تاند- وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې اوس د طالبانو ګڼ مشران له پاکستان څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي او ځینې مشران یې د هلمند په شان ولایتونو کې د ډېرې مودې لپاره پاتې کېږي.

ورځپاڼې د بېلابېلو استخباراتي او نورو سرچینو په قول په راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو د کنټرول د ساحې له پراختیا وروسته د دې ډلې یو شمېر مشران هلمند ته، چې ډېرې برخې یې د طالبانو په کنټرول کې دي، تګ راتګ کوي.

په دې راپور کې، چې په چمتو کولو کې یې سمیع یوسفزي له اسلام اباده، سید شاه له اسلام اباده او کریګ نیلسن له کابله برخه اخیستې ده، راغلي چې د طالبانو اصلي مشر ملا هیبة الله لا هم په پاکستان کې دی خو ځینې نور مشران یې لکه ملا یعقوب، چې د ملا عمر زوی دی، افغانستان ته تګ راتګ کوي. ملا یعقوب د ملا هیبة الله دوهم مرستیال دی.

په راپور کې د طالبانو د لومړي مرستیال سراج الدین حقاني په اړه ویل شوي چې نوموړی لا هم د پاکستان له پوځ سره نژدې اړیکې لري او په پاکستان کې مېشت دی.

صدر ابراهیم د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ښودل شوی او عموماً په افغانستان کې دننه اوسي. په راپور کې ادعا شوې چې ابراهیم وروسته له دې افغانستان ته ولېږدېده چې پر پاکستان مشکوک شو. د راپور له مخې، نوموړي د طالبانو له پخواني مشر ملا اختر منصور سره نژدې اړیکې لرلې.

د طالبانو د مالي کمیسیون د مشر ګل اغا اسحاقزي په اړه ویل شوي چې نوموړی د اپینو په کار و بار بوخت دی او له همدې کبله خپل ډېر وخت په هلمند کې تېروي.

یونس الکوزی د طالبانو د پېښور شورا مشر معرفي شوی او د هغه په اړه ویل شوي چې د کابل په ګډون د افغانستان د ۱۵ ختیځو او شمالي ولایتونو مسوولیت په غاړه لري او پوځي عملیات له حقاني شبکې سره په همږغۍ پر مخ بیايي.

وال ستریټ ژورنال وايي چې د پېښور شورا د طالبانو د قیادي شورا، چې د کوټې په شورا مشهوره ده، تر اوامرو لاندې کار کوي.

امیر خان متقي، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د کلتور او بیا د پوهنې وزیر و، اوس په کوټه کې د طالبانو د مشر ملا هیبة الله د دفتر ريیس دی او په عین حال کې له ۲۰۰۱ څخه د طالبانو د رسنیو د څانګې یا تبلیغاتو مسوولیت په غاړه لري.

عباس اخوند، چې د طالبانو د رژیم په مهال د روغتیا وزیر و، اوس د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو ترمنځ کلیدي او مهم ارتباطي دی.

د طالبانو د قطر د دفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په اړه ویل شوي چې د طالبانو دیپلوماتیکې چارې پرمخ بیايي او د دې ډلې د غړیو په منځ کې ځیرک او تعلیم یافته دی او په عین حال کې په متحده عربي اماراتو کې خپله سوداګري چارې پرمخ بیايي.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې محمد فضل د طالبانو جګپوړی پوځي مشر ښودلی او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۴ م کال له ګوانتنامو خوشي شو او د قطر له دفتر سره یوځای شو.

ورځپاڼې د طالبانو د هلمند والي هم معرفي کړی چې عبدالمنان نومېږي.

عبدالمنان د طالبانو د اوسني مشرتابه خلاف بغاوت وکړ خو وروسته یې بېرته غاړه ورته کېښوده. ده سږ کال (کوچني اختر) خپلو وسله والو ته په یوه صوتي (اډیو) پیغام کې وویل چې د طالبانو د مشرتابه له لوري اعلان شوی اوربند رعایت کړي.

ورځپاڼې د کوچني اختر په شپو ورځو کې د طالب جګړه مارو له لوري د اوربند رعایت د دې ډلې د قوماندې د کنټرول بریالیتوب بللی دی.

One thought on “وال ستریټ ژورنال: د طالبانو یو شمېر مشران اوس هیواد ته دننه تګ راتګ کوي”
  1. که دا هغه ملا شیر محمد عباس ستانکزی وي چې د ټالیبانو د حمارت په وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو، یو بېعقل ، ظالم ، خود خواه ، جاهل ټالیب وو چې د ده په وخت کې دغه جناب او ملګرو یې یواځې د آی اس آی اوامرو ته غاړه کېښوده. د دوی ټوله ډیپلوماسي له پاکستان ، سعودی عربستان او متحده اماراتو سره محدوده پاته شوه.
    بنا د دوي واکمني اوس هم سل په سلو کې د پنجاب په لاس کې ده. افغانانو هوښیار اوسئ او د آی اس آی اصلي مهرې او ځري وپېژنئ.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *