نن د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو کې کونړ د میدان وردګ پر وړاندې ماتې وخوړله او پکتیکا له پنجشیر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله

د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې نن د میدان وردګ لوبډلې د کونړ پر وړاندې ماتې ومنله او له بله پلوه پکتیکا خپله سیالي له پنجشیر سره برابره پای ته ورسوله.

لومړۍ لوبه چې د ننګرهار په غازي امان الله خان نړیوال لوبغالي کې په لاره اچول شوې وه د کونړ او میدان وردګ لوبډلو ترمنځ وه. ددغې لوبې پچه د کنړ لوبډلمشر وګټله او لوبه یې پیل کړه. دوی په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۲ منډې جوړې او میدان وردګو ته یې د ۱۷۳ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې بلال ۴۵ او سیدالرحمن ۳۳ منډې جوړې کړې. د میدان وردګ لوبډلې له لوري سیف الله د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د میدان وردګ لوبغاړو ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ کړ چې له ډلې یې بابر ۸۸ او توریال ۲۹ منډې جوړې کړې. د کونړ توپ اچونکو له لوري ابراهیم ۲ او هجران هم دوه لوبغاړي وسوځول.

بابر د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

بله سیالي چې په زرملوال لوبغالي کې ترسره شوه، د پکتیکا او پنجشیر لوبدلو ترمنځ وه. د لوبې پچه د پکتیکا لوبډلمشر وګټله او پنجشیر ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د پنجشیر لوبډلې د لوبې تر ۴۲ اووره د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د پکتیکا لوبډلې ته د ۱۷۸ منډو هدف ورکړچې له ډلې یې حیات الله ۵۰ او منصور ۳۸ منډې جوړې کړې. د پکتیکا توپ اچونکو لخوا امان الله ۳، حمید ۲ او صدرالدین هم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

پکتیکا لوبډلې بیا لوبه تر ۳۹ اووره وغځوله او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۱۷۸ منډې جوړې او سیالي یې له پنجشیر سره برابره کړه. ددوی له لوري زاهد ۴۲ او جمشید ۳۷ منډې جوړې کړې. د پنجشیر توپ اچونکو له لوري پرویز د پکتیکا ۷ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د سیالۍ له بریالي پرمختګ او په دغه بهیر کې یې د لوبغاړو له اغیزمنې ونډې ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کرکټ راتلونکی به د خدای ج په مرسته تر دې هم روښانه وي.

0 thoughts on “وردک خپل سیال ته ماتې ورکړه او پنجشېر مساوي کړه”
  1. په پورتنی راپور کی لاندی دوی مخالف جملی کارول شوی دی نه پوهیژم چه کوم یوه صحیح ده او کوم غلطه ده یعنی دوردوګو ټیم لوبه بایللی یاکونړ
    نن د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو کې کونړ د میدان وردګ پر وړاندې ماتې وخوړله او پکتیکا له پنجشیر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله

    د بابای ملت ایلیټ جام ولایتي سیالیو په ترڅ کې نن د میدان وردګ لوبډلې د کونړ پر وړاندې ماتې ومنله او له بله پلوه پکتیکا خپله سیالي له پنجشیر سره برابره پای ته ورسوله.

ځواب ورکول Afzali ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *