د کابل په څنګ وردګو ولایت کې د کابل-کندهار لویې لارې ته څيرمه د سیداباد ولسوالۍ د ټوپ دښتې په سیمه کې سلګونه جریبه دولتي ځمکه د غصب په حال کې ده او تر لسګونه جریبه یې تر اوسه دیوالونه چاپير شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده. د غصب دغه لړۍ له تېرو دوه اونیو راهیسې پيل شوې، له هغه وخته چې وردګو ولایت ته نوي والي حیات الله حیات هم تللی دی.د دغه ځمکې په شاخوا کې د ملي پولیسو او ملي پوځ څو پوستې او مخامخ یې د لویې لارې بلې غاړې ته د وردګو د پولیسو روزنیز مرکز پروت دی؛ خو دوی ټولو تر اوسه د غصب مخه نه ده نیولې او نه یې په دې اړه کوم اقدام کړی. سرنوشت ورځپاڼې داسې اسناد تر لاسه کړي، چې دغه ځمکه دولتي او د ولایت د املاکو او اراضي په اداره کې په (۲۷۴۹) نمبر فورمه په ۱۳۴۷ لمریز کال کې دولتي تثبت شوې ده.

د سیمې د قومي مشرانو په وینا د دغه ځمکې جنوبي لوري ته د وردګو پوهنتون پروت دی او سیمه اییزو زورواکو ځکه ددغه ځمکې غصب ته تازه زړه ښه کړی چې د پوهنتون چارې پیل شوې او د ځمکې ارزښت د پخوا په پرتله لوړ شوی دی. د قومي مشرانو په وینا د غصب بل لامل دادی چې وردګو ته نوی والي راغلی او زورواکي فکر کوي، چې د والي تر خبریدو وړاندې باید دا ځمکه غصب شي.

د سیمې یو قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل، ددغه ځمکې په غصب کې درې کسان مخامخ او څو نور کسان چې په دولتي پوسټونو کار کوي غیر مستقیم ښکېل دي او غواړي دلته ښارګوټی جوړ کړي. ددغه قومي مشر په وینا له کلونو راهیسې دغه ځمکه د دولتي ځمکې په نوم پرته وه؛ او پلان داسې وو چې د روغتون، دیني مدرسې او ښوونځي په ګډون ځېنې دولتي تاسیسات په کې جوړ شي؛ خو اوس یې د غصب لړۍ په چټکۍ روانه ده او که مخه یې ونه نیول شي یو میاشت ورسته به تر نږدې درې زره جریبه ځمکه دیوال چاپير شي. هغه انځورونه چې سرنوشت تر لاسه کړي په کې ښکاري، چې تر یوه لویه دښته دیوالونه د چاپېرېدو په حال کې دي او د معلوماتو له مخې شپه او ورځ په دغه سیمه کې کار کیږي. د وردګو والي حیات الله حیات وايي، دی به په دې مسئله کې جدي اقدام وکړي او له فساد او غصب سره مبارزه یې کاري لومړیتوب دی. حیات سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: (( زه تر اوسه په ټوپ دښته کې د ځمکې د غصب له موضوع نه یم خبر شوی، خو ډاډ درکوم چې له اداري فساد او غصب سره موږ جهاد اعلان کړی او هیچاته به اجازه ورنه کړو چې دولتي ځمکه غصب کړي.)) په ټوپ دښته کې اله سنګ ته څيرمه د ځمکې دغصب یوه کوچنۍ بېلګه ده، د هېواد په ګڼو سیمو کې هره ورځ زرګونه جریبه ځمکه تازه غصبیږي او زورواکي خیټې پرې اچوي. ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې ټولې دولتي ځمکې به له غاصبینو خلاصوي او ژغوري؛ خو د دغه کار کوم عملي څرک تر اوسه نه ترسترګو کیږي.

One thought on “وردګو کې د سلګونه جریبه دولتي ځمکې تازه غصب روان دی”

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *