ملت څه وي؟ د یوې ټولنې خلک چې د نظام په سیوري کې له شریکو ګټو او تاوانونو سره اوسېږي او چې یو یې صدمه وویني،‌ ټول یې یوازې په غم غمجن نشي‌، مرستې ته یې ور ودانګي. که دا لنډکۍ خبره د ملتي جوړښت په هکله صدق کوي‌ نو موږ د انفرادي ګټو او تاوانونو خلک یو نه ملت.

په شین ډنډ ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د بمبارۍ په ترڅ کې ګڼ خلک ووژل شول، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون چې مشرتابه یې قومي تمایلات لري، هغه موضوع عادي ‌وګڼله، خو چې په بامیانو کې یوه نجلۍ له کوره وتښتېده، په هماغو ورځو کې د بشري ‌حقونو کمیسیون ته د شینډنډ تر قتل عام ډېره مهمه شوه.

اوس د شین ډنډ خلک د ورکو شوو ۳۱ مسافرو په اړه هېڅ فکر نه کوي، ځکه د هغوی په اړه د نور افغانستان په خلکو کې همدردي نه وه. دې ته وايي په ځانونو کې اوسېدل یا انفرادي بحرانونه.

په اوسنیو شرايطو کې غزنی د افغانستان د قومي ترکیب متفاوته سیمه ده. په اندړو کې اته کاله طالبانو خلک د موچي ‌په تار حلالول، ښوونځي او کلنیکونه تړلي‌ او سړکونه ویجاړ وو. په ولایتي شورا کې ناست غیر پښتنو وکیلانو د غزني د نیمې بدنې په اړه فکر کاوه، ټولې مرستې او د انکشاف امتیازات جاغوریو ته تلل، وکیلانو ته یوازې اجرستان د ترحم وړ ښکارېده. د یاد چلند له کبله د اندړو خلک مجبور وو، ‌چې یوازې د خپلې سیمې په اړه فکر وکړي او هزاره میشتې سیمې د خپل بحران له غمه هېرې کړي.

اندړ راپاڅېدلي؛ له دریو کلونو راهیسې د خپلو کورنو او ښونځیو په بامونو پیرې کوي، ناامني تر اندړو محدوده پاتې نشوه، د ودان شوي‌ جاغوري ثبات ګواښي.

د نن جاغوري‌ که د جنت په څېر ښکلې وي، که ټول ځوانان یې لوستي وي او د تمدن ټولې ډېوې پکې بلې وي، خو چې د جاغوریو خلک په قره باغ ورتېر نشوای شي، نو خپل ایډیال وطن ته به مګر په الوتکو کې ځي.

د غزني په ولایتي‌ شورا او د افغانستان په ولسي جرګه کې ناست د جاغوریو غمخوارانو که هغه وخت د قره باغ او ټول غزني په اړه فکر کړی وای، نن به جاغوري نه پردي کېدل.

په وطن کې د افرادو او وړو سیمو په سطحه په نیکمرغیو او مصونیت فکر کول سبا نلري، بالاخره هغه وخت په ټولو سیمو راځي، چې ښکلې وي، خو یا محاصره یا له خلکو تشې وي.

کله چې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د تجزیې ډنډوره توده شوه، د فکر خاوندانو خپل زړونه په دې ټکورول، چې د افغانستان پښتانه په فاریاب او هزاره په لښکرګاه کې اوسېږي، د بامیانو لاره له وردګو تېره ده او ګردیز له تاجکانو ډک دی. دې قومي بافت موږ ته د افغانستان د جغرافیايي حیات ډاډ راکاوه، خو له ازبک سره د پښتانه او له پښتانه سره د تاجک نه همدردي د ملک له سالمې بقا سره سره ملت ټوټه ټوټه کولای شو.

موږ د فرخندې د قتل دوسیه ځکه وګټلای شوه، چې خلک ورته پښتانه، هزاره ګان تاجکان نشول، انسانان شول- افغانان شول او بالاخره ملت شول. دولت یوازې ۲۴ ساعته وخت ته اړتیا ولرله، چې ۳۸ مجرمین ونیسي.

د افغانستان د جنوب او لودیځ د ناامنیو او طالباني فاجعې په اړه درد باید په فاریاب، تخار او بامیانو کې ژوندی وي، د دې سیمو خلک باید د ملک له نورو مصونو سیمو او د یو موټي ولس په لاس او روحیه وژغورل شي. متقابله روحیه هغه وخت ملي کېدای شي، چې موږ له ټولو دردمنو سره په یو غږ ژړلي وي‌ او یایې ننګې ته راودانګو.

ملت د دولت اړم دی، د قضایاوو په اړه د دولت بېغوري د ملت د متحد فشار په وسیله ماتېدای شي. زموږ هر یوه لپاره جالبه ده، چې په ۴۰ ورځو کې دولت د ورکو شوو مسافرو په اړه نه کره معلومات ورکولای شي او نه یې په دفاع پسې راوځي.

افغانستان دومره ستر ندی، چې ۳۱ مسافر پکې تري تم شي، خو په ځانونو کې اوسېدل به موږ د ورته لسګونو پیښو نندارې ته کېنوي.

موږ باید دولت هم اړکړای شو، چې د دید زاویه او له قضایاوو سره چلند یې ملي‌ شي. د دولت په خاموشۍ کې د دولت د ناکامې اینده نښې ښکاري او هغه دولت چې په لوی لاس د ځان د مرګ تابیا نیسي، نه باید ملت یې خپلې مخې ته پرېږدي، ځکه چې د دولت په بېغورۍ کې د نظام زوال حتمي دی.

څلویښت ورځې خورا ډېر وخت دی، موږ ته د شرم خبره ده، چې ۳۱ کلیوال د کابل کندهار په لویه لاره ورک دي او کورنۍ یې د اوښکو پرځای وینې ژاړي.

3 thoughts on “ورک مسافر/ اباسین بریال”
  1. بسم اللہ الرحمن الرحیم
    و بعد
    بریال صیب یقینا ھم نن سبا پشتانہ ڈیر غلط شویدی او ڈیر ظلم ورسرہ روان دی سوک یی پہ یوہ بھانہ پشی وھی او سوک پہ بلہ خو زماپہ گومان دا حکومت د بل چا پہ لاس روزلی دی او ھغہ حکومت چی د کلیوال افغان (پشتون) پہ لاس روزلی دی (طالب) ھغہ تاسو ولی مخی تہ نہ پریژدی چی ھغہ شہ پہ شرعی احکامو سنبال او د محمد ص میراث دی او دا د یو انگریز پہ لاس روزلی دی او بیا تاسو لہ دوی نہ د خیر توقع لری

  2. ګرانو دوستانو یوه پوښتنه لرم که د هر چا سر ورباندی خلاصیږی هیله ده چی زما پوښتنه ځواب کړی، زما خو والله که تر اوسه سر ورباندی خلاص شوی وی.
    لکه چی تاسو ټول خبر یاست نږدی ۴۰ ورځی کیږی چی زموږ یو تعداد هزرا وروڼه نامعلومو کسانو تښتولی دی چی خوک او توک یی هم ندی معلوم. پدی ورستوی کی د هری خوا څخه اوازونه پورته کیږی له حکومت څخه عواړی چی څومره ژر کولای شی همدغه تښتول شوی د د برمته کړیو له منګلو راخلاص کړی.
    زما بوښتنه دا ده چی ایا د ملی وحدت حکومت دا توان لری چی دا کسان راخوشی کړی؟ ایا حکومت یی قصدآ نه راخوشی کوی؟
    زما په اند خو حکومت دا توان نه لری چی تښتول شوی کسان راخوشی کړی، دا ځکه چی د افغانستان ۶۰ ٪ سلنه خاوره د مخالیفنو سره ده، همدا اوس په ډیریو ولایاتونو کی حکومت د مخالیفیتو سره په ګرمه جګړه کی لاس او ګریوان دی.

    هیله دا چی ستاسو نظر او ځواب ولرو که ستاسو کوم فکر ورسیږی.

  3. ننګیالیه چی تاسو تر اوسه تالب ندی پیژندلی والله که له دغه وروسته یی هم وپیژنی، همداسی ناخبره او بیغمه ښه یی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *