د کورنيوچارو او دفاع وزارتونه په هره ناسته کې د خپلو ځواکونو د اهليت، لیاقت، لوړ مورال، ښې رهبرۍ، سالم مدیريت، دندې ته د وفادارۍ خبرې کوي، ولې دا خبرې بيا په عمل کې نه پلي شوي او نه فکر کوم، چې په لنډ وخت کې به پلي شي.

 زه د پکتيا ولايت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسيدونکی یم، خپل کلي ته د څو ورځو لپاره تللی وم، پرون (دوشنبه) مې غوښتل کابل ته راستون شم، په لويه لاره کې د ملي اردو او سرحدي پوليسو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، شخړه دومره ترخه وه، چې څه د پاسه دري ساعتونو لپاره يې لار بنده کړې وه، د شخړې تريخوالی هغه وخت زیات شو، چې دواړو ځواکونو پر يو بل پسې ثقيله وسله واخيستله او يو بل ته په مورچه شول.

په سلګونه موټر د سړک يو او په سلګونه موټر د سړک بل لور ته ولاړ و، دا چې دا ساحه خامه ده او سړک يې ندی پوخ تور سرې، کوچنيان او سپین ږيرې د ځوانانو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخ و، کله چې موټرو ته لار يو څه خلاصه شوه، بيا نو ملي اردو موټرونه تلاشي کول سرحدي پوليس يې پکې لټول او سرحدي پوليسو بيا موټرونه د ملي اردو پسې چاڼول.

دا چې ما سره کمره نه وه او ومې نه شو کړای چې انځورونه واخلم، خو دا مې وکړای شول، چې د څو ترخو خبرو اورېدو وروسته د ملي اردو سرتيري محمدګلاب سره خبرې وکړم، هغه زما د پوښتنې په ځواب کې چې ولې مو ترمنځ شخړه راغلې يوازې دومره وويل، موږ ته امر شوی، چې سرحدي پوليس ونيسئ.

د دواړو ځواکونو ترمنځ شخړه يوازې پدې خبر منځته راغلې وه، چې ملي اردو غوښتل لومړی دوی مخته لاړ شي او سرحدي پوليسو غوښتل چې دوی پیش قدمه وسي.

کله مې چې دا حالات له نږدې وليدل، له ځان سره مې وويل، دا چې د ملي اردو له لباس څخه ناوړه ګټه اخيستل کېږي، په همدې لباس کې غلاوې کېږي، کورونه لوټېږي، ځانمرګي بريدونو کې ترې ګټه اخيستل کېږي، دا يوازې د ملي اردو ځواکونو په کم اهليتۍ پورې تړاو لري.

قابل ځدراڼ

2 thoughts on “وزه ځدراڼ: د سرحدي پوليسو او ملي اردو ترمنځ شخړه”
  1. په اول ګام کی سلام درته وړاندی کوم اوبعد له سلامه ستاسوخبری زه هم منم.پدی هیله چه زمونږلوړپوړی چارواکی دغه شان واقعی په ریښتینی ډول سره وڅاری ترڅوپه راتلونکی کی ددی پشان کړنوپه کلکه مخنیوی وشی.ځدران صاحب ډبر خوشخاله یم چه یوڅوک خوشته چه دځدراڼودسیمی ستونزی دقلم په واسطه دولتی چارواکوته ورپه ګوته کړی ستاسودنورولیکنوپه هیله

  2. Dera mañana de QAbil zadran na , we need a responsible people to confront bad point and informed our authority of any kind of weakness or other issue of our security forces etc to improve our society for better future of dear Afghanistan .

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *