د دروازې زنګ راغی، زنګونه پرله پسې او زيات شول، په بېړه له ګوټې ووتم، د زنګ له غږ سره مې د یو تنکي ماشوم غږ هم واوریده.
هله ډاکټر صیب ته غږ کړه، چې ناروغ مو راوړی!
بیا د دروازې دواړه پلې په لاسونو ووهلې، ډاکټر صیب هله ناروغ سخت دی.
په بېړه خپلې خونې ته راغلم، د سټاټسکوپ نوې اله مې له ځان سره واخیسته او معاینه خانې ته ښکته شوم، دوو مېرمنو یو ناروغ له دواړو لاسونو له ځان سره جوخت نیولی، ګورم چې کومه مېرمن ناروغه ده، لومړی مې دوی ته اشاره وکړه چې دا د اولاد د زېږېدو میز دی دلته یې راوړئ.
مېرمن: نه نه ډاکتر صیب دا مې مور ده داسې نه ده.
- ښه نو په دې مېز یې په کراره څملوه او له مخ یې ټیکری لرې کړه.
- ډاکتر صیب زر یې وګورئ.
- سمه ده لاس یې پورته کړه چې فشار یې عاجل وګورم.
د ناروغ سترګې لوڅې وي، لستوني مې ور پورته کړل، دوه ځلې یې راوکتل، څو مې چې په سټاټسکوپ د دې په لاس ایښوده ، ناروغ سترګې سره ورغلې او یو خوا یې مخ واړه وه.
ما یې مخ سموه چې د خولې له یوې وښکې څخه یې وینې راتوی شوی، نظم یې ودریده، خو د وجود ټوله برخه یې ګرمه وه، د زړه حرکت یې ولاړ و، څومره بېړه چې مې وکړه خو ناروغ کې ساه نه وه.
د وینو په لیدو یې لور چیغې کړې
اخ! مور جانه مې، وۍ مورې مړه شوې راته.
د معاینه خانې دروازه خلاصه شوه، دوه تنکو ماشومانو هم چیغه کړه.
واى الله مور مې، وخدایه مور مې لکه چې مړه شوه.
ما کوښښ کاوه دوی ارامه کړم
- چیغې مه وهئ، مور مو ښه کېږي، بېرون ودرېږئ.
دوی بیرته ووتل، خو چیغې یې وهلې
الله مور مې مړه شوه
دلته يې لور یې په معاینه خانه کې بې هوښه شوه، فشار یې ټیت و، رینګر سیروم او پیکاري مي یو ځای کړې، په بل مې مېز مو واچوله.
دې بلې راغلې مېرمن هم نرۍ نرۍ اوښکې تویولې، خو په لوړ غږ يې نه ژړل، ما ویل هله کومک شه.
د لومړۍ مړې شوې ناروغې زنې او پښې مو سره وتړلې، په سر مو ورته ټیکری کش کړ، له دې مې پوښتنه وکړه چې دا ولې څه تکلیف یې و؟
-: دا مې ګاونډۍ ده، زموږ کورته راغلې وه، د خپل زوی په اړه یې د مبایل خبرې واورېدې، زما او د دې زوی خارج ته یو ځای روان شوي، نن یې ۲۲ ورځ ده چې هېڅ خبر ترې نه لرو.
څو دقیقې مخکې مې د زوی زنګ راغی، اوس خو خلک په ویبر کې خبرې کوي، زه په کوټه کې د خپل زوی سره غږیدم چې مورې نن سهار مهال بلغاريا ته واوښتو، تر څو مې د امیر ګل پوښتنه کوله، د زوی اواز مې بند بند کېده، په ژړغونې غږ یې وویل: – مورې امیر ګل…. امیر.
- ولې؟ ووایه څه شوي؟
- هغه امیر ګل پاتې شو.
- څنګه پاتې شوه، ترکیه کې دی.
- نه مورې، هغه مړ شو.
- ولې؟ ته څه وايي؟
- مورې د مرز سره نژدې و، لویه دښته وه قاچاقبر ویلې تر څو چې موتر راځې، تر نیم ساعت پورې به مڼدې وهئ. په منډو کې موږ ۳۰ تنه وو، ټولو تېزې منډې وهلې، زه او امیرګل سره نژدې روان وو، څو دقیقي مو منډې وهلې چې امیر ګل له ما لږ مخکې شو او یو ناڅا په مې له سترګو ورک شو، په ځمکه کې ننوت، چیغې مې کړې چې هاله امیرګل مړشو، چا مې خبرې نه اورېدې ځینې کسان به راتاو شول، خو چې څاه به یې ولیده، بېرته به په منډو شول، زه هم څو دقیقي ولاړ وم، نه څاه ته ښکته کىدی شوم، نه مې هغه راجګولی شو او نه خلکو کمک کاوه.
مورې هغه مې هلته پرېښوده ، زه هم مړ کېدم، ما هم د مخکنیو نفرو پسې منډې کړې، موږ د بلغاريا مرز نه راتېر شوو، خو امیرګل هلته په څاه کې مړ شو.
ښه کېسه وه په قلم مو برکت شه تلوسه یې لرله او پیغام یې هم ښه وه کېسه هم لنډه وه ډیره ښه وه کامیابي مو غواړم