حبیب الله بختیال

د کابل ښار پښتونستان واټ د څلورمې یا پنځمې ورځې لپاره یو ځل بیا د کوڅه ډبو ، بې روزګاره ، پلورل شویو او د څو سوه افغانیو په بدل کې لاریون ته اړ کړل شویو ځوانانو څخه ډک ښکاریدو، چې له ورایه یې د ټولو له حالاتو دا ښکاریده، چې هماغه په ښار کې د نجونو آزاروونکي او په کور کې پلار او مور آزاره کسان دي، چې د یو کس لخوا د پیسو په بدل کې اخیستل شوي او د یوې ورځې لپاره ترینه کار اخیستل کیږي دوي بې له کوم قانوني ، پریکنده دلیل او مستند ثبوت څخه د یو شمیر ولایتونو رایو شمیره ناسمه بلله په داسې حال کې، چې ددوي لخوا یاد شوي ولایتونه د هیواد له ګڼ میشتو او پرمخ تللیو ولایتونو څخه بلل کیږي او دغه راز یې د ګڼ شمیر کورنیو غړي په متحده اماراتو کې په پراخو اقتصادي کارونو بوخت دي.

عجیبه خو لا دا ده چې په کابل ښار کې د پیسو په بدل کې اخیستل شویو ځوانانو ټیپ او په اوسنۍ اصطلاح سټایل ته که وکتل شي، نو ډیر د لوړ فکر او د لوړو زده کړو خاوندان ښکاري، خو که عمل ته یې وګورې، نو بیا له پاکستان څخه د کابل ښار ته راکډه شوي چټان هم پرې شرافت لري. ځکه د دوي په لیدو به دا اندیښنه درسره پیدا شي، چې ولې دوي د خپلو زده کړو د دوام ورځې ددې ډول لاریونونو په تر سره کولو تیروي او ولې له خپلو پلرونو او د کورنۍ له نورو غړو سره د کور او یا نورو باندنیو چارو کې مرسته نه کوي، که یو کلیوال له کلي او یا یو غرنی سړی له غره څخه را کوز شي؛ نو داسې بې شعوره کار به تر سره نه کړي لکه دوي، چې د خپلو ښوونځیو او پوهنتونونو زده کړې په خپل ځای ورته پر ایښي او د څو سوه افغانیو د لاسته راوړلو په مقابل کې په لاریونونو لاس پورې کوي.

زه بې له دې چې د کوم یو ځانګړي نوماند په ګټه خبرې وکړم؛ ددې ډول کوڅه ډبو، بې لارې او د کورنۍ او کوڅې څخه شړل شویو ځوانانو کړنو ته حیران پاته یم، چې ولې د سړکونو په بندولو ، په لویو واټونو او څلور لارو کې د خیمو په درولو سره په سره ګرمۍ کې د خلکو آزار اخلي کیدای شي ددوي له ډلې څخه یې په سلو کې پنځه د یو ځانګړي کاندید پلویان وي او په تیرو ټاکنو کې یې رایې ورکړي وي، خو پاتې نوي سلنه یې د پیسو په مقابل کې په لاریونونو او د خلکو په ځورولو او د ټاکنو او ټاکنیزو خپلواکو کمیسیونونو د تورونو پورې کولو لپاره په سره ګرمۍ کې چې د دودوخې لوړه درجه د پنځه دیرش او پنځه څلویښت تر منځ ده لویو لارو ته رواوزي او په لاریونونو لاس پورې کوي.

له دې څخه داسې ښکاري، چې په دې ځوانانو کې د ټیټو او لوړو زده کړو سره سره لا هم د انسانیت شعور ، د یو پوهنیز فکر شته والی او له خپلو هیوادوالو سره د ملي وحدت او د خپلو افغانانو رایو ته په درنه سترګه د کتلو احساس نه دی را ژوندی شوی او یا که ووایو هیڅ څرک یې نه په کې تر سترګو کیږي. ولې یو ځوان د پیسو په مقابل کې د هر ډول عمل تر سره کولو ته حاضر شي او بیا په ښار کې اوسیدلی ځوان او هغه ځوان، چې کورنۍ یې لګښت پرې کړی لوړې زده کړې یې پرې کړي او ….

دا ډول ځوانان چې هم یې په افغااني ټولنه کې د ټیټو ، منځنیو او لوړو زده کړو پر مهال د ټولنې د اهمو او با دیانته ځوانانو ځای اشغال کړی او هغوی په دې توګه له زده کړو محروم پاتې شوي د ټولنې پر وړاندې ملامته دي او هم چې اوس د پیسو په بدل کې که هغه له کورنيو شخصیتونو او یا بهرنیو هیوادونو او استخباراتو له لوري لاریون کولو او د خلکو آزارولو او په ناحقه پر خپلواکو ادارو د تورونو لګولو ته اړ شوي یوازې او یوازې وجدان پلوروونکي بللای شو.

بل دا چې له ماشومتوبه د دوي په روزنه کې د کورنۍ بې غوري هم د دوي کورنۍ ملامته راځي او هم افغان دولت ملامته بلل کیدای شي، چې د هیواد ځوانانو ته یې د کار او د وطن آبادولو زمېنې نه برابرولو په خاطر په تیرو دیارلسو کلونو کې کوم کار نه دی کړی او د نړیوالو لخوا ټولې مرسته شوې پیسې څو تنو غلو او لوټمارو ووهلې، چې اوس غواړي له خپلې ډلې څخه یو یې که په هر ډول وي قدرت ته ورسوي؛ تر څو پاتې نور د راتلونکي حکومت له پوښتنو ګرویږنو او محاکمې ته د حاضرولو څخه خلاصون وموي.

نو اوس لازمه ده د لاریوون کوونکو کسانو کورنۍ که په هر ډول وي بې لارې ، کوڅه ډبې او د پیسو په بدل کې اخیستل شوي ځوانان په لارې راسم کړي او د هیواد په دې حساسو شرایطو کې یې د هر ډول ګډوډۍ د جوړولو څخه وژغوري. ځکه په اوسنیو کړکیچونو کې او د هغوي د دوام په موندلو کې بهرني هیوادونه هم پرته له شکه د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره کار کوي او لاس په کې لري؛ تر څو افغانستان خدای مه کړه یو ځل بیا د تیرو دریو لسیزو حالاتو ته، چې د همدې ګاونډیو هیوادونو په لمسون رامنځته شوي وو ولاړ نه شي، ځکه د بې لاره کوڅه ډبو او وجدان پلوروونکو پورته ذکر شویو ځوانانو له دې کړنو داسې څرګنده شوه، چې دا ډول ځوانان به په راتلونکې کې د پیسو په مقابل کې د هیواد هر ډول ورانولو ته تیار لاس په نامه ولاړ وي.

0 thoughts on “وجدان پلوروونکي لاریوون کوونکي/ حبیب الله بختیال”
  1. زما پوښتنه له کوڅه ډبو نه داده چی :
    تاسو خو له 1971 -1975 کلونو او دوهم ځله له 2001 – تر اوسه په قدرت کی یاستی . تاسو کوم مثبت کار ګران افغانستان ته کړی دی. ستاسو په دوره کی دافغانستان سل کلنه ملی اردو له 400 جت نظامی باروړونکو الوتکو ، 4500 مودرن زغروال ټانکونو او شوبلو او همدارنګه په لونا، سکات او اوراګان او پیچور توغندیو سمباله اردو منحله او ویجاړه کړه. تاسو خو د کابل ښکلی ښار په کنډواله بدل کړ. تاسو خو 72000 کابل بیګناه ښاریان شهیدان کړل او په زرګونو نور مو مهاجر کړل. تاسو خو یو مترقی نظام له منځه یووړ او د افشارو په شان بشری جنایت مو تر سره کړل او تر نن پوری د جګړی اور ستاسو په باروتو او زمونږ په غوښو بلیږی. لا نور هم شرم نه لری او غواړی خپلو جنایاتو ته دوام ورکړی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *