تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې د جنرال عبدالرشید دوستم په اړه یوه لیکنه خپره کړې او په هغې کې یې لومړی په ۲۰۰۱ کې له امریکایانو سره د طالبانو د رژیم په پرزولو کې د نوموړي رول او همکارۍ ته اشاره کړې او بیا یې له دوستم سره د امریکایانو د اړیکو د خرابېدو یادونه کړې خو وروسته یې لیکلي چې اوس له کلونو وروسته بیا داسي ښکاري چې جنرال عبدالرشید دوستم ممکن بیا په افغانستان کې مرکزي رول په غاړه واخلي.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې جنرال دوستم د اشرف غني احمدزي په ټکټ کې د مرستیال ولسمشر کاندید دی.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې د جنرال دوستم بیا راتګ به د امریکا د حکومت لپاره، چې په افغانستان کې د باثباته حکومت د جوړولو لپاره یې په ملیاردونو ډالر لګولي دي، ځوروونکی انکشاف وي.
ورځپاڼه وايي چې تر ۲۰۰۹ پوري امریکايي چارواکو له بهر څخه کابل ته د جنرال دوستم د بېرته ستنېدو مخه نیولې وه. په افغانستان کې د امریکا د هماغه وخت سفیر کرل ایکن بیري خبرداری ورکړی و چې د دوستم حضور به په افغانستان کې شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخ کړي.
ورځپاڼه وايي چې له دوستم سره د امریکايي چارواکو د مخالفت ګڼ اسناد او مرکې شته چې یو شمېر یې ویکي لیکس افشا کړي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، اوس امریکايي چارواکي په ښکاره د جنرال دوستم په اړه څه نه وايي ځکه دوی هڅه کوي چې د افغانستان په انتخاباتو کې د کوم لوري پلویتوب یا مخالفت ونه کړي.
اشرف غني ته نژدې کسان وايي چې امریکايي چارواکو ده ته داسي څه نه دي ویلي چې دوستم خپل لومړی مرستیال غوره نه کړي. خو ورځپاڼه دا مسله د دې ښکارندویه بولي چې امریکا د دوستم په اړه له خپل پخواني دریځه تېره شوې ده.
واشنګټن پوسټ وايي ځیني افغانان وېره لري چې که دوستم د لومړي مرستیال چوکۍ ترلاسه کړه نو ممکن بیا خپله ملېشه کابل ته راولي خو دوستم دا خبره ردوي او وايي چې نه ملېشه لري او نه حکومت یا خلکو ته ستونزه پېښوي او که یې دا کار کولی په تېرو ۱۳ کلونو کې به یې څه کړي و.
جنرال دوستم يو باانظباته ، با. دسبلينه ، او قاطع قوماندان دي به جريان. د وظيفه كي أويا مخامخ جنك كي طر فين تلفات ويني او ددي تلا فاتو به هكله دوطن برسي او ملي وحدت به جوكات كي مرد انه وار حاضر او دافغان ملت خخه ءي عفوه وغوشته دا اولين شخص دي جه دا نيك عمل ءي إنجام كره.
ولي به تأسف سره بايد ووايم جه اولسمشري ته. كانديدي خيري. قتل عام خو خه كوي جه انسانانءي زوندي ميخكوب أوتيل داغ كري خوك ءي نوم به خوله نه اخلي دا ولي جه هغه بوري دمجاهد نوم دي .
مكر واقعي مجاهدين هغه دي جه جهاد ءي وكر وطن ءي أزاد كر نور قرار به كور كيناسته به وطن فروشي او دامريكا يأنو به رأ تك كي لأس نلري او ملي وحدت ءي وساته دمقام ، قدرت ، او جوكي به خاطرءي نه قتل عام اونه ءي كابل شهر به ويرانه تبديل كر.
حوشا به حال شان
جلالزوي
جنرال صاحب په ډیر احترام. که په پښتو لیکل کوی نو هیله ده چې سوچه پښتو وکاروی او که دري کاروی نو سوچه دري. هیله کوم خفه نه شئ. خو سره ګډوډوی یې مه. په پښتنه مینه.
زمان جانه مننه .
ستاسي نيوكه به خاي ده مكر هغه خوك جه دبشتو زبي سره بلديت ونه لري دهاغوي بوهول هم به كار دي به ورستنيو. حالاتو كي به ستاسي رهنماءي به فكر كي نيسم بيا هم مننه
جلالزوي
زه د ګران جنرال حبيب الله جلالزوي خبروی تاییدوم او نور څه نه وایم
دغه ورځپاڼه غواړی ذهنیتونه مشوش کړی. که نه جنګسالاران خو مخکی د هر چا امریکا واک ته راوستل کله چي یی په ۲۰۰۱ کی د ایساف د چوکاټ نه بیرون د کولیشن په نوم ځآنګړی ماموریت شروع کړ نو د مارشال صاحب فهیم په شمول یی پاچا خان صاحب ځدران ، حاجی صاحب حضرت علی، مرحوم جاجی زمان ، حاجی صاحب ظاهر قدیر… مصلح کړل او خپلی سری ماموریتونه یی پیل کړ چي د همدی غلتو پالیسیو په وجه د حکومت او خلکو تر منځ فاصلی ایجاد شوی. پدی کی شک نشته چی جنرال صاحب دوستم همدومره مسول دی لکه څومره چي احمد شاه مسعود، مارشال صاحب فهیم، داکتر صاحب عبدالله ، خلیلی صاحب ، حکمتیار صاحب ا و ځینی نور مسول دی. هو کیدای شی چی د امریکایانو اوسنی پلانونه د دوستم د وجود نه د داکتر صاحب عبدالله او خان محمد خان په وجود کی ښه عملی کیږی. نو ځکه دغه ورځپاڼی دی لوری ته توجه کړی.