یو خو د خپلې ټولنې له دغه دستور سره نه یم همغږی، چې که یو ځل د یو چا لقب یا نوم پکې شهرت وموند، که هغه ښه یا بد وي او یا یې له شان او حیثیت سره جوړ هم نه وي، نو ایله بیله په مرګ ترې لېرې کیږي. لکه: زموږ په سیمه کې یو سړی لومړی ضابط ؤ، چې وروسته بیا آن د جنرالۍ رتبې ته ورسېد، خو په پیل کې چې په ضابط مشهور شوی ؤ، بیا تر مرګه هم په سیمه کې چا ورته د جنرال نوم وانخیست. همدغسې د دې پر عکس، یو تن د آغا صیب په نوم شهرت لري، البته پلار او نیکه يې په همدغه نوم یادیدل، دا چې هغوی څنګه اشخاص ول، خدای پرې پوهیږي، خو د خلکو له خولې چې ډیر پاک او باکماله خلک ول. اما دا اوسنی آغا صیب چې ما پخپلو سترګو لیدلی دی، په ده کې هغه ظرفیت نشته، کوم چې د خلکو تمه ورته کیږي او درناوی ورته لري. خو بیا هم له دې سره سره په همغه نوم ستایل کیږي، چې یوازې پلرونو یې د دغه نوم وړتیا لرله.

حضرت صاحب صبغت الله مجددي، افسوس د دومره لوی نوم، چې په دغسې کوچني سړي باندې ایښوول شوی دی، دا خوارکی اوس هم په دې ویریږي، چې که نور پخپل هیواد کې پاتې شي، نو خدای مکړه و به وژل شي.

زه خو حیران په دې یم، چې ده به د خپل ګوند مشري په څه ډول پر مخ وړله او د جهاد په دوره کې به یې کومه شیبه په سنګر کې تېره کړې وي او که هسې یې خپله ارابه چلوله. تېره ورځ مې یو چا سره د حضرت صاحب په اړه بحث کاوه، ډېرې خبرې مو لاندې باندې کړلې، خو د هغه یوه خبره ډېره پر ځای وه او د نخښې منځ یې ووېشت. هغه راته وویل: (وروره! څه په دې خبرو باندې سرخوږوې، کرزی غریب ایله لس کاله کیږي، چې امریکا پېژندلی دی، خو حضرت صیب له ۳۵ کالو راهیسې امریکا سره اړیکې لري، هغه امریکا ته تر کرزي ډېر وفادار دی).

د پنجشنبې په ورځ دا خبر خپور شو، چې حضرت صاحب له افغانستانه ووت، لومړی ترکیې ته او بیا به د ډنمارک په هېواد کې د بېغمۍ ساه اخلي. که څه هم له هېواده د وتو لامل یې خپله درملنه بللې، خو د ناروغۍ په پلمه تېښته، افغانانو ته ځکه یقیني ده، چې پخپله حضرت صاحب څو ورځې وړاندې د لویې جرګې په وروستۍ ورځ دا خبره ښه په ډاډ سره د ولسمشر وړاندې وکړه، چې که حامد کرزی د امریکا سره امنیتي تړون له کوم دلیل پرته او ژر تر ژره لاسلیک نکړي، نو دی به هجرت وکړي.

واه حضرت صاحب! تېښتې ته د هجرت نوم ورکول، ډېر په زړه پورې او نوی روایت نه دی؟ ته خو لاړې، خو زموږ دا پوښتنه دې بې ځوابه پرېښوده، چې هجرت په څه وخت کې له چا نه او ولې فرض شوی دی؟

ځه ښه شوه، چې ځان خو یې ژوندی ووېست، سړی باید خوشحاله شي، چې یو ستر، با همته او په افغانستان میئن شخصیت خو له افغانستانه سلامت ووت، خو د خواشینۍ خبره دا ده، چې دلته به دننه په هېواد کې څوک پاتې شي! کله چې حضرت صاحب د یو بل هجرت دسلاپ کوي، نو څنګه به پر دا نورو زړه وتړل شي، دوی هم سبا ته ګوره چې تر هغه هم پسې ورتېر شي.

عام ولس یې اوس هم لا نه مني، په حقیقت کې هېڅ داسې څه شتون نلري، چې د دغه بې وزله ولس د ستومانیو او قربانیو په بدل کې یې ورته ډالۍ شي. د سوداګرۍ په بازار کې هر ډول مذهبي، اخلاقي او سیاسي سودا ګرو ترې خپله ګټه پورته کړې او همغسې یې بېرته دا ولس پر ځای پریښی دی.

7 thoughts on “واه حضرت صاحب!- عبدالجمیل ممتاز”
  1. لمړی سلامونه او نیکی هیلی دتاند ویب پانی خپروونکو او لیدونکوته وړاندی کوم، بل داچی پدی مه خفه کیږی چی حضرت صاحب لاړ ملک به امریکایان په لاس کی واخلی دا داسی ملک دی چی په کراتو یی دوخت نوکرانو له خپلو بادارانو سره دخرڅلاو قراردادونه لاسلیک کړی مګر لوی څښتن تعالی بیا داسی شرمولی چی قرارداد خویی پریږده چی مثالونه نورو خلکوته وایی چی ګوری متوجه اوسی افغانستان په اسانه نشی خوړل کیدای. نو ټولو افغانانوته زه دا اطمینان ورکوم چی داملک هیڅ خارجی هیواد او دهغوی لاسپوڅی نشی خوړلی، پدی ملک کی په میلیونو ککری خاوری شوی، او په میلیونونو ککرۍ دی ته آماده دی چی دخارجی ملکونو تجاوز پدی ملک کی نه منی. که نوی فکر وکړی دکرزی دحکومت په لمړیو کی هیڅ مخالف نه وو موجود مګر اوس یی حال ګوره چی لویان تر دفتر بیرون ته نشی وتلی ، نور نو قضاوت خپله وکړی چی آیا پدی ملک کی خارجیان ګزاره کولی شی او که نه ؟

  2. محترم ممتازصاحب اول ډيرتشکرکوم چه ښه ليکنه دی کړيوه اوديولوي ډالرخوړازدافشاکی هغه په کلودډنمارک دولفيار؛يادحکومت دطرفه کمک؛اموخته ووچه هغه دلاسه ورنکړي اوداټوله چه ځانونه مشران بولی اودویتبعي لري دغه نيت ئئ دي غلايابل کم غلت کاروکي ټکټ ئئ هم ترمخه کړيوي خداي دي د افغانانوچاره وکې امين

  3. ممتازه وروره: هر څه چه دلیکلی په زړه پوری څکه دی چه جا مع حقیقت او رښتیا دی نن سهار می دمحددی او کرزی په ار تباط ډیر لنډ څه لیکلی و خو نه پو هیږم تا ند لمه چه هغه نشر نکړل دمرګ په حا لت کی هم څا ن امر یکا یا نو ته وښود چه زه خو ستا سو پخوانی ،،،،،،یم وطن می ترک کړ ډیره دافسوس نه ډکه سحنه او ډرامه وه مجددی مخامخ کرزی ته وویل چه قرارداد امضا کړه کنه زه وطن نه هجرت کوم نن زموږ واړه ما شوما ن په زړونو کی چه څه وی دوی وربا ندی پو هیږی دیته وای دمرګ په حا لت کی خد مت زموږ وطن القا بو لکه پیر صا حب اغا صا حب حضرت صا حب وغیره وغیره وران کړ لکه نن چه هر سړی چه څوک نه پیژانی استا ذ یا اجی صا حب ورته وای په حقیقت کی به هغه سړی نه اجی وی نه استاذ نو مطلب دا چه: پر یږده دغه رنګ خلک بیګا نه دی او په بیګا نه وطن کی مړه شی

  4. وروه ډير په زړه پوري اوريښتينې ليکنه د کړې ده­ ­­­’هو دا به هچري نه هيره وو چه ده افغانانو هيڅ مشرهم ده خپل هواد په ګټه کار نه دي کړې – چاد ه ډيورنډ کرښه راښکله،څوک روسيان راغواړي،څوک پاکستانيان،څوکامريکايان،بس هغه ده چا وينا ده چه تيري چپي تيرې راتلونکي چپې شميره –

  5. ډیر خوشحاله شوم چه مجدیدی زمونږ دوطن څخه ورک شو، ځکه ډیر بی همته انسان او دامریکا غلام وه، اوبل داچه په شخو سترګو یی ښاغلی کرزی ته وویل چه یا دامریکا سره تړون لاسلیک کړه اوکه نه نو زه دافغانستان څخه وځم، کرزی دنر ځوی ورته هم وویلی چه ورک شه مخ دیی تور شه ژر وځه چه وطن د ارامۍ ساه واخلی.

    مجددی دومره احمق وه چه پدی نه پوهیدو چه زمونږ په سل هاوو ماشومان ، تور سری اوسپین ګیری چا په نیمو شپو کی په قصدی بمباریو ووژل ، او اوس څه کول پکار دی چه دغه بمباری بندی شی، خو داچه د مجدیدی نازدانه اولادونه په امریکا او اروپا کی په قیمتی کورونو کی
    په امن سره اوسیږی نو دبل چا داولادونو پروا نلری

    بیا هم وایم ښه شو چه ددغی ورانکاری بوډا څخه زمونږ وطن بیغمه شو

  6. آیا مجددی به دومره وخت پیدا کړی چی د هیوادوالو وروستی دوعا د خپل ځان په باب ولولی . ده دومره ستر خدمتونه کړی چی ټول ورته دوعا کوی . وایی چی د ښو ښه یادیږی ، د بدو به څه یاد شی. زه کله کله فکر کومی چی یوځل حضرت مجددی اعلان ونه کړی چی دا 60 کاله چی ما ستاسو په هیواد کی تیر کړل او ماپسی که چا لمونځ کړی وی هغه بیرته وګرځوی او توبه وباسی چی زما په خبروبه تاسی ډیر غولیدلی وی.
    زما په اند کی مجددی په رښتیا له افغانستانه ووځی او بیرته راستون نه شی ، زمونږ د هیواد خاوره به لږ هوسا شی او مځکه به خدای تعالی ته د هغه د وتلو له امله شکرانه وړاندی کړی او انشاالله نوره به جګړه ختمه او زمونږ هیواد ته به که خدای کول ، سوله راشی.

  7. د هجرت او جهاد فتوه ددوی به لاس کی ده ۰کله یو کافر او بل مجاهد او بیا کله بل مجاهد او دا بل ورته کافر کړی۰ تر هغه چه ددوی تجارت بر دی بی وزلی اسلام چلیږی ورنه کار اخلی۰ ددوی نیکونو هم دا کارونه کول ۰ د سقاو زوی ته یی د نادرشاه لیک به قران باک کی یوړ او ورته یی وویل چه تسلیم شه نادرشاه دی نه وزنی ۰هغه قران باک مچی کړ او سمدستی کابل ارګ ته د خبلو ملګرو سره راغی۰ کله چه ارګ ته ورسید د احترام مراسم تولو ته وړاندی کړل او وویل چه ما جهاد ددی مجددی صیب به خوله شروع کړی وه او اوس هم ددی به خوله می د جهاد نه لاس واخیست اوددی قران به احترام بیرته راغلم۰ د یو سو شیبوو وروسته د تولو ملګروسره ووزل شول او به دار اویزان شول۰

ځواب ورکول سید الر حمن زیا ر مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *