تاند- پاکستان له ډېرو کلونو راهیسي د یو شمېر لوېدیځو چارواکو، کارپوهانو او افغان چارواکو له لوري د سختدریځو په ملاتړ او هغو ته د پناهځایونو په ورکولو تورن کېږي.

مشهور امریکايي شناند فرید ذکریا په یوه تازه تحلیلي ل��کنه کې، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپره کړې ده، ویلي، په افغانستان کې وروستۍ حملې- د کندوز له سقوطه رانیولې پر روغتون د امریکا تر بمبارۍ پوري- یو ځل یوه پوښتنه راپورته کوي او هغه دا چې ولي په افغانستان کې له ۱۴ کلونو وروسته د امریکا هلې ځلې لا هم نیمګړې دي؟

دی د خپلې پوښتنې په ځواب کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر اساس وايي چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور تر ډېره په کوټې ښار کې اوسي چې یو شمېر نور طالب مشران هم پکې دېره دي.

د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر هم په کراچۍ کې اوسېده او دا هم له چا پټه نه ده چې اسامه بن لادن ډېر کلونه په ایبټ اباد کې اوسېده چې دا درې واړه ښارونه په پاکستان کې دي.

ښاغلی ذکریا وايي، تر څو چې په پاکستان کې د تروریستانو د ملاتړ او تمویل مرکزونه له منځه نه وي تللي، امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره خپلو هدف ته نه شي رسېدای.

فرید ذکریا، چې پر نړیوالو مسلو لیکنې کوي او د سي این این د سیاسي خپرونو وړاندې کوونکی دی، باور لري چې د افغانستان مسله د دې حقیقت له منلو پرته حل کېدای نه شي چې د افغانستان د حکومت پر ضد جګړه د دغه هیواد په ګاونډي هیواد کې د یوه خورا غښتلي پوځ له لوري تنظیم، رهبري او تمویل کېږي.

ذکریا وايي، غالباً به د امریکا چارواکي یا له حکومته دباندې ځیني کسان په دې پوهېږي خو هیڅوک نه پوهېږي چې په دې برخه کې څه وکړي. خو تر څو چې د دې ستونزې مخه نه وي نیول شوې طالبان به هیڅکله هم ونه ځپل شي ځکه چې دا پخوانۍ مقوله ده چې هیڅ بلوا ضد جګړه تر هغو نه شي بریالۍ کېدای چې یاغیان پناهځای ولري خو د افغانستان په مورد کې یاغیان یو اتومي قدرت لرونکی ملاتړی لري.

پاکستان دا ډول تورونه تل رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید د جمعې په ورځ وویل چې اسلام اباد تروریستانو ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان خاوره د کوم ګاونډي هیواد پرضد وکاروي.

فرید ذکریا وايي پاکستان دا چل او مهارت زده دی چې عملاً د امریکا د وژونکو دښمنانو ملاتړ وکړي خو په ظاهره ځان د امریکا مرستندوی وښيي.

د ده په نظر له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا هڅو وښودله چې په حقیقت کې امریکا له اراوو سره خبرې کولې. د طالبانو مشر دوه کاله پخوا مړ شوی و خو پاکستاني چارواکو داسي ښودله چې د طالبانو له مشر سره د خبرو زمینه برابروي.

ولي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي؟

فرید ذکریا د دې پوښتنې ځواب په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني له قوله ورکوي، حقاني په خپل کتاب (Magnificent Delusions) کې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ عواملو ته په اشارې ویلي چې که حالات په طبیعي ډول پرېښودل شي (یعني پاکستان مداخله ونه کړي)، افغانستان د هند لور ته نژدې کېږي، چې په نیم قاره کې تر ټولو غښتلی هیواد دی.

د حقاني په نطر د پاکستان پوځ په همدې خاطر دې باور ته رسېدلی چې په افغانستان کې د مذهبي لېوالتیا د ترویج له لارې لاسبری کېدای شي. د افغانستان ټول روشنفکران او ملتپالان پاکستان ته د شک په سترګه ګوري نو یوازې مدهبي ایدیالوژي پاکستان ته په افغانستان کې د نفوذ لار پرانیزي.

حسین حقاني وايي چې دا ستراتیژي نوې نه ده بلکې په ۱۹۷۰ یمه لسیزه کې مخکې تر دې چې شوروي پوځ پر افغانستان یرغل وکړي، اسلام اباد په افغانستان کې د مذهبي ډلو په جوړولو پیل کړی و.

امریکا باید څه وکړي؟

د سیاسي چارو شناند فرید ذکریا پوښتنه کوي چې د پاکستان د دې ستراتیژۍ په وړاندې امریکا باید څه وکړي؟

دی په ځواب کې وايي چې امریکا باید لومړی وګوري چې حقیقت څه دی، باید د پاکستان د پوځ په وړاندې خورا کلک دریځ غوره کړي او دا په زغرده ورته ووايي چې دوه مخي پالیسي بس کړي. دا کار به نه یوازې د افغانستان د ثبات لپاره ښه وي بلکې د پاکستان په خیر به هم وي.

فرید ذکریا وايي چې پاکستان د نړۍ بې رحمو تروریستانو سره نژدې اړیکې پالي. د ځینو اټکلونو له مخې د دغه هیواد پوځ د هیواد د ټول عاید په سلو کې ۲۶ مالیه په ځان مصرفوي، حال دا چې د دغه هیواد پنځه نیم ملیونه ماشومان ښوونځي نه لري. نو ترڅو چې د دغه پوځ او د هغه طرز فکر بدل شوی او اصلاح شوی نه وي، د امریکا متحد ایالتونه به، چې له سیمې ځواکونه باسي، له ستراتیژیکې ماتې سره مخامخ شي.

5 thoughts on “واشنګټن پوسټ: د افغانستان د معما د حل کیلي پاکستان دی”
  1. موږ څو کاله مخکی داویل چه دپاکستان پوځ په افغانستان کی بی شرمانه مداخله کوی چه افغانی مشران یی مخه په هر قیمت چه وای بایدنیوالای وای , اوس چه حالات دپخوا په پرتله ډیره خراپه شوی نو افغانی مشرانو ته په کار ده چه خپل دمتحدینو څخه په وغواړی چه دپاکستان دپوځ په مقابل کی په کلکه ودریږی,,!! او دپاکستان عوام ته زه دیوه دردیدلی افغان په صفت دا وایم چه دافغانستان عوام ستاسو سره هیڅ مشکل نلری فقط مشکل ستاسو پوځ دی , چه ددو مسلمانو ملتونو په منځ کی لویه دښمنی رامنځته کړی, زه ستاسو پاکستانی مسلمان عوام څخه, خواهش کوم چه څومره ستاسو په وسه کیږی خپل پوځ څخه په کلکه وغواړی چه نور خپل مداخلات په افغانستان کی بند کړی, تر څو ددواړو مسلمانو مملکتونو خلګ په صلحه او ارامی کی ژوند وکړی.مننه

  2. د محترم فرید ذکریا نه مننه چی وروسته تر ۱۳ کالو یی دی ته را پام شوی چی د افغانستان مسله تر هغی نه شی همواریدلی تر څو چی د پاکستان د پوځ لاسونه د ترورستان له ملاتړ څخه لاس وانخلی او همدارنګه به امریکا هم تر هغو ترورستو ډلو ته په ماتی ورکولو کی بریالی نه شی ترڅو د پاکستان د پوځ لاسونه د ترهګرو له کومک رسولو نه را لنډ نکړی. اصلی پو ښتنه داده چی ایا جناب ذکریا صاحب د یوه پاخه ژورنالست او تکړه سیاسی شنونکی په توکه د دی سره موافقه لری چی د امریکا د متحده ایالاتو حکومت او د دی هیواد د استخباراتو اداره سی آی ای په رښتونی غواړی چی د افغانستان غمیزه پای ته ورسوی او تروریزم د دنیا له مخی ورک کړی ؟ ایا جناب ذکریا صاخب په دی باورلری چی د پاکستان څارګره اداره آی اس آی د متحده ایالاتو له موافقی پرته د ترورستی ډلو حمایه کوی ؟او که دا سمه وی نو امریکا تر اوسه پوری بی له دی چی وپوهیږی ۳۱ بیلیونه ډالر د تروریزم سره د مبارزی په منظور پاکستان ته ولی ورکړی او د امریکا د تکس ورکونکو د ا پیسی بی له محاسبی څخه چیرته په مصرف رسیدلی دی ؟ زما په اند جناب ذکریا صاحب له مونږ ټولو نه په دی ښه پوهیږی چی د تروریزم حمایه او حتی د هغی را پیدا کیدنه یواځی د پاکستان پروژه نه ده ، بلکی د امریکا په مشری یوه غربی پروژه ده چی د اسلامی نړی د تسلیم د پاره پیدا شوی او جوړه شویده او د پاکستان او اسرایلو په څیر د امریکا د نیکه یعنی انګریز په لاس جوړ شوی دولتونه او تش په نامه بی شعوره مسلمانان ورنه د امریکا د نړیوال یواځنی قوت د جوړیدو د پاره کار اخلی. دا دولتونه او دا ساده ګان مسلمانان تش خپله ورځ تیروی او ډالر تر لاسه کوی . ذکریا وروره په امریکا غږ وکړه که د تروریزم د ملاتړ نه د امریکا او د هغه د نړیولو ملګرو لا سونه لنډ شول او د دوی مرستی ور باندی ودریدی نو د یوه کال په موده کی به د اسلام د دین له لمنی . نه دا نا مقدس نوم یعنی تروریزم ورک او د افغانستان مسله به هم حتمه شیی. وسلام

  3. تول وایی چی په افغانیستان کی روانه جگره د پاکستان په رهبری روانه ده خو زموژ مشران زبون وهلی چی دا چیغه جهان ته وکری او هم د پاکساتن پر ضد اقدامات وکری

  4. په دی د افغانستان بلکی ددنیا ماشومان هم پوهیژی چی په افغانستان کی د ننی او دا 14 کلنی ناخوالی د پاکستان د استغبارات او دپاکستان پوجی هلی زلی دی او داسلام پالی د دلی په نوم د داسی یوی تروریستانو دلی اریکی لری چی په افغانستان کی به هیس کله هم جنگ ختم نه شی
    مگر پوشتنه داده چی آیا په دی امریکا اودمتحدان یی نه پوهیژی چی دا دومره قوی او ظالم تروریستان له کومه رایه او د چا له طرفه تمولیژی؟
    تولوته معلومه ده چی پاکستان هغه دالر چی د امریکا سخه یی په کال کی ترلاسه کوی دا تولی پیسی د پاکستان له لوری په افغانستان کی ددی ترورستان په تمویل کی مصرفیژی چی په نتیجه کی یی روزانه افغانان وژل کیژی

  5. دا ډیره واضع خبره ده چې دافغانستان جګړه د پاکستان له خوا رهبري کیږې خو د هغه مالي لګښت د پاکستان د وسي ندۍ ددی تر شاه امریکا هم ولاړه ده چې د تروریستانو مالي لګښتونه د امریکا او دهغي د متحدینو لو خوا تمویلیږې.

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *