افغان پیاوړي قومونه چې په ټوله کې د افغان پياوړي ملت بنسټ دی، د تاریخ په اوږدو کې يې خپل ځان روښانه کړی او د نړۍ په ملتونو کې خپل ځانګړی ځای لري. زرګونه کلونه کيږي چې افغان هېواد د نړۍ د بېلابېلو وګړو او واکمنیو تر مستقیم او نامستقیم برید لاندې راغلی. کله یرغلګر پخپله زموږ په هېواد راننوتي او کله يې هم خپل استازي په هېواد کې دننه روزلي او پاللي دي، خو په پايله کې افغان ملت غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

د افغانانو دښمن په بېلابېلو څیرو ، بڼو او لارو په موږ برید کړی ، کله د ( سمون او پرمختګ ) کله د عدالت او مساوات، کله (کور، کالي، ډوډۍ) کله د دین، کله ولسواکي او نورې بېلابېلې پلمې چې هېواد مو راځنې ونيسي. کله چې دوی په پوځي ډګر کې ماتې خوړلې ، بیا يې بله لاره نيولې چې په ګټڼه يې موږ مات کړي، خو خيالونه او خوبونه يې خاورو ته وړي دي.

زموږ د دین، ملت او هېواد دښمنان د خپلو استازو په وسیله زموږ کورته راننوتي او هڅه يې داده چې په يو ډول موږ سپک او ورک کړي. له يوې خوا په وسلو او بمونو زموږ وګړي وژني ، له بلې خوا په فرهنګي ډګر کې زموږ د دين ، ملت او هېواد په وژنه او ورکونه بوخت دي. زموږ د ارزښتونو د رټنې او سپکونې لپاره په کور او بهر کې ستر ستر مرکزونه جوړشوي ، رسنۍ جوړې شوي ، جعلي او کاغذي شاعران او لیکوالان روزل شوي، کتابونه ليکل شوي او نور چې د یوه پراخ یرغل په اډانه کې دا لړۍ روانه ده.

د تاريخ په يوه برخه کې ګورو چې کله افغان اهنګران پخپلو زرینو ګوتو او فکرونو داسې وسلې جوړوي چې د وخت ستره امپراتوري پرې ماتوي ، نو په هېواد کې د اهنګرانو د سپکونې او رټنې هڅې پيليږي او د دوي ټولنيز دريځ زیانمنوي؛ د دې لپاره چې د غه افغان اتلان له کاره وغورځول شي او په ټوله کې ټولنه او دولت کمزوری شي.

زموږ هېواد يو بڼ دی او قومونه يې رنګارنګ ګلونه چې هر یو جلا جوړښت ، رنګ او بوی لري ، خو ټول ښکلي او خپل هېواد يې د بڼ په څیر ښکلی کړی دی. هيڅوک بد نه دی ، ټول ښه او درانه دي ، یوازې ځينې وګړي سپک او خاينين دي.

که اصلي موخې ته ورشو ، ګورو چې زموږ په فرهنګي ډګر او بیا په ځانګړې توګه ټوکو ټکالو کې ځينې داسې دي چې طبيعي او واقعيي نه دي ، بلکې جعلي او سياسي دي ، لکه د وردګو ذکي ، میړني او مجاهد ولس او وګړي چې ډیر په ټوکو کې سپکيږي، په ورته ډول لغمانیان او نور هم ور ډیروم. خو حقیقت بل دی ؟

په ټولیز ډول که افغان هېواد او ټولنه تر څېړنې او کتنې لاندې نیسو ، په دې کې شک نه شته چې ټول د انسانانو په توګه کمزوري او انسان له تیروتنو سره مخ دی ، کېدای شي داسې کوم کار يې کړی وي چې د خندا وړ وي ، خو ډېرې ټوکې داسې دي چې د افغان قومونو د سپکاوي لپاره جوړې شوې دي. پښتون، هزاره ، ازبک ، تاجک ، ترکمن او نور په ټولو پسې سپکې ټوکې جوړې شوې دي ، خو په دوی کې بیا په یوې قومې ډلې پسې لږې ټوکې شته په نورو پسې ډیرې دی. ګمان کوم په ټوکو کې د نورو قومونو سپکونه هم د د وی کار دی ، هغه لږې ټوکې چې په دوی پسې جوړې شوي ، د نورو قومونو غبرګون دی ، خو په پايله کې ټوله لړۍ کورنۍ نه ، بلکې باندنۍ ده.

وردګ ، لغمانیان او نور افغان قومونه او سيمې ولې د داسې سپکوونکو ټوکو تر برید لاندې نیول کيږي او شوي دي؟ دا خبره وړاندې څه نا څه سپينه شوه وايي ( کومه ونه چې میوه نیسي ، ډبرې خوري ). وردګ هغه افغانه ، پښتتنه ، میړنۍ وګړنۍ ډله ده چې تر هر چا ډیر پوه، ذکي ، زیارکښ او هوښیار وګړي لري او تر ټولو ډیر د افغان هېواد د پرمختګ لپاره يو پياوړی ځواک دی . هغه ځواک چې پخوا هم پياوړی ، میړنی او مجاهد وو او اوس هم. له دې امله د هېواد د دين او ملت د د ښمنانو پر وړاندې ډال او ستر خنډ دی؛ نو کله چې دښمن په مخامخ جګړه کې ماته خوري ، بیا له شا وار کوي.

خپله خبره راغونډوم او غواړم په څرګنده ووايم، نن چې په ځينو وګړو ، ناستو او مخابراتي شبکو کې د وردګو په اړه کومې ټوکې يوبل ته خپريږي؛ ټولې جعلي او پلاستيکي دي او په زغرده ويلای شم چې په ایران او نورو افغان دښمنه هېوادونو او هېواد کې د دوی د لاسپوڅو په وسيله جوړيږي او خپريږي. ځينې بې شعوره وګړي او ځوانان ورباندې خپل ارزښناک وخت ضايع کوي ، له بلې خوا د هېواد سترو ارزښتونو ته زیان رسوي. هغوی چې په شعوري توګه دا کار کوي ، ګرم نه دي ، هغوی ته څه ويل هم نه لرم، په هغوی پسې مو توره او قلم رااخستي او ورسره جنګيږو.

په وردګو وغږېدم ، خو د دې ترڅنګ لغمانیان هم همداسې د دښمن تر ورته برید لاندې دي ، ځکه دوی هم د ټولو افغانانو په څیر ډیر پوه، زیارکښ او هوښیار دي. کله چې څوک داسې وي او د افغان هېواد د پرمختګ او سوکالۍ سبب ګرځي ؛ نو څرګنده ده چې دښمن يې د هر ډول سپکاوي او رټنې هڅه کوي.

له بده مرغه ، موږ پخپل هېواد کې يوه پیاوړې ملي واکمني نه لرو ، چې ټول کولتوري او فرهنګي توکي د ملي لیدلوري او تګلارې له مخې وڅېړل شي، خو زه د شته څارنوالۍ، اطلاعاتو او کولتور وزارت او ملي امنيت له ادارو غواړم چې دا هر څه وڅاري، رسنۍ او مخابراتي شبکې هم وپوهول شي چې دا ډول توکي پخپلو شبکو کې خپاره نه کړي چې زموږ دین، هېواد او ملت ته ګواښ دي.

One thought on “وردګ؛ تر برید لاندې/ ثناګل اوریاخيل”
  1. گران اوریا خیل صاحب

    ستاسولیکنه د زیات قدر وړ ده الله دی عزت وکړه
    هیله ده چی نا پوهه خلک ور څخه څه زده کړی او همدا رنګه ستاسی په شان با احساسه افغانان د ناپوهه خلکو د پوهولو لپاره خپل قلم روان و ساتی
    مننه

ځواب ورکول Abdul Bari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *