تاند، سه شنبه، د جدي ۱۷مه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د اوربند پر هڅو او له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو پر موضوع ليکنه کې ویلي، په افغانستان کې دېره شاوخوا ١٤٠٠٠ امريکايي سرتېري ونه‌توانېدل د کرسمس او د نوي ميلادي کال د جشن پر مهال د خپلو کورنيو له غړو سره يوځاى يوه مېز ته کېني.

ورځپاڼه ليکي، دغه سرتېري ښايي وکړاى شي په راروانه ډسمبر مياشت کې له خپلو کورنيو سره يوځاى شي، خو که امريکا وتوانېږي دوى د افغانستان له ناګټل شوې جګړې کورونو ته ستانه کړي.د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور، په افغانستان کې اوسنى وضعيت هيله بخښونکى نه‌دى.

په خپاره شوي مطلب کې وړاندې راغلي، د طالبانو شورا يوه اونۍ مخکې په افغانستان کې له اوربند سره موافقه وکړه چې د سولې مذاکراتو ته لار پرانيزي، خو د طالبانو رهبرۍ تر اوسه له دغه اوربند سره موافقه نه‌ده کړې او داسې نه‌ښکاري چې دغه ډله دې له سولې سره دومره لېوالتيا ولري.

د دغه مطلب لیکوال د استدلال په توګه د افغانستان په شمال کې يوې وروستۍ حملې ته اشاره کړې چې په نتيجه کې يې ١٧ دولتي پوځيان ووژل شول. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکوال زياتوي، ځکه نو له طالبانو د صادقانه سولې تمه داسې ده لکه په سوځنده دښته کې د باران تمه.

One thought on “واشنګټن پوسټ: د افغانستان روان وضعیت هیله بخښونکی نه دی”
  1. TALIBS ARE UNTRUSTED GANG/THEY HAVE THE ONLY CULTURE OF GUNS EXPERIENCES.
    THEY JUST LIKE TO KILL PEOPLES AND DESTROYED ESTABLISHMENT,
    I BELIEVE IN THE FEATURE SECURITY WILL BECOME MORE WORSE.
    NOW PAKISTAN&IRAN WILL PREPARE WAR SUPPLIES FOR TALIBS.
    THANK YOU

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *