لوګر ولایت

تاند- وسله والو ترهګرو تېره شپه په لوګر کې پر یوه جومات برید وکړ چې په نتیجه کې یې د حکمتیار د اسلامي حزب یو پخوانی جهادی قوماندان وژل شوی دی.

د لوګر ولایت د مطبوعاتی دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا برید د محمد اغې ولسوالۍ پر یوه جومات شوی دی.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، وسله والو سختدریځو د محمد اغې ولسوالۍ د سرخ اباد پر جومات برید وکړ او لږترلږه ۲ لمونځ کوونکی یې شهیدان کړل.

د لوګر مطبوعاتي دفتر وايي چې په وژل شویو کې یو هم قومي مشر شېراغا کوچی دی.

په دې حمله کې دوه تنه نور لمونځ کوونکي ټپیان شوي دي.

د دې برید مسوولیت تراوسه پورې د افغانستان کومې وسله والې مخالفې دلې په غاړه نه دی اخیستی خو له کله چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره سوله کړې، د ده د ګوند ګڼ شمېر قوماندانان او غړي د تروریستي ډلو له لوري وژل شوي دي.

ترهګرو په ځلونو پر جوماتونو او زیارتونو حملې کړي.

په مې میاشت کې یې په بلخ ولایت کې د شاهین قول اردو په جومات کې د شاوخوا ۱۵۰ تنو وینې وبهیولې.

د لوګر پخوانی والي ارسلا جمال یې هم په جومات کې شهید کړی و.

One thought on “وسله والو ترهګرو د لوګر پر یوه جومات په حمله کې د حزب اسلامي یو پخوانی قوماندان وواژه”
  1. حزبیان ای اس ای ته ترهغه وخته عزیزان دی چی افغانستان پری ګله ګاو او لکه درمند ټوک ټوک کړی. کله چی له ګله ګاو نه ولویږی په ګونډو شی، بیا یی چاړه پری تیروي. طالب غوایی سره هم همدا کار کوی د دوی قصابی به هم وګوری

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *