لوګر ولایت

وسله والو انتحاریانو د لوګر پر محکمې برید کړی

تاند- وسله والو انتحاریانو نن /یکشنبه/ د لوګر ولایت پر محکمې برید کړی او دا شېبه د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د ځینو راپورونو له مخې، وسله والو برید کوونکي د محکمې ودانۍ ته ننوتي او ګومان کېږي چې یو شمېر مامورین یې برمته نیولي دي.

دا په وروستیو څو اوونیو کې د وسله والو ترهګرو له لوري پر محکمو او قاضیانو لږترلږه څلورمه حمله ده.

د لوګر د والي ویندوی سلیم صالح وايي، امنیتي ځواکونو ۲ انتحاري ترهګر وژلي خو یو لا هم مقاومت ته دوام ورکوي.

دا برید په ۱۱ بجې پیل شو.

تراوسه پوري د امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي او طالبانو هم تر دې دمه څه نه دي ویلي.

وروستی خبر

د تازه راپور پر اساس په دې برید کې د یوه څارنوال په شمول ۵ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

حمله د ۳ انتحاري ترهګرو په وژلو پای ته رسېدلې ده.

د دې خبر نور جزییات همدلته خپرېږي.

One thought on “د لوګر پر محکمې په برید کې د څارنوال په ګډون ۵ تنه وژل شوي”
  1. مظلومو هیوادوالو شهادت د الله ج په خپل دربار کې قبول او هغوی ته د دفردوس جنت نصیب کړی ، کورنۍ ، خپلوانو او عزیزانو ته د جمیل صبر غواړو.
    ترهګر او خرمرګي د خدای په خپل قهر او غضب ګرفتاره ، د دنیا او آخرت شرمنده کړی.
    د افغانستان دولت او مسلحو قواوو ته لازمه ده چې د خپلو هیوادوالو خصوصا د څارنوالی او محاکمو غړی او مسوول کسان تر خپل امنیتی چتر لاندی وساتی تر څو د نورو ورته پيښو مخنیوی شوی وی. د دې پيښو عاملین چې اصلی مسوول یی د ټالیبانو نوی امیرالغیرالمومنین لعنت الله هیبوت دی باید محاکمه او د ټول افغان ولس په وړاندی محاکمه شی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *