پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي، په تېره یوه کال کې په پکتیکا کې د نشه یې توکو ۳۰ قاچاق کوونکي نیول شوې او دوسیې یې په څارنوالۍ کې څېړل شوې دي.
وحدت دغه څرګندونې د یکشنې په ورځ د پکتیکا ولایت د غونډو په تالار کې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې نړیوالۍ اوونۍ د نمانځلو پرمهال وکړې.
پکتیکا والي وایي، د ولسونو په همکارۍ په پکتیکا ولایت کې د نشه یې توکو کرکیله له یوې مخې صفر ده او په وینا یې له دغې بدنامۍ پکتیکا ژغورل شوې.
ښاغلی وحدت وایي، د نشه یې توکو د قاچاق او کارولو په برخه کې له ولسونو سره په همکارۍ جدي مبارزه کوي او په وینا یې د نشه یې توکو قاچاق کوونکو او کاروونکو ته به سخته سزا ورکړي.
بل لورته د یني علمآ او روغتیا پالان هم نشه يي توکي د انسان لپاره د دنیا او اخرت په زیان بولي او وايي چې په زیات شمېر د نشه یې توکو کارونکي پر سرطاني ناروغیو د اخته کېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دوی دغه راز وایي، هغه څوک چې په نشه یې توکو روږدي وي، د کورنۍ ترڅنګ د تولنې د اوږو بار ګرځېدلي او په سپک نظر ورته کتل کیږي.
د یادونې ده، دا اوونۍ د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې په نوم په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي او خلکو ته د نشه یې توکو د نه کارولو سپارښتنې کیږي.
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر
زما به فکر وحدت صاحب بنگی اوچرس به نشیی توکوو کی نه حسابووی چی به بکتیکا کی بریمانه کرل کیزی