تاند- د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې ایران د اسلامي دولت یا داعش د زیاتېدونکي نفوذ له وېرې په افغانستان کې له طالبانو سره همکاري زیاته کړې او دې ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي.

ایران په تېرو کلونو کې تر یوه حده د امریکا پر ضد د افغان طالبانو ملاتړ کاوه خو اوس چې یې په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوام په اړه اندېښنه ختمه شوې، د داعش له زیاتېدونکي نفوذه اندېښمن دی.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې ایران اوس افغان طالبانو ته د وسلو او پیسو ورکړه زیاته کړې ده.

د طالبانو یوه قومندان عبدالله وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي:«ایران موږ ته هر څه چې اړتیا ورته ولرو، راکوي.»

دغه قومندان چې ادعا کوي په ایران کې د بند په موده کې د دغه هیواد یوه استخباراتي مامور ورته وویل:«هر څومره پیسې چې ګټيې د هغو دوه هومره معاش به درکړو خو شرط دا دی چې له دوی سره به په افغانستان کې کار کوم.»

عبدالله ادعا کوي چې ایران طالبانو ته د ۸۲ ملي متري هاوانونو، سپکو ماشینګڼو، کلاشینکوفونو، راکټونو، د سړک د غاړې په بمونو کې د کارېدونکو موادو په شان راز راز وسلې ورکوي.

دی وايي چې دا وسلې د ایران او پاکستان له پولو افغانستان ته راوړل کېږي.

ورځپاڼه وايي چې له افغانستانه د امریکا د جنګي ځواکونو له وتلو وروسته دغه هیواد ته د وسلو راوړل اسانه شوي دي.

په وروستیو کې ایران د افغان طالبانو یو پلاوی تهران ته وروباله.

ویل کېږي چې په فراه کې د داعش د غړیو پر ضد د طالبانو په حملو کې ایران مهم رول درلود.

توندلاري شیعه ایران او سختدریځه سني طالبانو، چې په ۱۹۹۸ کې نژدې و چې جګړه وکړي، اوس خپل ایدیالوژیکي یا مذهبي اختلافات هېر کړي او د داعش پر ضد یې لاسونه یو کړي دي.

د افغانستان یوه امنیتي چارواکي وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته وویل:«ایران له طالبانو سره په ګډه د داعش پر ضد مبارزه کوي.»

یوه لوېدیځ دیپلومات، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل:«ایران په دې نه پوهېږي چې د افغانستان راتلونکې په کومه خوا روانه ده، نو دوی قمار وهي او په دې قمار طالبان تقویه کوي.»

2 thoughts on “وال ستریټ: ایران د داعش خلاف طالبانو ته د پیسو او وسلو ورکړه زیاته کړې”
  1. دا داعش خو والله چی سمه بلا ده هلته غرب د امریکا په مشرۍ د داعش په ضد ایتلاف جوړ کړی دلته ایران بیا د طالبانو سره د همدغه بدنامی او نامسلمانی ډلی پر وړاندی یو ځای شوی دی . دا څنګه خبره ده؟
    والستریت بیا د یو لودیځ کارپوهه له خولی لیکی او وایی چی؛؛ ایران نه پوهیږی چی افغانستان په کومه خوا روان دی، ایران قمار وهی او طالبان تقویه کوی .؛؛
    دا څنګه ګډی وډی خبری دی .
    خو موږ په یو څه ښه پوهیږو چی داعشیا نه مسلمانان دی او جتا د انسانیت له دایری هم وتلی دی تر شا یی غرب ولاړ دی تر څو د دهمدغه بدنام سازمان له لاری خپلو مخو ته ورسیږی . چی دا کار یی په عراق کی تر وکړ، عراق یی وځبوه وځبوه بلا خره یی عراق بیا دي ته زړه ښه کړی تر څو امریکا یانو ته اډی ورکړی.
    په افغانستان کی هم د داعش پوژه د غرب له خوا پر مخ وړل کیږی تر څو جګړه د افغانستان له پولی آخوا وغځوی دا چی څومره بی ګنا افغانان به پکشی بی کوره او ووژل شی دا نو لا نه ده مالومه.
    د افغانستان د حکومت لپاره پکار ده چی پدی پروژه کی بیا هم خپلو ګټو ته پاملرنه وکړی.

  2. ایران خپله هغه وږئ هیواد دئ چه له بیرې ئې اتم ته زورورکړئ (که مځکه لکه د جاپن فوکوشیماوګرځي خیر،خودوئ دې اټټم ولري)،خو، یوه الوتکه نشي جوړولئ . روسان ئې د( ائېرفلوت) زړوالوتکو په رانیولوپه چنوچنو (چونه بزن) لیوني کړي.نو طالب ته به څه ورکړي ،او یاخو به ورسره جعلي قرض حسنه کوي ؟؟؟ یار زنده قرض باقـــــــي ۰

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *