ژباړه: ساحل منګل

د امريکا يوې مشهورې ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د تيرې ورځې (سه شنبې )په ګڼه کې د اروپايي او امريکايي چارواکي له قوله ليکلي ايران به تر راتلونکي ژمي پورې د آب سنګین د بټۍ او دپلوتونيمو په توليد سره وتوانيږي ،چې دآټوم بم جوړ کړي.

د دې راپور پر اساس امريکايي او اروپايي چارواکو ويلي امکان شته چې په دې خاطر اسراییل په ايران باندې برید وکړي.

غرب ايران د اټومي وسلو په جوړو تورنوي مګر ايران وايي چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی.

د ايران نوي ولسمشر حس روحاني په خپله لومړنۍ وينا کې د انرژۍ د تولید لپاره اتومي پروګرامونه د خلکوحق وبلل او همدارنګه یې په دې برخه کې د نړيولو د انديښنو په لرې کولو ټينګار وکړ.

غرب په جدي توګه د ايران د اب سنګین د بټۍ د پولوتونيمو په توليد او د اتومي وسلې په جوړولو انديښمن دی د آب سنګين اټومي بټۍ په ايران کې ديورانيمو دغني کولو او دبهرنيو نظامي بريدونو په وړاندې دخوندي بټيو څخه ګڼل کيږي ،چې دځمکې لاندې دي.

دامريکا او اروپا چارواکو په دې ورستیو مياشتو کې ويلي وو،چې ايران دآب سنګين په بټۍ کې د اټوم بم په جوړولو کې لوی پرمختګ کړی دی .

ملګرو ملتونو او امريکا ويلي وو چې که چيرې د ايران داب سنګين بټۍ کار بشپړشي نو کولای شي د دوو اتومي بمونو لپاره په کافي اندازه  پلوتونيم توليد کړي .

One thought on “وال سټريټ ژورنال: ايران به تر راتلونکي کال پورې اتوم بم جوړ کړي”
  1. Why is Iran persueing this dangerous path of nuclearization ? It is a wild dream and and Iran’s continued efforts to achieve it’s fulfilment can have very disastrous consequences for this whole region.

ځواب ورکول Alamoona ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *