بېګا مې د پلار سره تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې کلي ته به د یوه اړین کار په موخه  سفر کوم، خو کله مو چې سهار له کلیوالو سره اړیکه ونیوه راته وویل شول چې د کلي لار د وسلوالو لخوا په ماینونو پوښل شوې او مونږ د غذایي توکو او ناروغانو د درملنې لپاره یوځل جغتو او بیا له هغه ځایه غزني ته ځان رسوو …..

هېره دې نه وی چې زمونږ کلی (مهرو) د وردګو ولایت سید آباد ولسوالۍ د ګربت غرونو لمن کې د کابل- کندهار لویې لارې لویدیځ لور ته په اووه کیلومتري کې واقع دی.

دا منو چې د افغانستان ډېری ولایتونه په تیره بیا پښتون میشته ولایتونه د یوې نامعلومې جګړې په اور کې سوځېږی او وردګو ولایت په ځانګړې ډول سید آباد ولسوالي بیا د بل شوي اور مرکز ګڼل کېږي.

په وردګو ولایت کې مرګ هره ورځ د لسګونو کسانو ژوند اخلي، ښایي چارواکو دعوا وکړي چې د نجات تر نامه لاندې عملیات یې په لار اچولي او یا هم وسلوالو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې خو هر څنګه چې دوی وایې  په وردګو ولایت کې ظلم او ناورین اوج ته رسېدلی هره ورځ څوک د دولت د کارکوونکي، څوک د جاوسوس او څوک د یو لړ شخصي عقدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او  ترڅنګ یې په لویه لار غلاوې او سړي تښتونې د وسلوالو د ورځني ژوند تامین خورا غښتلې منبع ګرځېدلې .

د کابل- غزني لویه لار یا په بل عبارت هغه لومړۍ درجه لار چې مر کز له کندهار او ټولو لویدیځو ولایاتو سره نېښلوي او له نوموړې (سیدآباد) ولسوالۍ څخه تیره شوې شاید د ټولې لارې په اوږدو کې تر ټولو نا امنه برخه همدغه ولسوالۍ وي.  په دغه لاره د دولتي او موسساتو اکمالاتي کاروانونو چې له یوې خوا یې د موټرو تګ راتګ ته ستونزې راولاړې کړې خو بل خوا په دغه کاروان د وسلوالو  بریدونو ډېری ولسي  خلک خپلو کورنو پرېښولو ته اړ کړي.

په دغه ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځۍ یواځې په نوم فعالیت کوی او ۹۰ سلنه معاشونه او نور مرستې د وسلوالو جیبونو ته لویږی، او پاتې نورې ښوونځۍ هم په مستقیم او غیر مستقیم  ډول د وسلوالو تر اغیزې لاندې فعالیت کوي، او زیاتره ښوونځۍ شاګردان د وسلوالو سره یوځای کیدل د ځان لپاره غوره بوختیا ګڼي ..

دغه ولسوالۍ ته د مرکزی دولت نه پاملرنه د وسلوالو پراخه شتون ورځ تر بله پیاوړی کوي، او اوسني عادتي عملیات  پرځای ددې چې د ولسونو ستونزې کمې کړي وسلوالو ته سکون او پياوړتیا انګیزه ورکړې. زما غوښته د مرکزي دولت او وردګو ولایت مسئولینو څخه داده چې د سیمې  ستراتیژیک موقعت ته په کتلو سره ددغه ولسوالۍ امنیتی وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د وسلوالو د پراخه ځپلو په موخه شپني او ورځني عملیات د نورو ولایاتو په شان په خورا زور او ځواک سره په کار واچوي تر څو مونږ ولس له دغه ناولې پدیدې څخه خلاص او وردګو ولایت یوځل بیا د سولې او پرمختګ مرکز وګرځي.

په درناوي

One thought on “وردګ د چارواکو له سترګو پټ زندان/ ج. مهرووال”
  1. Salam.
    Ka pa wardago ke fasad nawi no mehrabani de wakri aw khpala defa de da zor la lareh tr lasa kri.ka wardag ke fasad nawi no da punjabi speyan de cha pa korono ke pa jayona lari. Ghal aw qatel aw talib sara la punjabi sepyano sara tol delta ra tol sawi aw hamda de wardago pa kalyo ke aw zwand kawi aw hm dalta de hokomat zed aw mili kheyanat tr sara kawi aw de chur aw de pakistan pa larshowi afghanan zawrawi aw pa qatl ke hm las lari. Wardak ham shorwa ghwari aw hm amn, dasi namomken da…

ځواب ورکول pashton ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *