نور محمد سعید

د کمپیوټر پر پرده د ایکسپلورر کړکۍ وځلیده.

 نجلۍ ماوس ته لاس وروغځاوه.

 فېسبوک کې د نوي پیغام اشاره وه.

 له کلیک سره پرانیستل شو. لیکلي وو:

باتور: سلامونه، باتور یم، څنګه یاست سپوژمۍ جانې، مور، پلار، وروڼه خوېندې او همکاران ښه دي؟

سپوږمۍ څنګل پر میز کېښوده، پر تندي یې ګوتې تېرې کړې، نوم یې نا اشنا دی، خو زما فېسبوکې نوم هیله دی او ده ته مې اصلي نوم هم معلوم دی، څوک به وي؟

د ډېرو پېژاندو کسانو څېرې یې ذهن کې وګرځېدې، خو باتور نومی یې یاد نه شو.

چې ناکامه شوه، د پیغام کړکۍ کې یې ولیکل:

هیله: وعلیکم، تاسې څوک؟

باتور: زه یو خواخوږی، مه ډارېږه، هېکر نه یم، له ایمېله مو د سروې اسناد نه غلا کوم.

سپوږمۍ رښتیا وډاره شوه.

داسې څوک دی، چې د دفتري کار په باره کې یې هم معلومات لري، چې د مختلفو ادارو لپاره سروې کوي.

حتماً څوک نژدې کس دی، خو له دې پېچلو خبرو یې مقصد څه دی؟

د پیغام کړکۍ کې بیا ولیکل شول:

هیله: څه غواړئ؟

باتور: واده راسره وکړه.

د سپوږمۍ ذهن کې د خطر زنګ وکړنګېد، ساده فېسبوکي ګپ نه معلومېږي، یو څوک دی، چې خپل مخ یې پټ کړی او زما باره کې له هر څه خبر دی.

پیغام کړکۍ کې بیا ولیکل شول.

هیله: ته شرمېږې نه، چې په مستعار نوم د نورو خوېندې لوڼه توهینوې، که خور ته دې څوک داسې ولیکي، څه به کوې؟

باتور: خور نه لرم، خو لوڼه مې شته او که زما غوندې څوک شریف سړی ورته د نکاح کولو وړاندیز وکړي، رښتیا درته وایم خوشحالېږم.

هیله: ته چې لوڼه لرې او بیا هم غواړې د فېسبوک له لارې له یوې پیغلې نجلۍ د واده کولو لپاره اقرار واورې، نو ستا اخلاق به له دې وروسته خاوري سم شي، ورک شه، شرمېدلیه.

باتور: که مقصد مې ساعت تېری وای، درته به مې ویلي و، چې ۱۸ کلن ځوان یم، خو زه جدي یم او هو رښتیا بښنه غواړم، سپوږمۍ جانې زما له حسابه ستا عمر هم د پیغلتوب له حده پنځلس، شپاړلس کاله زیات دی.

هیله: دا په تا پورې اړه نه لري، ته د خپلو لوڼو ودولو ته فکر وکړه.

باتور: ښه وایې، خو دا جلا موضوع ده او زما ورته پام دی، خو د اوس لپاره زما او ستا موضوع باید داوي، چې وروڼه دې شریف کسان دي، خو خپلو غمونو پر سر اخیستي.

مور پلار سره دې د یوې روپۍ مرسته هم نه کوي او نه یې کولای شي.

مور پلار د عمر په هغه برخه کې دي، چې ستا د واده له اندېښنې زیات ورسره ستا د تنخوا اخیستو ورځې ژر نه راتلو اندېښمنه مله وي، څه فکر کوې، داسې حالت او خپل عمر ته په کتو به دې ښار کې څوک وي، ��ې ستا د راتلونکي اندېښنه به یې خوب ته نه پرېږدي؟

هیله: ته غواړې ما ته ووایې، چې زه اوبو راوړې یم او ته باید پر ما احسان وکړې، هغه هم داسې چې مخ دې رانه پټ کړی، د لیونو ګومان دې راباندې کړی؟

باتور: د مخ پټولو پېغور مه راکوه. دا کوم داسې کار نه دی، چې زه یې نه شم کولای، مخ به مې هم ووینې او له فیسبوکه بهر به دې کور ته مرکه هم ولېږم، انکار او اقرار هم پر فېسبوک درنه نه غواړم، خو له هغه ټول درناوي سره چې درته یې لرم، درنه هیله کوم، چې احساساتي کېږه مه، بلکې په دې باره کې ښه ډېر غور وکړه.

سپوږمۍ تر ډېره د کمپیوټر مخې ته ګوله شوله ناسته وه، ذهن کې یې د یوه توپان څپې اوښتې را اوښتې، چې بالاخره ورنه هېڅ جوړه نه شوه، بې ارادې پاڅېده او د دفتر رییس کوټې ته ورغله.

رییس صاحب جمال ورته د عینکو تر شا په غور وکتل او بیا په خپل کار بوخت شو.

سپوږمۍ کېناسته، بې خیاله يې کړکۍ ته کتل، چې د رییس غږ یې واورېد:

څه مو ویل سپوږمۍ جانې؟

سپوږمۍ په وارخطایۍ ټیکری پر سر راکاږه، رییس ته یې وکتل، چې ورته متوجه و، توري ورنه ورک شول:

نه، هسې، رییس صیب، ما. زه…

رییس موسکی شو، شېبه غلی و، بیا یې سترګې د سپوږمۍ سترګو ته ونیوې، سوکه یې وویل:

مه ډارېږه، هېکر نه یم ایمېلونه دې نه غلا کوم!

پر سپوږمۍ لکه ډک ګړی سړې اوبه واښتې، د خولې پټول ورنه هېر شوو، مخامخ ناست رییس ته یې حیران کتل، چې له پنځه پنځوسو یې هم عمر اوښتی و.

اته، لس اولادونه يې درلودل او اوس يې غوښتل له خپله حیثیته او شتمنې ګټه واخلي، له دې سره په واده کولو د پاتې ژوند له شیبو هم خوند واخلي.

ځان ورته ډېر سپک ښکاره شو.

غوښتل یې، مخامخ منډه واخلي، خو شېبه نه وه، تېره، چې ډېر څه یې ذهن کې وګرځېدل.

دفتر کې د دندې موندلو په لومړۍ ورځ د مور او پلار په سترګو کې د خوښۍ اوښکې، د تېرو څلورو کلونو مودې کې د رییس نرم چلند، له هرو شپږو میاشتو وروسته د معاش ډېرېدل او بیا له کار موندنې مخکې د تعلیم حاصلولو او د مور پلار لپاره د ګټندوی زوی ځای نیولو په پلمه د بې شمېره مرکو ردول او اوس هر ګهیځ دفتر ته له تلو مخکې د سر له وېښتو د سپینو تارونو لرې کول، خو له څه ویلو مخکې پرې رییس وار ړومبی کړ:

ګوره سپوږمۍ جانې، داسې فکر و نه کړې، چې زه ستا له مجبوري کومه ناروا ګټه اخلم، دا یوازې یو وړاندیز دی، منل نه منل یې ستا کار دی، که انکار وکړې هم دا دفتر دې خپل دی، که ځواب دې هو وي، هغه ټول امکانات او درناوی درکوم، چې خپلې بلې مېرمنې ته مې ورکړي.

خو شرط مې پکې یوازې یو دی او هغه دا چې زما بله مېرمن باید زما او ستا له واده خبره نه شي.

2 thoughts on “یوازینی شرط/ نورمحمد سعید”
  1. ګران سعید صاحب
    ښکلې او په زړه پورې کیسه دې لیکلې، د نن زمانې خبره ده. کيسه مې خوښه شوه، خو اشنا که امکان يې وي، هغې برخې ته یو ځل کتنه وکړه چې دا جنۍ د رييس دفتر ته ننوځي. ولې؟ یوه کرښه قدر يې یو شی باید ولیکې.
    نور نو ښه راټوله او خوندوره کيسه وه مبارک دې.
    صدیق الله بدر

  2. که ځواب دې هو وي، هغه ټول امکانات او درناوی درکوم، چې خپلې بلې مېرمنې ته مې ورکړي

    خو شرط مې پکې یوازې یو دی او هغه دا چې زما بله مېرمن باید زما او ستا له واده خبره نه شي.

    خوندوره کیسه
    بلې مېرمنې ته یې درناوی او ټول امکانات او یوازینی شرط یې په زړه پورې تناقض دی

ځواب ورکول صدیق الله بدر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *