانانو په ګټه بولي ، ځكه د افغاني محیط خصوصیت دادی چې تل د داخلي اختلافاتو او شخړو ښكیل وي ، اوكه چیري قیادت یو او صف واحد وی بیا د داخلي اختلافاتو احتمالات له منځه ځي .
    اسلامي امارت تر اوسه پوري د اختلاف او تفرق ټولې فتنې په وحدت الصف سره شنډې كړې وي اوس كه د لته د امارت ترڅنګ د بل جهادي صف او یاهم بل قیادت رامنځته كیدلو كوښښ كیږي نو په لوی لاس به د اختلاف او تفرق فتنو ته زمینه سازي كیږي ؛ ځكه خو اسلامي امارت په افغانستان كې جهادي فعاليت يواځي د امارت تر قیادت لاندې مشروط او پر لاندې نقاطو اصراركوي:
    ۱ـ دا چې د اسلامي صف یووالی مأمور به عمل او په تیره بیا له كافرانو سره د قتال او مقابلې په حالت كې یوضروري امر دی نو په افغانستان كې د متجاوزو امریكایانو او د هغوی د ګوډاګیانو پر خلاف جهاد باید تریوه بیرغ ، یوه قیادت او یوه امر لاندې وي .
    دا چې د افغانستان د اسلامي امارت قیادت د هیواد ۱۵۰۰ علماوو (د اهل حل وعقد شورا) د شرعي انتخاب او مبایعت په اساس تعين شوی او د الشيخ حمود بن عقلاء الشعيبي رحمه الله په څیر د اسلامي نړي مشهورو فقهي علماوو او د شیخ اسامه رحمه الله په څیر مشهورو جهادي قائدینو دغه شرعي امارت تائید او له هغه سره بیعت كړی ، او همداراز اسلامي امارت تر اوسه پوري پر خپل هماغه اسلامي موقف ثابت ولاړ دی،اوپه ټوله نړۍ کې داهل سنت والجماعت دټولو پیروانو خواخوږي ورسره ده او هیچا داعتراض وړ څه نه دي ور باندي پيدا کړي، دې ته په پام سره په افغانستان كې د نوي موازي صف پرانیستلو ته نه شرعا او نه هم عقلا كوم اړتیا لیدل كیږي.
    ۲ـ د شرع او سالم عقل په اساس مسلمانان مكلف دي چې د خپلې اسلامي ټولنې د عُلیاشرعي او دُنیوي مصالحو لپاره هغه لارې چارې غوره كړې چې د دوي د تحفظ ،خوندیتوب او موفقیت لامل ګرځي ، اسلامي امارت خپل ټول شرعي او دنیوي مصالح په وحدة الصف كې ویني او ترنورو نومونو او بیرغونو لاندې دلته ځانته فعالیتونه داسلام ، مسلمانانو او جهادي مصالحو په زیان بولي .
    د افغانستان اسلامي امارت ددیني اخوت له مخې ستاسي خیر غواړي اوپه چاروكې یې دنه لاس وهني فكراو ارزو لري، بالمقابل له تاسونه هم د بالمثله رویې تمه لري او د اسلامي اخوت د رشتې له امله تر ې یوازې دخیرخواهي تمه كوي،په افغانستان كې دروان جهاد وضعیت ته په پام سره د اسلام او مسلمانانو خیر یوازې په دې كې دی چې په افغانستان كې جهاد تر متحد صف لاندې ادامه پیدا كړي.
    ۳ـ د افغانستان اسلامي امارت د خپل جهادي مقاومت په جریان كې تر یوه بیرغ او واحد قیادت لاندې امریكایانواو دهغوی ملګرو ته ملاماتوونكى شكست وركړی ،د هیواد له ښارونو پرته ټولې سیمې یي له كفري اشغال ،شرك اونوروخرافاتوڅخه خلاصې كړي او له دوه لسیزې مقاومت او راسخ پاته كیدو وروسته داسلامي امارت متحدصف په سیمه او نړۍ كې دنړیوال كفر په وړاندې د مقابلې یو الهام بښونكی حقیقت ګرځیدلی، امریكایانواو داسلام نورو دښمنانو ډیر كوښښ كړی او كوي یې چې د دغه متحد صف په متلاشي كولو سره په افغانستان كې خپل اشغال ته د كامیابي زمینه مساعده كړي ، خو اسلامي امارت لكه څرنګه چې یې په پوځي ډګر كې هغوی ته شكست وركړی همدا ډول غواړي د خپل متحد صف په لا مرصوص ساتلو سره د هغوي راتلونكي تخریبي پلانونه هم ورشنډ كړي نو خدای مكړه په دغه حساسه مرحله كي چې له وړاندې د كفارو له ډيرو دسیسو سره مخ یو،ستاسي ملګري باید داسې اقدام ونه كړي چې د مجاهدینو قومانده ورسره وشیندل شي، صف كې درز راشي او زموږ د دښمنانو هيلې او آرمانونه چې د اسلامي امارت په منځ كې درزونه اچول دي، ورسره پوره شي. .
    ۴ـ له افغانستانه پرته د اسلامي نړۍ ډیرنور هیوا دونه هم د امریكايانو د ظالمانه توطیو ښكار او په یوه ډول نه یوه ډول د هغوي تر اشغال لاندې دي ، دا چې تراوسه په دغو هیوادونو كې مسلمانانو كومه ملموسه كامیابي نده ترلاسه كړې لامل یې د هغوی تفرق او د یوه واحد قیادت نشتوالی دی ، نو د دې لپاره چې دبي اتفاقۍ فتنه په افغانستان كي پیدا نه شي اسلامي امارت بیا هم دلته یواځې دافغانستان د اسلامي امارت تر واحدصف لاندې جهادي فعالیت ته اجازه وركول ستردیني او جهادي مصلحت بولي او د هغه په مقابل كې د بلې ډلې اوصف ایجادول د جهاد ، مجاهدینو او اسلامي مصالحو په خلاف عمل بولي.
    ۵ – اسلامي امارت د نړیوال كفر ، شركي اوبدعتي سلوكیاتو پرخلاف خپل جهادي فعالیت د كتاب الله اوسنت نبوي د احكامو په رڼاكې پرمخ بیايي ، شرعي او اسلامي مصالح ترهرڅه ورته اهم او د هغوي د تحقق لپاره د نړۍ د مسلمانانو مادي او معنوي مرستي او حمایت ته اړتیالري،نو له تاسومحترمونه مو هیله داده چي دافغانستان داسلامي امارت په اړه له هغو منابعو نه معلو مات تر لاسه نه كړئ كوم چي دلته دمختلیفو عواملو له مخي له اسلامي امارت نه مایوسه شوي او یا هم په جهادي صف کې د جرمونو د ارتکاب له امله له دي مقدس صف څخه ایستل شوي دي بلكي مستقیما داسلامي امارت له مسئولو مشرانو،رسمي مطبو عاتو پیژندل شویو ویندویانو نه خپل معلو مات او اطمنان حاصل كړئ ،ترڅومو یو له بل سره اطمنان نورهم زیات شي .
    ۶ــ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان كې د امریكایانو او ناټو شكست په ټوله نړۍ كې د صلیبي ځواكمنۍ شكست بولي، او دغه لويه كاميابي د اسلامي امارت د مجاهدینو د اخلاص، توكل صبر او وحدت په بركت الله جل جلاله پرهغوی لورولي ، نورهم د اسلامي امارت مشرتابه او مجاهدین له الله تعالی څخه د دغې جهادي لارې د موفق اوحسن انجامولو غوښتنه كوي ،او د نړۍ له مسلمانانو او جهادي نهضتونو تمه لري چې د اسلامي امارت د بریا ته رسیدونكي جهاد هراړخیز ملاتړ او مرسته وكړي، نه داچې په جهادي صف كې د تفرق په خپرولو سره مجاهدین ناكام او ځوریدلی امت د كفر د شكست له خوښیو محروم كړي .
    ۷ ـ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان كې د صلیبي متجاوزینو پرخلاف جهاد او په دې لاره كې مهمې لاسته راوړنې لومړی د الله جل جلاله په نصرت او بیا د سلګونو زره شهیدانو، زخمیانو ، اسیرانو ، یتیمانو او كونډو په زحمتونو تر لاسه كړې .
    همدغه ټولې قربانۍ یې تریوې قومندې او یوه بیرغ لاندې په یوه متحد صف كې وركړي اوس كه خدای مكړه د جهادي صف په متفرق كیدو سره د مجاهدینو ترمنځ خپل منځي اختلاف ته لاره خلاصیږي دغه ټولې قرباني او لاسته راوړنې به بیا د همدغو اختلافاتو ښكار كیږي او ځوریدلی مسلمانان به یې له ثمرې څخه محروم كیږي،اوداهم یو ترلمر روښانه حقیقت دی چي دافغانستان اسلامي امارت نه تنها په افغانستان کې بلکي په ټوله اسلامي نړۍ کې دخپلي روښانه ماضي،داسلام په لار کې دسترو قربانیواو مدبرانه اسلامي سیاست له امله خورا زیات محبوبیت او مقبولیت لري نو الله دي نه کوي که دلته اسلامي امارت ته دهغو کسانو له لوري جنجال جوړیږي څو ک چي ځانونه په تاسوپوري تړلي بو لي نو په دي سره به دټو لي نړۍ مسلمانان له تاسو نه خپه شي .
    ۸ ــ داچي دنړۍ په بېلابېلو برخو کې اسلامي تنظیمونو او شخصیتو نو په ډېرو سختو شرایطو کې ډېري زیاتي قربانۍ ورګړي اوهرڅوک په خپل ځای کې څه ناڅه لاس ته راوړني لري،نظم لري،اوپیروان لري اودا هر څه یې په خورا ډېرو تکالیفواوقربانیو تر لاسه کړي دي نوتاسوته مومشوره داده چي دنړۍ په هیڅ برخه کې اسلامي حرکتونو ته داسي شرایط رامنځ ته نکړئ چي خدای مه کړه دهغوئ خدمتونه متا ثره شي ،نظم یې خراب شي ،اوپه خپل منځي اختلاف کې شکیل شي اوبلاخره دکارونو دطرز په اختلاف سره یا دنظر په اختلاف سره خبره تر وینو تو یولو ورسیږي الله دي موږ او تاسو ټول له داسي حالت نه وساتي،تاسي باوروکړئ چي داډول حرکات ستاسوفعالیت او ستاسو شهرت ته نه جبرا نیدونکی زیان رسوي ،د مسلمانانو خصوصا مجاهدینو او صالحو کسانو د شهادت سبب ګرځي، دشهیدانو وارثان مايوسه کوي او دښمنانو ته دبېلابېلو حربو د استعمال موقع په لاس ورکوي.
    ۹ ــ تاسو ته بهتره معلو مه ده چي په افغانستان كې په تیرو څه كم څلو رو لیسزو كې ډیري زیاتي ګډوډۍ،قومي ،سمتي او تنظیمي دښمنۍ ،دكفري قوتونو مسلسلي مداخلې او نوري نا خوالي تیري شوي دي چي او س هم ډیر خلك شته چي هم هغه عقدي او دښمنۍ پالي له همدي امله دلته په افغانستان كې ډیر ځله داسي كسان دمجاهدینو په لباس كې را پورته شول چي مقدس جهاد بد نام كړي ،خودا چي له یوي خوا دالله تعالی نصرت له مجاهدینو سره مل و او له بلي خوا داسلامي امارت مسئولین ددې خاوري له ټولو وګړو سره بلد او دجهاد پخي تجربي لري نو هغه كسان ژر پيژندلای او له صحني ایستلای شي څوك چي جهاد بدنامول غواړي اوله دې جنجاله تراوسه پوري الله تعالی ډیر ښه ساتلي یو، الله دي نه كوي الله دي نه كوي چي دغه بدمخي اوغرضي كسان ستاسودلیري والي او په افغانستان كې دهغوی له نا بلدتیا څخه ستاسو په نامه ناوړه استفاده ونه كړي ،نوځكه موږ بیا هم ډیر ټینګار كوو چي دي خطر ته تاسو لازیات متوجه شی ترڅودلته داسلامي امارت له موجوده تشكیلاتو دباندي بل صف اجادنشي . څرنګه چې جهاد خپل هدف (اعلاء كلمة الله) ته رسول د ټولو مسلمانانو خصوصا د مجاهدینو شرعي فريضه ده، نو تاسو هم باید دخپل دیني مكلفیت له مخې د اسلامي امارت له وروڼو سره دهغوی د وحدت او قوي ساتلو په كار كې مرسته وكړي، نه داچې خدای مه كړه له لری ځای څخه داسې تصامیم ونیسي چې هغه دلته د مجاهدینو دمشرانو، دیني عالمانو او په زرهاوو صالحو مجاهدینو د خپګان او له تاسوڅخه دهغوی د مينې او اخلاص د له منځه تلو سبب وګرځي او اسلامي امارت دلته په څه کم څلورو لسیزو کې ددوه میلیونه مبارکو شهیدانو دپاکو ارمانونودساتلو په موخه دخپلو لاس ته راوړنو نه ددفاع په خاطر په عکس العمل لاس پوري کړي .
    و صلّى الله على نبيّنا محمد وعلی آله و صحبه أجمعين.
    و السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
    دافغانستان داسلامي امارت نایب اودرهبري شوری سرپرست
    الحاج ملا اختر محمد منصور
    ۲۹/۸/۱۴۳۶هـ ق
    ۲۶/۳/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/6/16م

  4. بعضی خبریی صحیح دی او بعضی یی غلطی دی. بله عجیبه خبره یی داده هغه مبارک شهیدان چی دوی به وینو باندی الله تعالی سره کافر د اګران افغانستان نه شرمیدلی وویستل هغه هم د امارت لاسته راوړنه یی خودلی ده، حال داچی په هغی وخت کی د امارت نوم هم نه وه. افغانانو اول په تس لاس دد سره کافرو سره جهاد شروع کړی وه او بیا وروسته ورته غنیمتونه راغلل او جهاد نور هم قوی شو. هرچا دغه لیک لیکلی وی باید اول یی د ا فغانستان د سپیځلی جهاد په باره کی صحیح معلومات ترلاسه کړي وای او بیا یی دا لیک لیکلی وه. بله خبره داد چی ځان یی ۱۰۰٪ کی اسلامی ښودلی حالانکه حقیقت ددینه ډیر مختلف ده.

    1. ورور جانه هڅی سر مه پری خوږوه. د داعش اصلی هدف د پاکستان اټم بم ترلاسه کول دی که په زوره وی که به رضا، پاکستان دا ګوډاګی ټالیبان هڅی لکه خپل سپی ساتلی چی هر کله یی افغانستان سره نښته وشی نو دوی رامخکی کوی. دا خط هم د آی ایس آی لخوا لیکل شوی نوری پسی ګرځه مه. انشالله کامیابی به د داعش د مجاهدینو وی چی د پاکستان کفری نظام را وپرځوی او په ځای یی څلور نو اسلامی هیوادونه جوړ کړی انشالله.

  5. دومره کمزوری خو یی هم نده لیکلای لکه سقیم صاحب چی جلوه ورکړیده. زه یی وډار کړم ما ویل که خداینخواسته په ریښتیا هم د افغانانو نوم یی بد کړ. یو څه زیات نرمښت په کی شته ده خو ددوه هم نوعه او هم هدفه ګروپونو ترمنځ هغه هم اولنی مکالمه باید همدومره په ادب ترسره شی. که احیانا هغه څه ترلاسه نه شول کوم چی د لیک هدف وه نو بیا ګمان کوم چی لږ ترشی به هم په کی راشی. دا د پټي سر ده پټی وروسته سورور ده.

  6. So is this how ISI fights now? ISI sabotaged the Taliban so USA created ISIS to eliminate the Taliban and this will happen InShaAllah and Pakistan will be cornered. Now let ISIS fight ISI!

ځواب ورکول Totakhil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *