تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نن په یوه راپور کې ویلي، ځینو نفوذ لرونکو سیاستوالو چې د افغانستان د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې یې ځانونه کاندیدان کړي وو، دا منلې چې انتخابات یې بایللي دي خو عملاً یې واک زیات شوی دی.

ورځپاڼه وايي، داسي ښکاري چې انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ دوهم پړاو ته وغځېږي خو شپږ نور کاندیدان به، چې ماته یې منلې ده، پرېکړه وکړي چې د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ کوم یو ولسمشر شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، غني او عبدالله په کابل کې هلې ځلې پیل کړي چې د شپږو کاندیدانو ملاتړ ترلاسه کړي.

ورځپاڼې لیکلي، د مجاهدینو پخواني مشر عبدالرب رسول سیاف وویل:«دوی غوښتنه کوي او موږ پرېکړه کوو.»

ورځپاڼه وايي چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو په صورت کې ښايي څو څو اوونۍ وخت ته اړتیا وي چې د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ ټاکنې وشي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي هم وايي چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو په صورت کې ممکن نه ده چې نوی ولسمشر له قانون سره سم د جوزا په لومړۍ نېټه د لوړې مراسم په ځای کړي.

د انتخاباتو د کمیسیون له مهالوېش سره سم نهايي پایلې د ثور په ۲۶ اعلانېږي او کمیسیون نه شي کولی چې په یوه اوونۍ کې دوهم ځلي انتخابات ترسره کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، په ظاهره او په عام محضر کې ټول اته کاندیدان وايي چې که د درغلۍ رایې لېري شي انتخابات یې ګټلي دي، خو چې له خلکو لېري وي بیا مني چې بایلونکي دي او اصلي سیالي د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ ده او اوس هغه وخت دی چې په ټولنه کې له مضر سیاسي درزه پرته د یو لوري ملاتړ وکړي.

د زلمي رسول د کمپاین یوه مهم غړي وویل:«دا به ډېره مهمه وي چې موږ د چا د ملاتړ پرېکړه کوو.»

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، دا پرېکړې د ايتلاف د جوړولو لپاره د هغو پراخو هلوځلو برخه دي چې د انتخاباتو مسله به تر دوهم پړاو مخکې یا وروسته په سوله ییز ډول حل کړي.»

ورځپاڼه د ځینو افغان چارواکو په قول وايي چې ښايي اشرف غني احمدزی یا عبدالله عبدالله د دوهم پړاو تر انتخاباتو مخکې په حکومت کې د مهمې چوکۍ په بدل کې د یو بل په ګټه تېر شي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، ځینو کتونکو ویلي چې ممکن د هغه کاندید لپاره چې له دوهم پړاو انتخاباتو تېرېږي د صدارت یا صدراعظمۍ چوکۍ جوړه شي.

عبدالرب رسول سیاف وايي:«که مو د دوی موافقه ترلاسه کړه نو له دوهم پړاو انتخاباتو به ډډه وکړو، خو که دوهم پړاو انتخابات وشول، بیا نو هرچا چې وګټل هغه به چلوونکی وي او موږ ټول به د بس سپرلي یوو.»

تراوسه پوري غني او عبدالله په ښکاره ویلي چې تیار دي چې دوهم پړاو ته لاړ شي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې ښه دا ده چې له دوهم پړاو انتخاباتو ډډه وشي ځکه چې ښايي په انتخاباتو کې تاوتریخوالی وشي.

د سیاف له لوري یو بل وړاندیز دا دی چې غني او عبدالله دې په لیکلي ډول موافقه وکړي چې که هرچا په دوهم پړاو انتخاباتو کې وبایلله له ګټونکي سره به په حکومت کې ملګری کېږي څو کړکېچ رامنځته نه شي.

د سیاف په وینا ايتلاف به دا ډاډ رامنځته کړي چې حکومت د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او که داسي ونه شي حالات به خراب شي.

4 thoughts on “واشنګټن پوسټ: شپږ بایلونکي کاندیدان د افغانستان راتلونکی ولسمشر ټاکي”
  1. سیاف صيب سند غواړي چې دويم ځل ټاکنو کې دې ملاماتي کانديد ته د دولت لویه څوکۍ تضمين شي ، واه واه سیاف صيب ، دامو ليدلي چې سترو سیاستوالو چې کله خپله ناکامي اوریدلې سمدلاسه ېې مقابل لورې ته مبارکي ویلې ده خو د ناکامۍ تر مخه ېې د چوکۍ قواله نده غوښتې

  2. دملت اراده اوس دپاټکیانو اومفسدیوګروګان ده. دملت قاطع اکثریت اشرف غني ته رایه ورکړې اوپه قدرت اوغارت دمینانو دواکه په ګوښه کيدوزړه نه کېږي.

  3. محترم داكتر صاحب اشرف غني زه تا نه بيزنم أوته ما نه بيزني مكر ستا دبوهي او علميت شخصيت هر جا ته تامعرفي كوي. بل داجه دجنرال اكبر احمدزي ،او دخداي بخشلي خان كر وخيل احمدزي له لاري زه تا شه بيزنم. زما احترامانه خواهش او هيله شخصاء له تا محترم خخه داده دملايانو،او جادو كرانو تر تأثير لأندي رانشي نه خان وشرموي نه هغه غيرت مند أفغانان جه ستا ملا ءي وتره له ، معاملي. به نه كوي به. معاملو كي دوطن تباهي ده سياف او عبدالله هغه خيري دي جه دكابل شهر به ويرا نه تبديل كر او. ( د٦٠. تر. ٨٠. زره ) دكابل شهريان ءي ترخاورو لأندي كره خبل خان مه بدنا مه وه

    لأندي متل شه به غوزو وأروه. .

    جه بيدا ،شوي ،تا زرل ، خلكو خندا كره. ———— داسي مر شه جه ته خاندي ،او خلك زار
    جلالزوي

  4. افغانانو د طالبانو او د طلبانو تر نامه لاندی امنیتی ګواښونو برسیره خپل د خوښې کاندید ته رایې ورکړې. په ځینو سیمو کي خلکوڅو ساعتونو دپاره انتظار وایستی چي خپلې رایې ور کړی دا انتخاباتو په ورځ د سلو اافغانانوپه وژلو بسیره له سلو نفرو زیات افغانان زخمیان شول په میلیونو ډالر مصرف وشو تر څو د خلکو د خوشی نوماند وټکل شی افغانانو د تر هګری او دموکراسی ترمنځ خپل انتخاب کړی نور نو دا ناکام کاندیدان چه یو تعداد یی د زاړه دولت ناکامی پرزی دی نوی منتخب دولت او حکومت ته مزاحمت ونکړی خیر ده د خلکو ارادی او راییه ته احترام ولری که څه هم د بس سپرلی یاست د ملت سره یو ځای اوسیدل عیب نده .د

  5. ای د ګرا ن افغا نستان غم ځپلو او سید و نکو ورو نو

    دا ټو له معا مله د مصلحتی حکو مت نتیجه ده او ایجا دو نکی یی مړویسی کرزی دی که ده قا طع در یځ در لو دلای دا مشکل چی ما فیایی کړی یی اوا زه کوی او س به نه وای دا چی دا مشکلات د مصلحتی حکو مت نتیجه ده نو زمو نږ د ښا غلی غنی څخه هیله داده چی مصلحتی حکو مت یعنی زنا نه یی حکو مت کول په هیڅ صورت ونه منی ملت هری قر با نی ته تیار ده زه په وا لله با الله صمت الله چی قا ضی سړی ته دغسی قسم ورکوی نه د غنی کمپا ینر یم او نه می ورسره قومی تعلق شته او نه می د چا سره کتلی خو صرف پدی خا طر چی دا وطن به تر څو پوری ددی حجر تی قا تیلانو د لا سه کړیږی تصمیم نیولی او هری قر با نی ته ددی ملت د خلاصون په خاطر اماده یم بیا وایم ژه د کابل جلال اباد په لویه لار کی اوسیږم د غنی غږ او زما ټو پک په غاړه که دا لار زما نه چا به هفتو هفتو خلاصه کړه زه انشا له زمه وار یم د لا ری بندول نه د ملت لپاره د مشکلاتو ایجادول بلکه لاره د حجرتی قا تیلانو پر مخ بندول

  6. په دوهمه دوره دانتخاباتوکی ډاکټراشرف غنی ګټونکی دی ځکه چی په دی شوو انتخاباتوکی دپښتنونو رای ویشل شوی اوتقسیم شوی دی که دغه شپږنور کاندیدان چه هرکاندید څخه ملاتړاعلان کړی نوبیاهم رای دپښتون اولس په لاس دی او پښتون کاندیدته به یی ورکوی یعنی اشرف غنی ته

  7. له آدمه تر دې دمه د حق او باطل جګړه روانه ده، پښتنو ته په کار دي چې د ټاکنو د دویم ځلي تر سره کېدو په صورت کې په ټول قوت د درغلیو مخه ونیسي او دا هله کېدای شي چې د روڼوالي په لارو چارو فکر وشي او ګڼ شمېر پښتانه د څارونکو/ناظرانو دندې ته خپل څه وخت ورکړي. که داسې و نه شي نو پښتانه به بیا پخپل کور کې د پخوا په څېر له خپلې ژبې او نورو حقونو بې برخې وي. د افغانانو د بري په هیله

  8. دا جګړه ماران په یونه یوډول غواړی دسالمی ولسواکی مخه ډب کړی، ایا به نوره نړی که هم ایتلاف یوازینی حل لاره ده انتخاباتونه
    وروسته د کرکیچ ده لمنځه وړلو لپاره ده؟ او که بله لاره هم شته بایلونکی باید دخلکو ده رایه یی احترام وکړی او خپله ماته په مصالحت آمیزه دول سره ومنی. دغه میکانیزم په تیر انتخاباتو کی مناسب وو او په دی انتخاباتو کی نه دی؟ که هسی کرزی، سیاف او نور ملت دشمنه کړی غواړی خپل ځان او خپل مجرم ټوپکیانوته دملت د لانورو وینو ځبیښلو موقع ورپه لاس کړی.

    په درناوی مسافر

  9. ډاکتر محمد اشرف غني ته
    له دې غلو او داړه مارانو مه ډاريږه دا هغه غله او داړه ماران دي چې دا ملت يې ښه پيژني ملت له تا سو درانه ملي مشر سره ولاړ دى _ دويم راونډ انتخاباتو ته ورسره لاړشه په لوى اکثريت سره يې که خداى (ج) کول ګټې ومن الله اتوفيق

ځواب ورکول Abdul Ghafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *