سارا ساندیرس

تاند- د کابل پر انترکانتینینټل هوټل له تروریستي حملې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو مشران سمدستي ونیسي او یا یې له خپلې خاورې وباسي.

د کابل د انترکانتینینټل هوټل په حمله کې، چې د امنیتي ادارو په وینا د پاکستان مېشتې حقاني شبکې له لوري وشوه، تر ۳۰ زیات ملکي افغانان او بهرنیان وژل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویندویې سارا ساندریس پرون /دوشنبه/ خبریالانو ته وویل«موږ پر پاکستان ږغ کوو چې د طالبانو مشران فوراً ونیسي او یا یې له خپلې خاورې وباسي.»

امریکا او افغانستان باور لري چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران او د هغوی د مشرتابه شورا په پاکستان کې اوسي.

مېرمن ساندریس همداراز وویل«پاکستان باید طالبان پرېنږدي چې د دغه هیواد له خاورې څخه په استفادې حملې وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی محمد فیصل پرون /دوشنبه/ وویل چې دوی د کابل د انترکانتینینټل هوټل په حمله کې د پاکستان لاس لرل په کلکه ردوي.

ده د دې پېښې په اړه د باوري تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

له بلې خوا له پکتیکا څخه ورکړای شوي راپورونه وايي چې د کابل د انترکانتینینټل هوټل له حملو څو ساعته وروسته د امریکا جنګي الوتکو په پکتیکا کې د طالبانو پر مرکزونو سخته بمباري وکړه چې په لړ کې یې په لسګونو طالبان وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

One thought on “سپینه ماڼۍ وايي، پاکستان باید سمدستي طالب مشران ونیسي یا یې وباسي”
  1. وییلي نه دي چې که پاکستان دا کار ونه کړي امریکا به څه وکړي؟ وخت یې هم نه دی ټاکلی.ریښتیا پخوا پوهیدئ خو اعتراف مونه کاوه، اوس چې اعتراف هم کوئ او پاکستان هم اعتراف کوي، نو ولې لکه په افغانستان مو چې برید وکړ، لکه اسامه او ملامنصور مو چې په ذره بین کې پیدا کړل، اوس هم هماغسې حمله نه کوئ؟ که د پاکستان د حاکمیت خبره ده، افغانستان هم یو هیواد وه چې تاسو پری یرغل وکړ. ښکاري چې داهم هسې تمثیلي پارچه ده او د انګریزبابا له مشورې پرته پاکستان ضد هیڅ هم نه کوئ

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *