تاند – وسله والو زورواکو نن پنجشنبه /د جنوري ۲۶مه/ په جلال اباد کې د امریکاغږ خبریال ذبیح الله غازي وواهه.
ویل کیږي چې وسله وال د پخواني ښاروال لال اغا کاکړ ساتونکي ول.
ذبیح الله غازي په خپله فیسبوک پاڼه خپاره شوي بیان کې ویلي چې له درونټې نه د جلال اباد ښار ته پر لاره د سره رود د دوه سرکې په سیمه کې د موټرو ازدحام وو. کله چې د لال اغا کاکړ د وسله والو موټر سیمې ته ورسېدل د وسلو په کونداغونو یې د موټرو وهل پیل کړل او ده یې چې عکاسي کوله دی یې هم د خپل موټر په سیټ کې وډباوه.
ښاغلي غازي لیکلي چې وسله وال یې تر هغه تعقیب کړل چې د لال اغا کاکړ په کور ورننوتل.
ویل کیږي چې تر دې مخکې هم په جلال اباد، پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې زورواکانو چې ځانونه له قانوني پلوه خوندي ګڼي په ملکي خلکو او د رسنیو فعالانو باندې حملې کړي دي. په یوه ورته پېښه کې نژدې یو کال مخکې د جنورۍ په وروستیو کې په ننګرهار کې د رسنیو یو بل فعال محمد ذبیر خاکسار نامعلومو وسله والو وواژه.
دا چی په افغا نستان کی قانونی اسلامی دولت نشته اوټولی ما فیا ډلی په قدرت کی دی چه لعل اغا کا کړ هم ددی ما فیا دجملی څخه دی دافغا نستا ن ټول مسلما نان لاس په دعا دی چ پاک الله دی یو ځل بیا دطالبا نو نظام په افغا نستان کی نافد کړی چه دغه دلعل اغا په شان ټول غاصبان اوټوپک سالاران یو ځل بیا دګید ړانو په شان سر ټیټی اوشرمیدلی ووینو او دغه پاک افغنستان ددی حرام خورو څخه په امن اوخلاص شی الله دی دوی وشرموی امین یا رب العالمین یا رب الکاينات ددغه مفسد و اوفاحشو ټوپک مارانو زمنژه دغه خاوره خلاصه کړه امین