دا لیکنه د دې لپاره نه کوم، چې پر چا احسان بار کړم. بلکې د دې لپاره یې کوم، چې بل څوک، لکه ما، خپله څېره د دې ولس لپاره په بې خوبیو خرابه نه کړي.
څلور کاله مې د همدې پښتانه د دښمنانو پر خلاف شپه ورځ یوه کړه. د ښځې وخت، د ماشومانو لورانو وخت، د مور پلار وخت، د خپلو روابطو وخت، هرڅه مې همدې کار ته وقف کړل. دری کاله مې د همدې هدف لپاره پلار ونه لید. مشر او کشر وروڼه خفه، کورنۍ په وېره او وحشت کې.
سړیه څه کوې ناولده خلک کور ته راولې؟ سړیه څه کوې په نیمو شپو لرې لرې ګرځې؟
زما ماما تېر کال شهید شو، په ټلیفون یې را ته وژړل چې مه کوه، د خدای روی ته وګوره، کرزی یې وروڼه ګڼي، ته یې د وروڼو لمن ور پورته کوې. څه درباندې لازمه ده.
زه به د خدای په ذات قسم درته وکړم، چې زما له طالب سره له افغانستانه، له پښتانه پرته بله شخړه نه وه.
خدای مې پوره کړې نه وه، پر مرګونو واوښتم.
دری کاله مې بېخوبي وکړه. دری کاله، هره شپه په دوولسو، یوه بجه کور ته لاړم.
د دې لارې ملګریو ته مې د زړه وینې ورکړې.
خپل معاش مې، د خپل اودلاد نفقه مې د جګړې جبهاتو ته واستوله.
شېبه شېبه مې د مرګ خطر احساس کړ. شېبه شېبه مې د کمین خطر، ګواښ احساس کړ.
پای دا وشول چې هغو سپک کړم، چې ما یې پر سر عالمونه خفه کړي ول. ما یې پر سر خپله دنده په خطر کې غورځولې وه. هغو ګوندونو د هغه اساسي قانون پر سر وښکنځلم، چې همدې اساسي قانون د جواز اجازه ورکړې.
ما به ورته ویل چې خبر واورئ، دوی به لکه مچ چې په مخه کړي وي، ټوپونه وهل.
ما به ورته ویل چې زما دغه هدف دی، دوی به ویل چې نه، ستا هغه هدف دی.
ما به پښتو ورته ویله، دوی به زما پښتو په خپله غرضي پښتو ترجمه کوله.
ملګري راشي، نصیحت را ته کوي. نصیحت مو په بلا وهم، د سپیو خولې مو در بندې کړئ. نن هماغه حمید شېراڼي هم نصیحت را ته پیل کړ، چې ما پرې د فشار را کمولو لپاره خپل وروستی او لېونی پوسټ کړی و.
هغه هم زما او زما د پروژه یي حریف په منځ کې بې طرفه دی.
ټول را ته وایي چې ته په حقه یې، خو د خولې بندولو نصیحت هم ما ته کوي.
نو چې په حقه یم، نو آیا خلک د حق ویونکي خوله ور بندوي؟
آیا د شر مخه د بحث په بندولو نیول کېږي، که د بحث په نتیجې اخیستلو؟
ملامت زما حریف ګڼي، او نصیحت ما ته کوي. یا ربه، دا په څه ډول خلکو سر یم.
له هغو یو څو صادقو ملګرو سخته بښنه غواړم چې زما پر سر ودردېدل. زما پر سر یواځې شول، خو هغوی هم ډېر کم ول. هغوی هم د اقلیت د اقلیت اقلیت ول.
آخر مې زړه را ته وایي چې قراره، د چا لپاره لګیا یې؟ د چا دفاع کوې؟ د چا لپاره دې ژوند په داو لګولی؟ د چا لپاره دې خپل شعر د شعار قرباني کړ؟ د چا لپاره دې پر ځان د کافر او مرتد تورونه منل؟
د هغه چا لپاره چې په کلیو کې دې په کفر تورنوي، او په ښارونو کې دې په نه پښتونولي؟ د هغه چا لپاره، چې ته ورته ژاړې، او دی دې په خوله پورې خاندي؟
پرېږده قراره یاره، چېرته به طالب وای چې عزت دې کېدلای. چېرته به دروغجن وای، چې د ښې ډپلوماسۍ اوازه دې تللې وای. چېرته به دې د پروژو دلالي پیل کړې وای چې خلکو خپل مشر او مخور ګڼلای.
مجيد قرار
قرار صیب، ما ته خو دا دویمه پرده ښکاري او له اولې نه پوه نه یم چې څه او څنګه به وي، خو دومره به دې پوه کړم چې لاروي مېوه لرونکې ونه په کاڼو ولي، زړه مه خفه کوه، پښتني ټولنه ټولو ځوانانو ته اړتیا لري. ما ولیدل چې نهه کلنې او لس کلنې هزاره وطندارې تکواندو، ووشو او کراټې کوي نو زمونږ نران ولې د یوه چا په نقد یا رټنه باندې داسې زړه ماتي شي. وخت د هیچا ښه او بد نه پټوي، پرمخ ځه او د افغان ولس خدمت ته ملا کلکه کړه. په مینه، خېټور
خیټور صیب ډیره ښه خبره مو کړیده
خو افسوس پدې چې هیڅوک ددې قرار د ناقراره ورځې دوست نه یو، بلکه دا موږ د قرار طرفدار هم یوازې د قرار صیب خبرو ته خوشحاله یو، کچیرې د کوم ناورین یا خطر سره مخ شي لمړی به زه او ته ترې مخ اوړوو.
دا زموږ لویه ټولنیزه کمزوري ده، هزاره لس کلنې بیا زموږ برخلاف د ټولو هزاره ګانو لخوا بدرګه کیږي
قرارد صاحب سلامونه
تل دې په تاند او فیسبوک کې لیکنې لولم. تاسو د خدای او وطن لپاره لیکنې کوئ، د خدای او ګران افغانستان او افغان ملت لپاره مو شپه او ورځ په خان یوه کړې ده. څوک چې په خپل کار کې صادق وي بیا بیا نهیلی کیږي ځکه چې(زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده)
پکار ده هغه قوم ته ډیر کار وشي او د هغه دپاره زیاتې سپکې سپورې وزغمل شي چې ناپوه وي. که زموږ ملت او قوم پوی وای بیا خو غم نه و نه ستا د شپې او ورځ یو کولو ته اړتیا وه او نه د بل چا بناً مایوسه کېږئ مه او خپل کار ته تر پخوا هم په لا انرژۍ او حوصله ادامه ورکړئ قضاوت تاریخ او خدای پاک ته پرېږدئ.
همدومره عمرزی
قرار صاحب سلامونه
ستا خپګان خپل خپګان ګڼم. خو په یاد لره حتي حضرت پیغمبر د خپل رسالت د رسولو په لاره کې سپکې سپورې زغملې دي. پاچاخان ، منډیلا او نورو سترو شخصیتونو څومره سپکې او سختۍ تېرې کړي دي. هغوی چې نن تا ته بد وايي مطمینه اوسه چې سبا یې نظر بدلېږي ځکه چې ته صادق یې هر څه د خپل ګران افغانستان او افغان ملت د یووالي او ژغورنې دپاره وايې.
که ته هم مایوسه شې څه فکر کوې چې میدان به چا ته ورپاتې شي؟
تاسو د انترنټ په دې مجازي دنیا کې تر ټولو ستر مبارز یاست خدای مو لره او حوصله مو لوړه اوسه
ګوره قرار صیب مشکل بل چیرته ده ، هغه دا چی تا به چی کله مخکی پوستونه لیکل او مونږ ټولو له زرو ډیرو کسانو به چی در سره منل مطلب دا و چی ستا پوستونه پر ځای او قابل د احترام و……………….خو ستا پدی آخرو پوستونو باندی له زرو ډیروکسانو انتقاد وکړ او اکثریت یی هغه زرکسان و چی همیش به یی ستا پوستونه تایدول !!!!!! اوس څنګه په یو ځل ۱۸۰ درجی ستا خلاف شول مطلب دا چی ستا پوست غلط و!!!!!! اوکه مونږ اوس دوی ته ناپوه ووایو نو یوه هفته مخکی خو دوی ټول پوه ول دا څنګه ټول په یو ځل بی عقل شول!!!!!!!!! اشنا یوه خبره واضح درته وکړم هغه داچی مونږ له تا سره ۹۹ فیصده پوستونه منواو دایو فیصد باید ته راسره ومنی !!!!!!! او که خپل قوم هر څومره بد هم شی بیا هم له پردیو ښه دی او ته چی د قوم د راویښدلو خبری کوی نو لطفا د ګاندی کتابونو ته مراجعه وکړه!!!!! اوریښتیا یوه بله خبره پدی نکیږی چی ته په یو حقیقی انتقاد مونږ له فرینډ لیسته ختم کړی ځکه مونږ غواړو تا سره پدی میشن کی ملګری واوسو!!!!!!!!!!
یره سر می په دغه لیک اومقالی بیخی خلاص نشو، دغه ابتکاری لیکوونکی مجید قرار صیب پر ما ډیر ګران دی حتی تر دیی چه دده لیکنی می دتاند څخه په یوه کوټنۍ (folder) کی کاپی کړیدی، اوپه وارونو وارونو یی لولم، فقط دده په ټولو لیکنو کی ما دده په یوه مقاله(چه دپښتنو په رواجونو کی …… ډیرلوړ تللی وه) ښایی یا به ما دورور ددغی مقالی څخه پوره برداشت نه وه اخستی او یا نور، خیر بیا په هغه وخت سره ما سخته تبصره ولیکله خدای دی وکړی چه ورور راڅخه خفه شوی نه وی، ورور ته وایم ستا په ټولو لیکنو کی یو خاص خوند پروت دی او په نوی نوښت سره په زړه پوری مقالی اولیکنی کوی او په ویلو یی سړی ښه خوند اخلی.
د ورور څخه په اخره کی زما خواست دادی که دهر چا څخه ګیله مند شوی یی مګر لیکنی مه بندوه، ځکه ددی مقالی په عنوان کی دیی لیکلی دی وروستۍ کړۍ چه مونږ مو په تشویش واچولو.
روغ اوجوړ اوسی ستاسی دنورو لیکنو په طمع
م . افغان
والسلام
یره سر می په دغه لیک اومقالی بیخی خلاص نشو، دغه ابتکاری لیکوونکی مجید قرار صیب پر ما ډیر ګران دی حتی تر دیی چه دده لیکنی می دتاند څخه په یوه کوټنۍ (فولډر)کی کاپی کړیدی، اوپه وارونو وارونو یی لولم، فقط دده په ټولو لیکنو کی ما دده په یوه مقاله(چه دپښتنو په رواجونو کی …… ډیرلوړ تللی وه) ښایی یا به ما دورور ددغی مقالی څخه پوره برداشت نه وه اخستی او یا نور، خیر بیا په هغه وخت سره ما سخته تبصره ولیکله خدای دی وکړی چه ورور راڅخه خفه شوی نه وی، ورور ته وایم ستا په ټولو لیکنو کی یو خاص خوند پروت دی او په نوی نوښت سره په زړه پوری مقالی اولیکنی کوی او په ویلو یی سړی ښه خوند اخلی.
د ورور څخه په اخره کی زما خواست دادی که دهر چا څخه ګیله مند شوی یی مګر لیکنی مه بندوه، ځکه ددی مقالی په عنوان کی دیی لیکلی دی وروستۍ کړۍ چه مونږ مو په تشویش واچولو.
روغ اوجوړ اوسی ستاسی دنورو لیکنو په طمع
م . افغان
والسلام
سلام ټولو پښتنو ورونو ته
داچې قرار مې والاکه لیدلی هم وی بیدون د فیسبوک نه
باید ووایم چې مجید قرار هغه مبارز ده چې تل یي د پښتو او د پښتنو دفاع کړی ټوله شعر شاعري او لیکنی د پښتو لپاره وې خو نن څو اشخاصو داسی محشر جوړ کړی چا به چی د قرار لیکنو ته چک چک وهه قرار هغه ځوان ده چا چی د پاکستانک هر یوې نقطه ته شل کرښی مات غاښيې جواب ورکړ دير داسي ليكني شعرونه دي چي ليكل يي دلته نا ممكن دي قرار صیب نه مو هیله دا ده چی خپله سپیڅلي مبارزه جاری وساتي الله دی قرار صیب مه خفه کوه مونږ دی تر شاه یو که هر ځای کی یاستو خو تاسره یو
ستا د خوشحالي او سلامت صحت په هیله
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
ښاغلي قرار صيب ته بايد دومره ياده شي، چې د افغان ملت ۳۰ ميليونه انسانان دي او تاسو به له خپل اند سره ځينې ليکنې او نظريات ليکلي وي، چې زياتره يې لکه نننۍ ليکنه له ګېلو او يا د خپګان له ګواښونو نه ډکه دي، چې له يوې خوا دا وايې، چې پر هېچا احسان نه کړم، مګر له بل پلوه ټول ټبر ته د نغوتې ګوته نيسې، چې د پښتو له متل سره سم، چې وايي: مسافر کلي ته لېونی وايي او کلی مسافر ته!
ښاغليه قرار صيبه: ستاسو دريځ د افغانستان د وسلوال مقاومت ضد دريځ دی، چې له مشرانو يې تر کشرانو ستاسو په ليکنو کې په بدو ستايل شوي دي! مګر تاسو ځکه بايد دغه دريځ ولری، چې د کرزي په دولت کې د يو وزارت او يا رياست وياند او يا مشاور یاست او يآ کوم ژورناليست يا خبريال، چې تبليغ مو دنده ده، نو بيا به د شرم خبره وي، چې له هغه لوښي هم وخورې او هم بيا ميتيازې پکې وکړې!
په دې کې شک نه شته، چې افغانستان د طالبانو، شمال ټلوالې، کمونيستانو او نننيو تيکنوکراتانو لخوا ځپل شوی دی، د افغان ولس ولسي او ملي ذهنيت يې ورته وران کړی او حتی وژلی يې دی، مګر تاسو محترم هم د دغه بېړۍ يوه برخه وی او نن بيا ګيله له ځپېدلي ملته کوی! افغان ولس نه طالب مني او نه هم کرزي خېل، مګر ستونزه دا ده، چې ټولنه وېشل شوې ده، جې يو شمېر د ظالم او نور د لاسپوڅو تر څنک درېدلي او دواړه خواوې تر خپله بريده د افغان ولس هويت، انساني ارزښتونه او بشري هلې ځلې ځپي! اما ته ګومان کوي، چې ملت ته خدمت کوي!
په پای کې به د يو نا پېژندل شوي انسان خبره ياده کړم، چې ويل به يې: د افغانستان خلک او په تېره بيا پښتانه له ۳۰۰۰ کلونو اوږد تاريخ لري، تر نننه يې هم پښتو وساتله او هم يې خپل هويت وساتلو، نو په راتلونکي کې به هم د افغان ولس په هويت کې زما، ستا او نورو کرښې به داسې وي، لکه يو څاڅکی اوبه په لوی سمندر کې! نو تاسو له ۶۰ ميليونو پښتنو يو ياست، چې ګوتې مو په قلم ګرځي، مګر د پښتنو ملت په ميلياوناو دی، چې له پښتني ژونده او سيمه ييز ذهنيته الهام اخلي، چې شپه په وچه ډودې او اوبو تېروي، مګر د افغان ولس د ساتنې لپاره خپل سر په ورغوي کې ګرځوي!
په دې هيله چې تاسو د خپلو کړو وړو په اړه لکه يو خاکسار انسان فکر وکړی، مګر نه لکه يو مدمغ او د احساساتو په ګدۍ سپور افغان، ځکه با سواده يې او کېدلی شي، په رېښتيا هم مثبت ګامونه پورته کړې.
معه سلامو کم الاهلول افغانيون
ملا ميوند
قرار صاحب: تاسو نوم سره زه اوس اشنا شوم، زه فکر کوم چه تول ځوانان زمونژ داسی ستونزی لری، ولی بیا داسی کمزوری ندی لکه چه خپل ځان تاسی وینی، زه هم یو ځوان یم، ستاسو نه زما ستونزی دیری دی، هر سړی پخپل مسلک که وطن ته خدمت کولای شی، په هر موقیف که چه وی، تاسو خو یو سو مینوال هم لری چه کمک درسره وکړی ولی زه د الله ج نه بغیر بل هیڅوک هم نلرم، ما دخپل د وطن ځوانانو ته که هغه پښتون دی، که هزاره دی، که تاجک دی خو چه ددی خاوری بچی دی زه د هغوی په ترقی او تعلیم که کوشش کوم او اوس هم همدغه ځوانان د نړی نورو ملکونو ته ور پیزنم، دا هرڅه د وطن لپاره کوم او د موقف لاسته راوړو لپاره نه کوم، تاسو خو د حکومت نه سر هم ټکوی خو ماته د حکومت لخوا نیغ په نغه جواب هم راکړل شوی او وویلی چه زمونژ پری څه چه د ځوانانو ته څه کوی، خو ستاسو خوندی مه هوسیله ندی بایللی او دخپل دو ینو تر اخری قطری پوری به د ځوانانو په پرمختک کار کوم، زه خواشنی پدی یم چه په پښتنو که داسی ځوانان زه ولی ینم، زما له نظره که تاسو که واقعی د وطن لپاره کو احساس لری نو خپلی لیکنی داسی مه کوی، تاسو دخپل ځان لپاره یو لس کسه نور هم لخپلی مبارزی اړوی او دا منفی فکرونه بند کړی که چیرته دی په مکتب که د نو ویلی نو د آندرا کاندی کتاب یوځل و وایی، دا لیکنی زه د نور ځوانانو پخاطر لیکم، جهاد خلک د خدای ج او دو طن لپاره کوی،
قراره وروره، يا رانه كى بنگرى ماتيژى،!!!بله ده چى دا د طبيعت قانون دى چى آباديدل په تدريج سره كيژى، خو ورانوالو ته بيا ثانيى هم كافى وخت دى، تا موژ كى په تدريج آبادى وكره، خو په يو بم دى هر حًه درى ورى كرل. د يو ستل اوبو مردارولو ته يو حًاحًكى ميتازى كفايت كوى، دا پاس رحمان وهاج ورور خو منطقى خبره درته كرى، تا چى موژ ته شغالان بيانول او حًپل موژ تول درسره همغژى وو، خو يو دم د افغان بل دشمن تپوس ته دى لاس ورتير كر او هغه ته دى زموژ احترام وغوشت ،نو شغال او تپوس خو داواره مردار خور دى حًنگه يوه ته بايد بد وويل شى او بل ته شه،
او چى كله دى وليدل چى سلو كى ٩٨ كسه پدى راضى ندى چى تپوس ته بايد د تپوس د مينوالو په خاطر كه هم كيژى احترام وكرى، خو بيا ته خبره هيره كره تير شه ورنه ، ،يا د دئ ٩٨٪ دوستانو نه معذرت وغوره، ضرور خو نده چى ستا هره خبره د كانى كرخه وى،
گوره وروره خوژ قلم لرى ، تيره منطق سره ، مبارزه دى چالانه ساته په دى يو مردار تپوس باندى خپل مزاج مه دروندوه،
ته خو ليكوال يي تولنى سره مخاطب يي او تولنه كه خو راز راز افكار موجود دى تول خو بايد يوه بوجى كى ونه تلى.
نور نو كامياب او سر لورى اوسى، الله پاك دى د هر دول دشمن نه په امان لره.
ايمل دوست
سلام ټولو پښتنو ورونو ته
داچې قرار مې والاکه لیدلی هم وی بیدون د فیسبوک نه
باید ووایم چې مجید قرار هغه مبارز ده چې تل یي د پښتو او د پښتنو دفاع کړی ټوله شعر شاعري او لیکنی د پښتو لپاره وې خو نن څو اشخاصو داسی محشر جوړ کړی چا به چی د قرار لیکنو ته چک چک وهه قرار هغه ځوان ده چا چی د پاکستانک هر یوې نقطه ته شل کرښی غاښ ماتی جواب ورکړ قرار صیب نه مو هیله دا ده چی خپله سپیڅلي مبارزه جاری وساتي الله دی قرار صیب مه خفه کوه مونږ دی تر شاه یو که هر ځای کی یاستو خو تاسره یو
ستا د خوشحالي او سلامت صحت په هیله
قرار صیب ستړی مشې
ماخو پکر هم نکړو چې ته به داسې څه ولیکې ایا تاسو ځان د داسې ملګرو سره مساوي کوی چې هغوي ستا په قدر نه پوهیږي او یا کیداې شي چې رخه درسره لري او ستا لیکنې او مینه وال د ځان په پرتله نشي زغملای
دا یو سوال به درته وکړم چې تا په یوازې سر دا چڼي سمبال کړي وو او داخبره مونږ په اروپا کې ډیر ځلې کړې چې ملایان او چڼي یی دومره بیکاره خلک دي والاکه خو یو د قرار ځواب هم ورکړای شي نور خو پریږده
چې څوک پوهیږي هغه دې په قدر هم پوهیږي او چې نه پوهیږي له هغوي ګیله مه کوه
ستاسو د ډیرو لیکنو په هیله
نااشنا شینواری
My dear frind, you are on the wright way and do not think stop writing.i am always reading yor article.
ملګري راشي، نصیحت را ته کوي. نصیحت مو په بلا وهم، د سپیو خولې مو در بندې کړئ.
د نظر اختلاف طبیعي خبره ده خو یو بل ته د احترام په چوکاټ کې ځواب پکار دی. د قرار صاحب په پاسنۍ جمله کې جذبات ډېر غالب دي. د قرار صاحب او نورو بحث ما نه دی لوستی خو که نورو هم دغسې توندې خبرې کړې وي نو بیا خو اشتباه شوې ده. زما په اند اختلاف به کوو خو د یو بل په شخصیت تیری او یو بل ته داسې خبره کول به سمه نه ګڼو چې توهین یې حسابولای شو. زموږ ټولنه خورا زیاته پرېشانه او عصباني ده. زموږ کمال به دا وی چې عصابیت یې ورکم کړو، نه زیات.
I m supporting you Qarar Saab! Please step forward for the beloved nation. Thanks Qarar Saab
قرار سوك دي ؟ پام كوه چي د شمالي بدنامي تلوالي طرفدار نشي غرق به مو كري نه به د دين شي او نه به د ساه دين شي
قرار صیب سلامونه
سره له دی چې زه ډیره کله ستا پر پوسټونو تبصره نه کوم خو تل مې لوستي همیشه پر منطق ولاړی خبري کوې . خو د ورستي پوسټ دې کلک ملاتړ کوم ځکه پر منطق سربیره د ملي یو والي لپاره یو ګام وو. زه هغه کسانو ته چې د دغې خبري مخالف وو دا وایم چې زموږ نفرت هیڅکله هم نشي کولي چې د هغوي له زړونو مسعود وباسي زه مسعود اتل نه ګڼم خو دا چې که خاین ورته وایم نو یو څوک حتما شه چې زما احمد شاه بابا ، میروس نیکه غازی امان الله خان ، وزیر محمد ګل خان او په لسګونو هغو کسانو ته سپکاوی کوی چې موږ ورته احترام لرو.
ښاغلی قرار، د مبارزی نه لاس اخستل په دی معنی ده چې تاسي د هغو کسانو غوښتونو ته تسلیم یاست کوم چې دې ښکنځي او دا به د دوې لویه لاسته راړنه وي چې ته ورته ډګر خوشي کړي
سلامونه قرار صیب، بغیر له شکه چې ځینې هېوادوال داسې فکر کوي چې قرار صیب د جنایت غندل اصل نه جوړوي ځکه چې ټول جنایت کونکي او مفسدین نه په ګوته کوي بلکې یواځې طالب یې هدف ټاکلی. ډېره به ښه وای چې ټول جاسوسان، جنایت کونکي، مفسدین، د قوم ټیکه داران او غاصبین مو ټکولی خو دا هم حقیقت دی چې هر انسان تر خپل توان پړ دی. د طالبانو جنایت که غندۍ دا هم لوی کار دی.
ګران ورور قرار صیب، په مبارزه کې نا امیدي ، احساسات او بې حوصېلګي نشته. زما هیله داده چې تل استواره اوسﺉ او کومه لار مو چې ټاکلې مخ پر وړانې ولاړ شﺉ ترڅو مو ټولنه سوکالۍ لور ته ولاړه شي او د نظر بیانولو اصل په ټولنه کې رایج شي.
قرارګله لومړی مې سلامونه قبول کړه، له سلام نه وروسته په فیسبوک کی می ستا پوسټونه وکتل خو چې رښتیا ووایم خوند یې رانکړ، ځکه خو مې پر تبصره هم نه کوله،، تاسو خپله پښتونولي پرېښې ده او د داسي یو خاین ملاتړ او صفت ته دې ملا تړلې ده چې لاسونه یې ستا دقوم په وینو سره دي. دا څوک چې ته ورته خپل ورونه وایي ورشه وګوره چې ستا قوم په کومو سپکو نومونو یادوي، ته د افغانستان خبره کوې خو ستا دا ملګري د افغانستان نوم نه مني نو افغانستان به پرې څه ومنې، ستا ملي بیرغ نه منی او په دې وطن کې د سره ستا حق نه ګڼي.چاپلوسی هم تر یو حده خوند کوي نه دا چې د خپل موقف د ساتلو لپاره دخپل قوم سپکاوی وشي، تا د یون صیب سپکاوی کړی چې زما په مذهب کې دا ګناه هیڅکله د بخښلو نه ده، . .
زه خو دروست په خبره پوه نشوم چی قرار صاحب چا زورولی دی او خرنگه ئی زورولی دی. مونژ هر کار چی کو د خدای رضا او زمونز سرلوری پکی مهمه ده. او هرکله چی پداسی کار واوشتو نو احسان به ئی په چا نه اچو او نه به هم له چا خخه یو رنگ او بل رنگ توقع ولرو.
د قرار پخواني پوسټونه هم غلط وو او اوسني يې هم غلط دي. اوسنۍ جګړه هغه سناريو ده چې د پردې تر شا چلوونکي يې امريکا او پاکستان دي، او قربانيان يې افغانان دي. طالب او د وسله والو ځواکونو سرتېري دواړه هغه افغانان دي، چې په دې لوبه کې يو ډول نه يودول استعمالېږي او کونډې او يتيمان يې موږ ته راپاتې کېږي. که قرار غواړي په رښنتيا وطن وژغوري، نو د لوبې په ختمولو او د لوبې د ماهيت په اړه د خپلو هېوادوالو په خبرولو کې دې مرسته وکړي. ماته هغه طالب چې د خپل بېګناه هېوادوال په مرۍ چاړه کاږي او قرار چې خپل يو بل هېوادوال جګړې ته هڅوي او طالبانو ته د سولې د پيغام پر ځای سپکې سپورې وايي او نور يې هم د دښمن لمنې ته ورټېل وهې، يو دي.
د احمدشاه مسعود په اړه د قرار دويم دريخ تر لومړني هم ډېر بې منطقخه دی، که چېرې دی په رښتيا د ملي یووالي لېوالتيا لري په تاجېکانو او هزاره ګانو کې ډېر ښه او ملي خلک شته،
چې کېدای شي له هغو سره د تفاهم له لارې بنيادي کار وشي، خو دی هغه جنګي جنايتکار چې پر تاجېکانو هم تپل شوی او يوازې لنډغران يې د خپلې لنډغرۍ د سمبول په توګه انځورونه له ځان سره ګرځوي، د افغانستان اتل ګڼي. غوره به دا وای، چې د تاجېکانو رښتيني اتلان مو راپورته کړې وای او نازولي وای.د يوه جنګسالار په تقديرولو سره موږ د ډېرو نورو جنګسالارانو ژرندو ته انسانان ورټل کوو او دا پيغام ورکوو: چا چې ډېر ووژل، هومره به يې عزت او قدرت زيات وي..
یاره قراره موږ ټول درسره یو، ژر مه خواشینی کیږه، انشاالله دا وخت راتلونکی دی چې د هڅو نیالګې به مو ګل وکړي
مو ټول درسره یو
وفا
سلامونه
والله چې ډیر یې خفه کړم،بس همدا زمونږ حالت دی تل داسې کوو چې څوک ریښتیا وايي خوله یې وربندوو ځکه مو نن دا حال دی. او که همداسې وو نو حال به مو له دې هم ډیر بد شي
ملګریه.. خدای دی د بد نظره وساته.. ته په مخ ځه، دا د پښتانه دښمنان اوس د انګریز ډوله نیرنګونو نه کار اخلی.. ته یی غم مه کوه.. ستا مبارزه بی څه نه ده.. ته فکر مه کوه چی ته یوازی یی.. مونږ ټول درسره یو.. خو اوس په یو داسی حالت کی قرار لرو چی د هیچا هم د وسه څه پوره نه دی.. دا چی په تا لګیږی همدغه خلک خو نه غواړی چی ستا په ځیر خلک دی وی په پښتنو کی.. او پاته شوه د ملګرو نصیختونه وروره د هغوی خو زړه درباندی خوږیوه مړه.. داسی زر مه بی حوصلی کیږه
یو ځل بیا هم خپل ملاتړ، ماما د الله پاک وبخښه، او انشاالله ټول مشکلات به د الله رفع کړي
بریا له هغو سره ده چې د ریښتولۍ په خوا کې هلې ځلې کوي
سلام قرار صاحب!
هیله مند یم چي روغ او جوړ وی ستاسو ملتپال او وطنپال احساسات او د ملت او اسلام د دشمنانو پر ضد مبارزه د قدر وړ بولم او تاسو می همیشه د لوی افغانستان دویم غني خان یاد کړي یی . دا روښانه ده هرچا چی دد قوم د ښیګڼی اواز اوچت کړیی پخپله ددی قوم لخوا تر نورو ډیر ځوریدلی، بی عزته شوی، او رټل شوی پاچا خان دد قوم لوستی کول او سیال کول غوښتل انګریزانو ۳۰ کاله بندی کړ، ملایانو کافر کړ، افریدیو پدی چی د اسلحی څخه یی کار نه اخیسته د بیغیرته لقب ورکړ، او نورو لوستو پښتنو ورته د هندوانو د دوستی پیغور ورکاوه خو هغی حقیقی لاره ټاکلی وه او تر اخره دمه یی پرینښوده او وروسته له مرګه هم ژوندی پاتی شو او په پښتنو کی يو پاتی شو او د انسانیت افتخار وګرځید. نور پړه شول مړه شول او هیر شول. نو خپلي مبارزی ته دوام ورکړه ستا مبارزه د جهالت، قتال، بي ناموسی، ظلم او تیارو پر ضد ده او د روښنایی، مینی، ابادی، ویښتیا او وطنپالنی لاری ته د خلکو رابلل دی. بری د په برخه دی
او له نورو هغه لوستو احساساتی ځوانانو نه هیله لرم چی پخپله طریقه د خپل خدمت وکړي او د بل د فکري لاری خنډ د نه ګرځي او د فکر ازادی ته د احترام وکړي او نور قضاوت د مونږ ته پریږدي
مجید قرار ته! په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
اتل
گوره قراره وروره، په دغه مبارزه کې ته یوازی نه وی ټول ملګري درسره و،د پښتون قوم د ویښولو لپاره مبارزه دټولو دنده ده، چا کمه او چا زیاته کړی او کوی یې. خو احسان یې پرچا نه کو.
مهمه خبره داده چې دخلکو غبرګون په اړه چې تاته بد پوستونه لیکي لومړی داچې خپل ځانته او خپلو کړو وړو ته ژوره کتنه وکړه، څه باعث شول چې ملګري ستا پرضد شول، ته دیوې زاویي نه خبری کوی او ملګري دی دبلې زاويې څخه، ستا خوله هماغه خوله ده خو ستا په خوله ستا دفکر پرځای دبل فکر ، فرمایشتي خبرې کیږي ، ماته خو دا یوه پروژه ښکاري، موږ دبل په خوشحالو تر ټولو محکوم خلک پاتې شوي یو،او په دې باید ته پوه شي، موږ که هرڅومره بل خوشحاله کړو، هغه نه خوشحالیږي، موږ که هرڅوک په سر سپاره کړو، هغوي موږ ته په …. کې لغته راکوي.
تا پرون د ګاندي خبره کړی خو ګوره دګاندي دلیل دی یوازې یوې دخپل ذوق او اند مطابق استعمال کړی او دادی له هیره ویستلي چې دګاندي هدف لوی اکثریت و تا داقلیت مثال په اکثریت تطبیق کړی دی، ګاندی ویل چې زه دغويي غوښه په دې خاطر نه خورم چې حرامه ده بلکې پدې خاطر یې نه خورم چې دهند میلیونه میلینونه ولسونه ورته درناوی لري، ته په دې خاطر مسعود ته ملي اتل وایي چې دګوتو په شمېر خلک ورته اتل وایي او هاغه هم پنچشیران او دا خوا دی هیره کړی ده زموږ لوی اکثریت ورته ملي خاین وایي ته او خدای چې دلته ته څنګه د ګاندی مثال اقلیت ته ورکوی،ته باید دلوی اکثریت په خاطر مسعود ته ملي خاین ووايي، ګوره ولی احساساتي کیږي، ستا منطق دلته ختم شو، پوهیږي ته د شخصي دوستي او پروژې تر تاثیر لاندی راغلی یې، ځکه هاغه ځای ګوري چې هغې خواته دی مخ دی، او خوا او شاه دی ټوله هیره کړی ده.
ګوره بله به درته ووایم چې ته دمعقولیت څخه پر احساساتو لیګا یې، تاویل یې چې په ژوندون برید نه دی شوی دکوڅي دسر جنګ دی، پروژه ده، تجاراتي اعلانونه خپروي، زموږ د دهقانانو اعلاناتو باندي پیسې اخلي.
دا او دې ته ورته خبرو په اړه په وجدان کې قضاوت وکړه چې په دې ټولو خبرو کې ستا دشخصي خصومت انګیزه نده؟ ګوره کورنیو چارو وزارت تاید کړه چې برید شوي، نو تاته څه اړتیا ده چې ته یې د تاید او یا رد په اړه اعلامیه خپروی، ته خو دکرني وزارت ویاند یې چې وایي برید ندی شوی، که دکورنیو چارو وزارت ویاندوی ته دی زړه کیږي هلته لاړ شه، تلویزیون د یون شخصي ملګیت دی خوښه یې چې دچا عکسونه پرې لګوي او دچا پرې نه لګوي، دملي قهربان غازي امان الله خان انځورنه یې په دې ورځ او یا بله ورځ لګولي وي تاته څه ستونزه ده، که په تلویزیون سوداګریز اعلانونه خپروي دایې حق دی ته چې طلوع ته د دهقان په اعلان پیسې ورکوي یون ته یې ولې نه ورکوی، ګوره افغان ولس او پښتانه ړانده ندي او نه دا فرهنګي ملګري دومره بې شعوره نه دي چې ستا هرې ببولالی ته سر وخوځوي موږ هر یو فکر لرو، خو تا دملګرو د ملګرتیا پاس ونشو ساتلی؛
ګوره زه باور لرم چې یون تاپسې څه نه دي لیکلي، هغه هیڅکله په دې وړو مسایلو کې په چا جرحه ن هکوي، خو تا ټول ملګري دیونخیلو، غورځنګ خیلو او مټکور خیلو سرو په نوم نوموی، ګوره داڅه مانا دا دښکنځلو کم دی چې ته ورته وایي مټکور سري……
ګوره ته یو شمېر کسان پدې ګواښي چې اساسي قانون تر پښو لاندي کوي، دوي به په الفاظو کې ترپښو لاندی کړی وي، ته چې دچا نه ملاتړ کوی شمالي ټلوالی خو هماغه ملي بیرغ او اساسي قانون ټولې مادې یوه په یوه تر پښو لاندی کړه، ته او خدای دټلوالی بیرغ په موټرو نصبول دا کوم منطق او کوم قانون دی؟
قدرمنه قراره، هیله ده ځانته پام وکړی، دپښتون کهول دومره بې وارثه هم ندي چې ستا په تګ به ټول سیلاب یوسي، دلته اوس هم ککرۍ شته دی، خو پښتانه ستا ککرۍ ته هم ارزښت ورکوي او هم درباندې حساب کوي.
هیله ده چې داحساساتو او شخصي کرکو د جال څخه بیرون شي او د یوتکړه پښتون پال کس په توګه پرمخ ولاړ شی، ته یوځل په دغو ۳ ورځینو ټولو پوستونو کې ژور فکر وکړه او بیایې دملګرو نیوکو سره پرتله کړه، ماته خو پکې شخصي عقده ښکاري، تل دهر غبرګون په اړه لومړی په ځان کې خپلو نیمګړتیاو ته وګوره او بیا قضاوت وکړه چې څه وکړی.
بس په دې به یې درته ختمه کړم
څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه…………. په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
مننه
اتل
پام کوه چه دبدنامی شمالی ټلوالی طزفدارنه شی چی سربه وخوری اودپښتنو دچټک غبرګون سره به مخامخ شی
ټولولوستونکو خویندو او وروڼو او په خاص توګه قرار صاحب ته سلامونه
ګرانو وروڼو قرارصاحب یو انسان دی کیدای شی زړه یی رنځیدلی ووی راځی چی ډاډګیرنه ورکړو او وی هڅوو چی خپل دقلم مبارزه ته دوام وکړی او نا هیلی نشی که چیرته په حق یاستو نه دالله لپاره به خپله حق لاره نه پریژدو، حضرت رسول (ص) موژ اوتاسوته ده برحقو مبارزو ښه درسونه پريښی، لازمه ده چی هغو مثالونونه ګته پورته کړو ده دهغه جناب امت څان وګنو او په حق مبارزه کی ستونزی ، خوابدیانی ومنوو. نو په پای کی له قرارصاحب او نورو وروڼواو خویندونه می دا هیله دی چی یو بل باید حمایه کړو وی زغمو او که چیرته کووم خوابدی را پیښ شی نوباید په معقول ډول سره ده حل لاره چاره ورته وسنجو. نا امیدی یواځی او یواځی شیطان ته ښایی اوبس راځی چی ټول خپل دغه ستره دنده په ملی اخلاص او پرته له کوومی تمه او ده یوبل ده زغمل په نیت دوام ورکړو. الله ده ټول پښتانه او په اسلام، پښتو او ده هیواد په ملی ګټو مین پښتانه سر لوړی اوبریالی لری
په درناوی
مسافر
ګرانه قراره سلامونه
هغه څوک دي چې ته یې خواشینی کړی یې زما زړه ډېر بد شه په دې لیکنې سره
قرار صیب سلام
په دی خو به ښه خبر وی چی د افغانستان اساسی قانون چا جوړ کړی او کومو خلکو ته جواز ورکوی او تا چی کوم سړی ته داساسی قانون له مخی د قهرمان لقب ورکړی دهغه پلویان به دی په خپله په کابل کی لیدلی وی چی د پښتنو سره یی سه وکړل تا خو به په هغی هم کومه لیکنه کړی وی کنه
کنه بیا ملامتیا درباندی درتله خوخیر دا یو خبره به زه درته وکړم چی زه خپله هم اندړ یم تر ډیره وخته می ستا لیکنی ځکه تعقیبولی چی ستا په نظر او زما په نظر کی دومره فرق نه وو خدای شته چی ته او استاد محمد تنها راته ډیر ګران هم یاست او اوس هم احترام درته لرم خود افغانستان دقانون پلوی چی کوی دا خو داسی یو قانون دی چی هره ماده پکی په زور منډل شوی او د پښتنو حقوق پکی همیشه تر پښو لاندی شوی چی ستا ددی قانون غړی چی ملی پولیس دی زما کلچر ته په سپکه وګوری او هغه ته بیا خلک قهرمان ملی ووایی دا خو بیا ښه خبره نه ده کنه دا هم درسره منم چی د ځینی سیاسی اهداف د حاصلولو لپاره ځینی خلک داسی خبری کوی چی خپله یی هم نه شی برداشت کولی خو دخپل هدف د پاره یی کوی خو داچی ته ځان د پښتنو خدمت ګار بولی بیا خو داسی خبری ځما په نظر تا سره خوند نه کوی کم از کم په دی معامله کی خو به چوپ ناست وی پنجشیریانو د ګریوان نه نه نیولی چی ولی د زمونږ قهرمان ته قهرمان قهرمان نه دی ویلی
قرار صیب کله چی غواړی کوم مقصد تر لاسه کړی نو ډیر مشکلاتو سره به مخ کیږی خلک به مختلف قسم تورونه درباندی لګوی خو اوښیاران وایی چی تیندک سړی مخ پر وړاندی غورځوی . مونږ باید خپلی مبارزی ته دوام ورکړو .پښتانه نن سبا له ډیر سخت ناورین سره مخامخ دی .مونږ ځوانان چی د دی بی وزله پښتنو مرسته اونکړو نو څوک به یی اوکړی. خلک به هر څه وایی خو مونږ به خپل کوشش کوو. زه خو والله اوس هم پر تاسو فخر کووم.
قراره وروره ستا ليکنه مې ولوسته او که رښتيا ووايم ورته مې وژړل. نه پوهېږم چې په دې وطن باندې د خدای څه دول غضب شوی دی، چې په دېرش کاله جګړه کې يې هم دوست او دښمن و نه پېژاند.
تر پرونه چې دې دفاع ترې کوله نو هومره شاباسی يې نه دی درکړی لکه ته چې يې مستحق وې او نن چې دې يوه خبر ه د دوی په طبعه برابره نه ده، نو زغملی دې نه شي. ماته نه يې ليدلی خو بعضی هغه خلک مې ليدلی چې په تا انتقادونه کوي. دوی له موږ سره په پېښور کې اوسېدل، زه يې شجره پېژنم. دوی نسل په نسل تباه کاران تېر شوي او نسل په نسل يې په دې وطن او په دې خلکو تجارت کړی دی. ته مه خپه کېږه ستا دښمن به تل مات او ذليله وي، د مبارزي سړې او تودې ډېرې وي ټول ازمويښتونه يې بايد په ځان ومني. سر مې تر تا جار
زه هم د پکتین صاحب نظر تاییدوم. هیله ده چې قرار صاحب د خلکو نظر ته درناوی وکړي او له مبارزې لاس وانخلي. میدان شغالانو ته مه پرېږده. باور لرم چې دا کار به نه کوې
خوښ اوسې
د قرار لیکنی ډیر خفه کړم. خو افسوس چی زموږ د ټولنی یو ستر حقیقت یی کښلی دی. دلته هر هغه غدار دی چی خدمتګار دی. همهغه رټل شوی چی د قام غم یی په سر اخستی دی. خو همدا موږ به دا نجس سنت له منځه وړو. له قراره به د خپل وجود او ځان په ځیر دفاع وکړو او هغه دلالان به رسوا شی چی د قوم او مذهب په نوم شخصی ګټی کوی.
ټولو دوستانو ته سلامونه اونیکی هیلی!!!
دوستانو که دې ټولوخبرو خلاصه دیو عالم په وینا کې راونغاړم بده به نه وي هغه داچې وایی: ایا ! کله چې دټولو خلکو خوښ وی نو ښه سړي یې ؟ ویل نه . او ایا! کله چې دټولو خلکو نا خوښ وی نو بې کاره اوبد سړي یې ؟ ویل نه //نـــــــو وایی هغه وخت ښه انسان یې چې دښو خلکو خوښ او د بدو خلکو ناخوښ وي.
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
زما په ګومان په دغو تبصرو کې هم تر ډېره بريده له افراط و تفريطه کار اخيستل شوی، چا قرار صيب ته چا ژړلي، چا ستايلی او بل بيا تر يوه بريده رټلی هم دی او يا يې نصيحت ورته کړی دی، خو ما بيا هوډ وکړ، چې د دغو تبصرو په لړۍ کې ځينې ټولنيزې پېښې يادې کړم، چې د افغان ولس ذهني کاوړتيا يې رامنځ ته کړې ده!
لومړی بايد ياده شي، چې افغاني سياسيونو د کمونيستې له نظامه رانيولې بيا تر ننه پورې د ټولنې ظاهري بڼې ته خپل سليقوي رنګ ورکړی دی، چې د خپلو ګوندونو يآ ډلو ټپلو د مشرانو انځورونه يې په کوڅو کې ځړولي دي او يا يې خپل مذهبي شعارونه او يا ريتاړې له تورو، سپينو او شنو بيرغونو سره دلته او هلته پورته کړي، چې يو اړخ ته يې د طالبانو سپين بيرغ بل پلو ته يې د مجاهدينو (سپين، تور او شين) بيرغ، بل اړخ د کمونيستانو سور او بيا تر ننه د افغانستان (تور، سور او شين) بيرغ درېدلی دی. په ملي سرود کې مو د قومونو نومونه، د شنو زمريانو ناندره او د پښتو او پاړسي پړپړه ليا دا وروستي لس کاله ذهنيت راخام کړی دی.
افغانستان يو بې وزله او ډېر غريب مملکت دی، مګر د ځينو له خبرو سره سم افغان ولس د سروزرو په بالښت سر اېږدي، چې د ځمکې زېرمې يې تر تريليونونو اټکل شوي، چې دغو فکتورونو افغانان هم په يو او يا بل اړخ کې سره درولي دي، چې په نننيو تبصرو کې يې هم څرک له ورايه ښکاري، چې څوک پښتو پلوي کړي، بل طالبان رټی او بل بيا خپله قرار ته ګوته لکوي، چې بيا هم د ناقص طرز تفکر نتيجه ده!
ما تل د امريکايي يرغل ضد دريځ خپل کړی، خو د افغانستان سم او يا نا سم وسلوال مقاومت مې تر يوه بريده تائيد کړی، خو تل مې ويلې، چې ماشوم و نه ژاړي، نو مور ورته شودې نه ورکوي، نو په افغانستان د امريکايانو د يرغل په اړه هم مفکورې يو ډول نه دي، يو يې مني بل يې رټي او يا يې په منطقي بڼه نه مني. ما تل ويلي، چې پردي نظامي ځواکونه چې په يو مملکت کې شتون ولري او له منل شويو نړيوالو اصولو سره مناسب چلند ونه کړي او د سيمې خلک ورټي او وځوروي، نو بيا دا ډول ځواکونه د سيمې خلک يرغمل کړي او د اشغال معنی لري.
له نننه ۱۲ کاله مخکې، کله چې په کندز، مزار او شبرغان کې د طالبانو تر څنګ سيمه ييز پښتانه تر ۳۰۰۰۰ (دېرش زرو تنه) ونيول شول او بيا په ډېره بې رحمۍ ووژل شول، نو مخکې له تسليمېدلو يې د مرحوم ظاهر شاه او د سيمې د زورواکانو ډاډ تر لاسه کړ، چې اسير کېږي به، مګر نه به وژل کېږي، خو د امريکا د دفاع وزارت (پنتاګون) مشر رومسفيلډ په ډېره بې شرمي په (سي، اين، اين) کې اعلان وکړ، چې: ټول طالبان به بې له قيد شرطه تسليمېږي او پرته له هغه به ټول وژل کېږي، مګر هغوی تسليم شول، خو وروسته له څو ورځو په قلايې جنګي، کانټېنرونو او د ليلا په دښته کې په ېډره نامېړانه توګه ووژل شول، نو دغو ۳۰۰۰۰ طالبانو کور درولود، مور يې درلودله، خور يې درلودله، ورور يې درلود او اولاديې درلودل، چې په پينځو کې يې ضرب کې ۱۵۰۰۰۰ ترې جوړېږي او که خواخوږي او ملګري يې وشمېرۍ، نو خبره ميليونونو ته رسېږي، نو د دغه ټولنيزې کتلې سره بايد د ګډ کار، زغم، پوهاوي او ورولي زمينه برابره شوې وی، مګر د کرزي دولت د امريکايانو په مټ دغه ټول خلک سټ کړل، چې پايله يې نن په افغانستان کې د لويديزوالو ناکامي او د افغان ولس نوې بربادي ده!
درنو افغانانو وروڼو او خويندو! موږ بايد يو افغاني ذهنيت خپل کړو، نه مو د اسلام په افراط کې خير شته، نه مو د عرب په چلتار کې ګټه شته، نه مو د پاکستان په لونګ کې عزت شته او نه مو هم د غرب په نېکتايي او يا لنډو لمنو کې عفت شته، ځکه بايد موږ له تاريخه عبرت واخلو او د افغانستان د ادارې لپاره يو انساني سيستم رامنځ ته کړو، پرته له دې به همدا دېګ او همدا شلغمه وي! چې لکه قرار صيب غوندې با استعداده خلک به مو هم يو اړخ نيسي او بل اړخ به ځپي، چې کله کله به بيا په يوه څپېړه سل مخونه خوږوي او کله به هم د افغانستان د بېلتون بټې ته غوړ ورپاشي!
د يو سپېڅلي افغاني ذهنيت په تمه، چې بنسټ يې اسلاميت، افغانيت، د افغانستان ځمکني بشپړتيا او د افغانستا ملي هويت د پښتو ژبې په پوړني کې!
معه سلاموکم الاهلول مبارزين
ملا ميوند آخوند
چا ښکنځل کړي، تا او که ما؟
له تیرو درې ورځو را په دیخوا د عبدالمجید قرار او د هغه د ځینو ملګرو چې پخه انډیوالي يې درلوده تر منځ کړکیچ راغلی.
دغه کړکیچ یوازې په دې خبره و چې مجید قرار په فیسبوک کې ولیکل چې ښکنځل مه کوئ، احمدشاه مسعود که هر څوک دی باید ښکنځل ورته ونه شي، ځکه چې یوه ډله پیروان لري.
زما په نظر دا غوره خبره ده، ښکنځل ښې دي او که غلي پاتي کیدل، که ته د بل چا مسعود ته ښکنځل کوی نو ستا احمد شاه بابا، میرویس نیکه، او نور به په امان پاتي شي، ایا په هیواد کې دا ورځې ددې دي چې یو بل ته ښکنځل وشي؟ ددې پر ځای چې پر ښکنځلو وخت ضایع کوئ د خپل قوم او خلکو لپاره فکر وکړئ.
زه په دې خبره کې د مجید قرار ملګری یم، خو ځینې کسانو چې موقع ته يې کتل له دې خبرې ګټه اوچته کړه او د مجید قرار پر خلاف یې ښکنځل پیل کړل.
زه د مجید قرار دغو ملګرو ته وایم چې ممکن تاسو ته به د مجید قرار په استعداد کینه درځي، ځکه هڅه مو کوله چې د روانې طالیبي شخړې په اړه تاسې هم څه ولیکئ خو هغسې استعداد مو نه درلوده لکه مجید قرار، او فکر کوم دغه کارونه به مو هم د میشن یوه برخه وه، چې اخر هم کامیاب شوئ.
زه د مجید قرار استعداد ستایم او د هغه حوصلې ته سلام کوم چې په څومره حوصله مندۍ سره يې د ټول ښکنځلو ځواب په نرمه ژبه ورکړی.
او په ځانګړې توګه هغه عکس چې د بې ادبو او بې پښتو خلکو له خوا پرې ښکنځل لیکل شوي وو او ده پر خپل وال ولګاوه، دا ددې معنا ورکوي چې قرار په وړو او نه خبرو خپل لوی هدف نه پریږدي، که هر څوک وای ددغه ډول کار په بدل کې به يې ښکنځل کړي وای خو افرین قراره صد افرین پرتا او ستا پر والدینو، او ملګرو.
قرار صیب! فکر ونه کړې چې ستا د هدف پلویان نشته، ستا ملګري زیات دي خو د نورو غوندې که ښکنځل وکړي نو د هغوي او ستا د ملګرو به څه فرق وي؟
نو په همدې خاطر ددې پر ځای چې ښکنځل وکړي غلي دي، که ملګري دې هم څه ووايي نو خبره نوره هم غټه شي او مونږ نه غواړو چې لویه شي بلکه په همدې ځای غلي شي، او هغو خلکو به هم ډیره مالي مرسته تر لاسه کړي وي چې دا کار يې وکړ.
یوازې ته نه يې چې تر هدف لاندې يې راغلې بلکه ستا د لارې نور ملګري هم ددغه شخص له خوا چیچل شوي چې تاته يې لومړی خوله دراچولې، زه د هغه پر نبض ښه پوهیږم، هغه کارونه چې دغه ځوان يې نه شي کولې د نورو مخه هم نیسي.
او په دې کې هم شک دی چې د لستوڼي مار لا نه وي چې له خپل اخیري پوسټ څخه يې معلومیږي.
بس خپلې مبارزې ته به دوام ورکوو، او ښه شوه چې پاک له ناپاکو جدا شول، اصحاب کهف هم څو تنه ځوانان وو چې د ناروا پر خلاف يې مبارزه کوله.
ګران قرار صیب افغانان له همدی بی اتفاقي له امله درپه دره دي بس سرپري مه خوږوه زمونږپه ټولنه کي هرډول کسان
شتون لري مونږ نشو کولای چي هریو سره ټغری ووهو بس الله ته يي پریږده الله پوهیږي
چي دغه نفاق اچوونکو ته څه ډول سزا وټاکي
Salam to all brothers & sisters,
One question that came to my mind is that so many people showed reactions to what you have said, wrote and expressed through your writings. It is a pure appeal to emotions that drive all the commentators. Read all of them , then look at your point of weaknesses and strengths to learn where and how you should improve. It means people are watching you and others…
I personally do not know you. However, I have read some of your articles. My suggestion is that you should respect the conservative view of the society than making it boiled for yourself. If you feel that you are appealing to emotions (fallacy in writing), then you should look for a different way to express what you want to say, otherwise, it will inflame others against you. Also, if you read your own current writing, it is an expression of your emotions not a logical solution to the problem…
Thanks,
Mullah Habib
قرار صیب خدای دې تا هیڅکله هم نه بې قراروي. ما هم پخپل ژوند نه یې لېدلئ خو له لېکنو دې پېژنم. ستا هره لېکنه ستا دلوړشخصیت لوړ احساس او لوړ استعداد شاهدی ورکوي. نن دې په داسې لېکنه واؤښتم چې بیخي یې لیاره رانه ورکه کړه. په تېره بیا څو آخري جملې یې زما لپاره ډېرې خواشینوونکې وې خو تاسو ته خپله پښتـــني ټولنه تر هرچا بهتره معلومه ده چې ډېرې نیمګړتیاوې او دا ډول جفاوې پـــکې شته. هیله لرم چې مایوسه نشې. د ښې روغتـــــــیا تر څنګ ســتا د نوو خوږو او ترخو لیکـــــــــــنو په هیله ، په ډېر درنــښـــــــت
ښاغلیه مونږ پښتانه سوله نه غواړو خپل راتلونکی سوچ نکوو دپاکستان پیسې مونږ ته خوند راکوی د ایران پیسی مونږ ته خوند راکوی د امریکانیانو پیسې مونږ ته خوند راکوی خدای(ج) هرچاته د هغه د عمل بدله ورکوی دا زمونږ د عمل پایله ده مونږ پښتانه مظلوم نه یو مظلوم هغه څوک دی چی ظاهرشاه ورته د ماموریت نه پورته څوکۍ نه ورکولې د اسکرۍ نه پورته کوم منصب ورته نه ورکولې او ټاټوبی یې نورو ته ورکړی هغه خلک مظلوم دی او دهغوی په حق تیرۍ شوی دی.
دا رښتیا خبره ده چی که مونږ د خپل هیواد تاریخ ته وګورو نو غیر د ناخوالو څخه نور کوم ښه ورځ پکښی نه لیدل کیږي ( د تربور وژل، په ژوندي حالت کی ړندول او ټوټی ټوټی کول په ابدی حبس محکومول) د دروند مالیي په بدل د خلکو نه د ځمکی مصادره کولو لړۍ مونږ ته( امام صاحب خلکوته) یوه ثابته موضوع ده اوزبکانو په غونډیو کی للمی ځمکی کری خو مونږ پښتانه د هغوی آبی ځمکی د اعلیحضرت ظاهرشاه له برکته تصاحب کړۍ او کرويی، د افغانستان جهاد لږکیو قومونوته د خدای (ج) یوه خاصه پیرزوینه او لورینه وه که نه د غونډیونه هم بی برخی کیدنی یی ناشونی نه وه ؛خدای جل جلاله خلکو ته د هغوی عمل بدله ورکوی(ان الله لا یغیرو ما بقومٍ حتی یغیرو ما با نفسهم…. الآیه) ولی؟ ترکیه کښی ولی پاکستان کی ولی ایران کی تردی حده پورې کړکیچ نشته ؛ لری نه ځو همدا اوس د نورستان کامدیش ولسوالۍ کی کی د پاکستان تذکره یا شناختی کارد افغانانو ته په ډاګه ورکول کیږی که ډیر د پښتونولۍ احساس او ویاړ لرو نو اړین ده چي خپل هیواد خرڅونکوته څوک چي شناختي کارد دفتر افغانستان ته راوړې تأدیبی جزا ورکړو خو په ډاګه ده چی تل تر تله زمونږ خلک دهمداسی لنډ مهال ګټي لپاره د خپل راتلونکی خراپ کړۍ دوست محمد خان د وزیر محمد اکبرخان په وړاندی د انګریزانو په لاسپوڅیتوپ خنډ ونه ګرځید؟ حفیظ الله امین ۱۳ ځلی شورویانوته د حضور بلني ورنکړلی؟ په کڅوړوکی مونږ د ایران دسفارت نه بی له مالیی وزارت ریجسټریشنه نه اخلو؟ دا د بیلګی په توګه ما یادکړ مونږ خپله په غلطه لار روان یو چی خدای مو کړوی. ترڅو چی مونږ خپل ملت(ټول قومونه او ټبرونوته) یو موټی نکړو او د خپل ملک لپاره کار ونکړو هیڅکله هم به نشوکړای چی هوسایۍ ته ورسیږو مونږ دقوم او ټبر، دپښتو او پښتانه څخه خبرې کؤو خو هیځکله هم د مَلک خبری مو ندی کړۍ اوس تاسو ووایاست چي څوک خاین دي او څوک هیواد خرڅوي؟ قضاوت تاسو ته پریږدم .
قرار سایب سلامونه ومنه.وروسته له سلام نه زه ستاسی لیکنی کله ناکله لولم دا ځکه چه تولی راته د الله تعالی د رضا لپاره نه ښکاری خو بیا هم وایم چه دا زما خپل نظر دی او دا شونی هم نه ده چه تول دی ستا له نظر سره موافق وی خو دومره درته ویلی شم چه چا چه د الله تعالی لپاره څه کری وی او یا یی کوی هغه په چا احسان نه اچوی، ځکه هغه د الله تعالی نه اجر غواړی لکه څومره چه د رښتبنی مجاهدینواو د لوټ مارانو تر منځ فرق شته مجاهدین شهیدان شول او ځانونه قربانوی د الله د دین او عدالت لپاره او لوټمارانو د هغوی په سرښندونو او قربانیو بنګلی او مارکیټونه جوړ کړل.خلاصه خبره درته وکړم چه که د الله تعالی لپاره یی لیکی نو د هیچا پروا مکوه او که نه نو بستره دی درټولوه.
ستا د لیکنو سره ۱۰ فیصده موافق
صمدی وردګ
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
د ښاعلي رحماني صيب تحلیل ډېر زړه بوږنونکی او غير افغاني دی، یا داچې د افغانستان له تاريخه خبر نه دی او يا دا چې د احساساتو په ګدې ناست دی، ځکه يو ډېر نامنصوبه تحليل يې ليکلی دی. لومړی خو بايد ياده کړم، چې د افغانستان ننني قومونه ټول افغانان دي او مساوي حقونه لري او د افغانستان وګړي دي.
افغانستان لکه نورو ملکونو غوندې تاريخي، جغرافيوي او کلتوري ستونز درلودې، لري يې او په راتلونکي کې به يې هم ولري، ځکه دا انسانانو د ژوند يو برخه ده!
د شلمې پېړۍ په پيل کې له تاجکستان، ازبکستان، تورکمنستان، قزاقستان، قرغيستان او حتی آزربايجانه تر يو ميليون ډېر خلک د شوروي د جوړېدو او د روسانو له ظلم سره سم ، چې د باسماچي په نامه به يې رټل او وژل، نو افغانستان ته راوواښتل، چې هغه مهال د افغان ولس ټوليز نفوس تر ۷ ميليونه وو او نن د افغانستان نفوس تر ۳۳ ميليونه اټکل کېږي، دغه شمېره مې ځکه درته وليکله، چې د ټولنيز ژوند په ديموګرافي پوه شی!
د افغانستان د شمال ولايتونه، لکه شبرغان، سمنګان، تالقان، کندز، فارياب او بادغيس ښرونه د مرحوم محمد ظاهر شاه په موده کې جوړ شول، يعنې ټولټال د ۲۶ ولايتونو بنسټ يې کېښودل شو، چې اداري سيستمونه يې ورته جوړ کړل، چې د سرپل ولسوالي د کارمل په دوران کې په ولايت واوښتله، خو تاسو ته به د عامو خلکو يو متل ياد کړم، چې ويل کېدل به: «اګر مرګ مېخواهي کندز برو!» نو دغه وراشه هغه مهال راپيدا شوه، چې د ناقلينو په سيستم کې د شمال ولايتونو د آبادولو لپاره اقدام وشو، نو شېرخان بندر، د اندخوی بندر، تورغونډۍ او د ترمز بندرونه او د هغوی ترڅنګ ښارونه هم د وخت په تېرېدو سره رامنځ ته شول، چې د دغه ښرنو په جوړولو کې ټولو افغانانو هلې ځلې کړې دي، مګر د پښتون قوم يې اساسات اېښي دي! چې نن هم دشمال ولايتونو د جوړښتونو او پرمختګ اساسي خلک پښتانه دي، ځکه هغوی ته شمال او جنوب ټول خپل هېواد دی!
په نظامي برخه کې د ظابط او چنرال ستونزه هم خپل ټولنيز اصول لري، که جنرالان په نورو کې نه ول يا کم ول، خو په طبابت کې پرته له جعفريانو او قزلباشانو بيا نور ډېر کم ول او همدا ډول د پلان په رياست کې هم، نو دغه ستونزه بله ټولنېزه انګېزه لري، چې پړه يې بايد په پښتنو وا نه اچول شي. ستونزه دا ده، چې نن په افغانستان کې ۱۸۰۰۰ جنرالان دي، مګر د افغانستان نه امنيت شته او نه هم اداره! نو پايله دا ده، چې د کمپت او کيفيت په معنی ځان پوه کړه!
معه سلاموکم الاهلول صابرين
ملا ميوند آخوند
قراره زما وروره! که پښتون قوم ویښتابه رهبرۍ ته اړتیا لري او دوی ويښ وي یا ویښیدل غواړي خو ستا په شان بچیان لږ پښتنې مورجانې زیږولي دی، افسوس پدې کوم چې نړۍ په ډیره لوږ فرهنګي مدار کې قرار لري خو افغانان تر اوسه ویښ شوي نه دي. زما به اند قرار ته که څوک بده خبره کوي په حقیقت کې اسلام ته، پښتون ته افغانستان ته بد وایي. که قرار خفه کیږي په حقیقت کې مسلمام پښتانه خفه کوي. او د حضرت علي رض یوه په تول تللې خبره درته هم لیکم: هغه وایي چې که یو څوک د اسلام د دفاع په خاطر نور خلکو ته بد رد یا کنځاوې وایي په حقیقت کې دی د اسلا م نه خبر نه دی. څکه اسلام دې ډول دفاع ته اړتیا نه لري. اوس هم که کوم پښتانه د پښتنو دفاع په دې کوي چې نورو قومونو ته بد رد ووایي خو دا دفاع نه بلکې پښتون تباه کول دي.
مننه مسعود وردګ
قرار صاحب سلامونه نيکي هيلي مي ومنه
دتامبارزه به انشاالله ضرور رنګ راوړي او ميړنو ته دومره خبري هيڅ هم نه ښکاري دتاهمدي مبارزي دهيواد په سطحه زماپه ګډون په زرګونو ځوانانو کي ملي احساس پيدا کړي خير که نن تاته خلک کافر يا مرتد وايي دالله جل جلا له په نيز ته څه يي هغه هرڅوک نه شي درک کولو ليکنه مي دي وکتله ډير يي ودردولم
خو افسوس دخپل پښتون په حال کوم