وحید مژده

تاند- د سیاسي چارو پوه وحید مژده، چې له طالبانو سره نژدې او تودې اړیکې لري، باور لري چې د افغانستان د جګړې بڼه د بدلېدو په حال کې ده او داعش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله د طالبانو ځای نیسي.

ښاغلي مژده د ایران ایرنا خبري اژانس ته د دوشنبې په ورځ په مرکه کې وویل، داعش د طالبانو خلاف، چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې یې له لېري پرتو سیمو او په کوچنیو حملو هلې ځلې پیل کړې، په مهمو سیمو کې او په کانتینري وسلو، چې دوی ته ورلېږل کېږي، خپل کار پیل کړدی دی.

مژده وویل، داسي هڅې روانې دي چې داعش د طالبانو ځای ونیسي او په دې قضیه کې پټ او قوي لاسونه رول لري.

ده د خپلو خبرو په دوام کې ایرنا ته وویل، بهرني پوځیان نور د افغانستان په عملیاتو (د داعش پرضد) کې ګډون نه کوي او وايي چې د دوی دنده د افغان امنیتي ځواکونو روزل او مشوره ورکول دي، حال دا چې په افغانستان کې د سي آی اې فعالیت، چې په امنیتي موافقې کې ورته اشاره نه ده شوې، پراخ شوی دی.

مژده باوري دی چې له وروستیو تحرکاتو داسي نتیجه اخیستل کېدای شي چې هڅې روانې دي څو د افغانستان جنګ تغییر وکړي او پاکستان له دې درکه ګټه کوي.

مژده، چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او تېر کال یې طالبانو ته د مشورې ورکولو اډیو خپره شوه، د افغانستان په جنوب او ختیځ کې طالبانو ته د ۳ ولایتونو د ورکولو او په واک کې هغوی ته د ۳۰ فیصده ونډې خبره رد کړه، ویې ویل:«د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سولې په خبرو کې تر عمل زیات تبلیغ کوي.»

ده وویل چې په ځینو شرایطو کې پاکستاني رسنۍ دروغ خپروي او افغان رسنۍ یې هم سمدستي نقلوي.

د ده په وینا پاکستان د افغانستان له حکومت سره د طالبانو داسي کسان خبرو ته تیار کړي چې د طالبانو په منځ کې واک نه لري.

مژده د مثال په ډول د حقاني ورور حاجي ابراهیم او د کوټې د شورا د یوه غړي یادونه وکړه.

ښاغلي مژده په عین حال کې وویل چې په دې موضوع د افغانستان حکومت پوهېږي او له هغو کسانو سره د سولې خبرې نه کوي چې د طالبانو مشران نه وي یا واک نه لري.

د وحید مژده په باور د افغانستان حکومت د طالبانو له مشرانو سره خبرې کوي نه له هغو کسانو سره چې پېژندل شوي نه وي.

ده دا هم وویل، که ټاکل شوي وي چې طالبان خبرې وکړي ، باید هغه کسان د سولې خبرو ته د حاضرېدو اعلان وکړي چې په قطر کې دي.

مژده په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د طالبانو یوه مشر ورته ویلي چې په وروستیو کې د پاکستان استخباراتي ادارې(آی ایس ای) په شمالي وزیرستان کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې یو شمېر غړي راټول کړل او هغوی ته یې وویل چې نور د طالبانو په نوم فعالیت ونه کړي.

ده زیاته کړه، د آی ایس آی استازي په غونډه کې د طالبانو او حقاني شبکې غړیو ته وویل چې د طالبانو دوران نور پای ته رسېدلی او په هیڅ صورت به له دې وروسته د طالبانو په نوم له دوی سره مرسته ونه شي او که غواړي چې جګړې ته دوام ورکړي خپل نوم، بیرغ او جهادي پروګرام دې بدل کړي.

4 thoughts on “وحید مژده: پاکستان طالبانو ته ویلي چې په بل نوم، بیرغ او شعار جګړې ته دوام ورکړي”
  1. د سولې خبرې:
    كه د سي ای اېس او ای اېس ای سياسي-پوځي كباړ٬ بيا دوران او نوي توكي د نوې لويې لوبې لپاره۔
    Peace Talks or CIA and ISI Political-Military Scrap, Recycle New Products for New Great Game.
    نوې لويه لوبه داسې پړاو ته اوړي چې هم اړ دوړ ته اړتيا لري او هم نويو لوبغاړو او لوبغالي ته۔
    هغه تالب چې د اسيا لپاره كار نه وركوي هغه به يا كور كې كيني٬ يا به تښتي يا به وژل كيږي او يا به هم كابل كې په واك ورګډيږي۔
    او هغه تالب چې د اسيا لپاره كار وركوي هغه به داعيش كيږي او اړ دوړ به جوړوي او نوې سياسي-پوځي نخرې به كوي او نوي به هم ځيږوي٬ خو پړ به بغدادي وي۔ نه سي ای اې او نه هم ای اېس ای۔
    ای اېس ای يو تاوان وكړ چې د پوډرو او ترياكو ګټه يې له لاسه ووتله٬ دا ځكه چې دا اوس شمال لوري ته د نوې لوې لوبې لوبغاړو او لوبغالي لپاره نيغ شوي دي٬ خو كيدای شي چې خپل جوړ كړي۔

  2. د پنجابي پوځ او آی اېس آی څه غواړي؟
    دا لاندې درې هغه پوښتنې وې چې ما د دوه پاكستاني پوهاندانو او استخبارتي مشرانو څخه وكړې چې د پاكستان پوځي ٬ سياسي٬ او د اقتصاد برخه كې په تجربو٬ پوهاوي او څېړنيزو ليكو په نړۍ واله كچه پېژندل شوې څېرې دي۔
    1. ان كه چېرې افغانان د ډيورنډ كرښه په رسميت وپېژني پاكستان به افغانستان په كرار پرېږدي؟
    2. ايا پاكستان او امريكه په ګډه په وزيرستان او پښتونخوا كې (د چتراله تر بولانه) د ترهګرو تر نامه عملياتو تر چتر لاندې او په همدې پلمه د ترهګرو او د دوی روزنيز٬ څېړنيز او د سوړو اېلبند د افغانستان د امو څنډو نه راوړي؟
    3. كچيرې داسې وي ايا پنجابي پوځ او ای اېس ای په دې وارختا نه دی چې د ترهګريزو روزنځايونو او پټنځايونو په بدلون سره به مخدره توكي هم د افغانستان شمال خواته ډېر شي؟
    دا ځكه چې هم يې تجربه پخه شوه او هم يې د افغانستان لپاره ماموريت يا پروژه بريالی شوه چې امريكې سره د پاتې كېدو تړون لاسليك شو٬ نو ځكه دا تجربه او ماموريت به د امو د څنډو څخه د هند٬ چين٬ منځنۍ اسيا او روسيې لپاره په همدوی پخو تجربو او همدې ترهګرو نه تر سره كوي؟

    1. د ډيورند كرښې په اړه ځواب:
    كه افغانستان لس ځله هم اوس ډيورنډ كرښه ومني پاكستان اوس د خپل ځواكمن پوځ٬ ترهګرو او امريكې په ملاتړ د پراختيا او يرغل ستراټيژي Aggressive and Expansion لري چې يې تر سره كولو ته ملاتړلې ده۔ د امريكې استخبارات په دې ښه خبره دي چې ملاعمر د كراچۍ څخه تر كويټې پورې تګ راتګ كوي خو دوی ورباندې سترګې پټې كړې دي۔ او افغان طالبان اوس نه پاكستان ته كومه خطره دي او نه هم امريكې ته۔
    د پاكستان د ځواكمن او په ځان ډاډه پوځ پرونۍ د فاعي ژوره تګلاره Defensive Strategic Depthنن د پراختيا او يرغل په ژوره تګلاره Aggressive and Expansion Strategic Depth باندې اوښتې ده۔
    دوی وايي چې پاكستان څه غواړي؟
    پاكستان درې موخې لري؛
    • افغانستان څخه د هند اغيزه لرې كول يانې د افغانستان څخه د هند ټولې سياسي٬ اقتصادي او ډېپلوماټيكې اړېكي وشكول شي۔
    • افغانستان تر خپل واك يا اغيز لاندې راوستل يانې افغانستان بايده چې د پاكستان د پينځم ولايت يا سوبې سويې ته راوستل شي يانې خپلواكي يې ړنګه شي۔
    • منځنۍ اسيا ته خپل ځواك او اقتصادي واك خپرول
    پاكستان اوس هغه د ١٩۷٠ كلونو تګلارې بدلې كړې دي چې هغه وخت دوی غوښتل چې د هند يوه ځواكمن بريد له امله په افغانستان كې د خپلې بقا لپاره يو د ژورتيا مورچل ولري چې دوی به بيا هلته تېښته كوي او خپلې مهمې كسان٬ وسلې او ټكنالوژي به افغانستان ته وړي چې هغه يوه دفاعي تګلاره وه۔
    نن پاكستاني پوځ او شتمن واكمن د يرغل او خپريدو تګلاره لري يانې كه افغانان ډيورنډ كرښه په رسميت وپېژني او كنه دوی به دا تګلاره په هره بيه چې وي هغه به پلي كوي او د پلي كولو لپاره يې ترهګرې مذهبي ډلې لكه طالبان٬ د حقاني ډله٬ حكمتيار او لسهاوو نورې ډلې په كار اچولي دي او ورسره ورسره د امرېكې شين څراغ هم ورسره دی۔
    د امرېكې شين څراغ هم همدا دی چې پاكستان او امريكه په ګډه هغه طالبان او ترهګرې ډلې نه په نښه كوي چې دوی د افغانانو وينه تويوي او افغانستان دپاكستان د ګټو لپاره او د پاكستاني مشرانو په امر او امكاناتو ورانوي٬ بلكې په يوه ډول نه په يوه ډول يې مرسته هم كوي۔ او دا ځكه تر سره كولی شي چې؛
    دا د پنجاني پوځ او امريكې ګډه بريالۍ پروژه له هغه راهيسې پيل شوې ده چې ای اېس ای او سې آی اې په كابل او پېښور كې اخوانيانو ته په ١٩٦٠ او ١٩۷٠ كلونو كې د كابل په پوهنتون او ښوونځيو كې د زده كوونكو پر مخ د تېزاب شيندلو او زده كوونكو د شهيدولو ترهګريزې زده كړې وركولې چې خپلواك افغانستان يې پرې وران كړ دوی يې هم ځينې پرې هلاك كړل۔
    او نن دا پنجاني پوځ او سي آی اې د ترهګرۍ نوې لويې لوبې پروژه دومره پرمخ ولاړه چې پښتون\افغان او بل انسان څخه دوی داسې وحشي هم جوړولای شې چې داسې تنكي ماشومان مې هم په دومره لويه كچه شهيدان كړي︕
    او د همدې ترهګرو وسله والو په مټ پښتون هېواد او ولس پاله ځواكونه وځپي يانې پښتون\افغان نشنلېزم ووژني لكه څنګه چې دا پروژه هم تر ډېر بريالۍ ده تر څو پښتون\افغان د خپلې خاورې او ولس څخه پردی او بې شعوره شي۔
    د دوهمې پوښتنې ځواب؛
    2. هو بلكل دا خو همداسې ښكاري چې دا روزنځايونه او پټنځايونه ورو ورو هماغه خواته روان شوي دي۔
    خو خبره دا ده چې ولې هغه بهرني ترهګر اوجنګيالي لكه چېچنيانان٬ يوغور٬ اوزبك٬ تاجك٬ چينايان٬ قرغزيان٬ عرب او د لس هاوو نورو هېوادونو وسله واله ترهګر چې په وزيرستان او د چتراله تر بولانه په كرښه كې روزل كېدل٬ ساتل كېدل او كارول كېدل نن د افغانستان ټولو ولايتونو ته په ځانګړې توګه كنړ٬ كندوز٬ بغلان٬ بدخشان٬ جوزجان٬ فارياب٬ بادغيس ٬ بلخ او سرپل ولايتونو ته استول شوي؟
    او دوی په څه ډول ٬ څنګه او په كومو وسايلو او امكاناتو هلته پاېښت او جګړه كوي؟
    او دوی د څه لپاره كار كارول كېږي؟
    د دريېمې پوښتنې ځواب:
    3. پنجابی پوځ او ای اسې ای بلكل واختا ده چې هغه ګټې چې دوی د مخدره موادو څخه تر لاسه كولې هغه اوس ٣٠-٣۵٪ پورې رالوېدلي دي دا ځكه همدا سلنې مخدره مواد د افغانستان شمال ته د ترهګرو مالي ملاتړ لپاره هغه خوا ته مخه كړې ده۔
    نو چې كيسه بيا داسې ده چې پنجابی نيواكګر او پوځ به يې د امريكې په مرسته او اشاره زموږ خپلواكي راڅخه اخلي يانې چې موږ به د پنجاب غلامان كېږو او د دوی پنځمه سوبه به راڅخه جوړوي︕
    او افغان خاوره د بهرنيو ترهګرو لخوا د نورو هېوادونو د ورانكاريو لپاره كارول كېږي لكه څنګه چې زموږ كوزه پښتونخوا يانې نيول شوې خاوره يې زموږ په مټو زموږ پر وړاندې وكارول شوه او دا پروژه بريالۍ شوه نو د هغه تاوان ليدونكو هېوادونو غبرګون به څه وي او موږ سره به څه ډول چلند كوي او څه ډول غچ به زموږ د ولس او خاورې څخه اخلي؟
    په داسې دواړو حالاتو كې نو موږ افغانانو ته څه كول په كار دي؟
    د حل لاره؛
    د باطل\جنايت غندل او د جنايت كوونكي محاكمه غوښتل چې زموږ حق دی؛
    1- د ترهګرو د پروژې څښتنانو٬ جنايت كوونكو ٬ فرعونانو او فاشستانو (جفف)٬ ترهګرو او ټولو جنايت كوونكو پر وړاندې كلكه او پياوړې وجداني او ايماني سياسي مبارزه پيل كړئ
    2- څوك چې غولول شوي دي چې جفف يې واكمن كړی ٬ هغه دې نر غوندې خپله پښېماني څرګنده كړي د خپل ولس او خدای څخه دې بخښنه وغواړي او چا چې غولولي دي هغه دې له ګرېوانه راونيسي او په كلكو ټكو يې دې وغندي او په هر ځای كې يې دې تونالت پرې ووايي او محاكمې ته يې هم راكش كړي؛
    3- په طالبانو كې كه چې د پښتنې مور شيدې رودلي وي نور دې د افغان وژنې څخه دې لاس واخلي په وجداني او ايماني سياست كې دې برخه واخلي كنه بيا موږ به د دوی هره افغان وژنه جنايت بولو لكه د پخوا په شان او د محاكمې غوښتنه به يې كو او كه چېرې دوی د كړاو څخه وروسته د عدالت غوښتنې په لړۍ كې نامينده شوي وي او د غچ اخيستلو لپاره خپل غيشی دی د پنجابي يرغلګرو٬ يرغلګرو او افغان جفف ټټر ته ور برابر كړي نو موږ د دوی داسې عمل پر وړاندې هېڅ وجداني دليل نه لرو چې مخ نيوی يې وكړو او يا خدای مه كړه چې ويې غندو۔
    4- د ژغورنې يانې ولس او هېواد پالنې (پښتون\افغان نشنليزم) فكر او جرگه جوړول، سياسي او ټولنيز شعور او ارزښتونه خپرول او ټينگول د وخت اړتيا!

    موږ په ټولو هغه سياسي او ټولنيزو ځواكونو او خوځښتونو غږ كوو چې د جنايت كوونكو ٬ فرعونانو او فاشستانو (جفف)، يرغل، مافيا، سياسي ملنگۍ او پنجابك، ايران او نورو پرديو غلامۍ ضد دي چې د ۴ مې خبرې په بنسټ په ميړانه راميدان ته شئ چې په ګډه دا وجداني او ايماني سياسي ملي مبارزه په ګډه وكړو!
    باطل وغندئ:
    د جنايت كوونكو ٬ فرعونانو او فاشستانو (جفف) او ټولو كورنيو او بهرنيو جنايتونو غندو او د دوی محاكمه وغواړئ︕
    او حق يانې دغه ۴مه خبره پلي يا ټينگه كړئ︕
    كنه تاسو به له دې كاروانه پاتې او د ټولو مزل اوږد او د ګډ جففيت يانې څلور سره ښامار او يرغلګرو د ترهګريزو پروژې او د هغه پروړاندې د غبرګونونو خوراك به شئ او د لوی خدای د قهر او غضب وړ!

  3. له کله نه چی د افغانستان د سولی په هلکه د پاکستان ژمنی ګرمی شویدی ما به خپلو ملګرو ته ویل چی خدای یو دی که زما په پاکستان ۰،۰۰۰۰۱٪ هم اعتبار وشی چی د افغانستان د سولی په برخه کی مرسته وکړی، ماویل چی پاکستان هیڅلکه نه غواړی چی ځان بی لاسه او بی پښی کړی د داعش په رامنځته کیدوسره پاکستان ته یوه نوی وسیله په لاس ورغی تر څو له دغه نوم څخه ګټه واخلی هلته په کشمیر کی د هند سره لانجه، دلته افغانستان کی د جنګ غزول د ډيروند د کرښی په لانجه او نورو اقتصادی او سیاسی انحصارتیا په خاطر هیڅکله به هم دغه ډله له لاسه ورنکړی، هو دا لکه لمر ټولو ته څرګنده ده هغه طالبان چی نه کوم نوم لری او نه کوم واک هغوی به د سولی په نوم افغانستان ته معرفی کړی او له دی لاری به خپل ګټی او امتیازات له افغانستان څخه هم ترلاسه کړی او د امریکی څخه هم لوی بودجه ترلاسه کړی او نړیوالو ته به خپل فاسده څیره بیا پاک وښایی لکه څرنګه چی په ځلونو ځلونو مخکی دا کار یی کړیدی او ټولو ته په ثبوت رسیدلی دی چی پاکستان د شیطان ځاله ده هیڅکله د اصلاح او خیر په لاره قدم نه ږدی، اوس به پاکستان د طالبانو سخت دریځی ډلی په بدل نوم او بدل بیرغ او بل هویت میدان ته کړی او خپل د کشمیر جنګ او افغانستان جنګ پری وغزوی نو پاکستان لکه په وجود کی د سرطان دانی په شان ده چی که دغه دانه له منځه وی نه وړل شی نو ټول وجود به د هلاکت کندی ته غورزوی

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *