تاند- د فراه ولایتي چارواکي او ولسي استازي وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د مرکز په لمنو کې د نجونو دوه ښوونځي ویجاړ کړل.

د فراه د ولایتي شورا ريیس شاه محمود نعیمي رسنیو ته وویل، د نجونو یوه لېسه د دوشنبې په شپه د مرکز فراه په لمنه کې په بمونو والوزول شوه.

نعیمي وايي چې د دې لېسې مدیرې ته مخکې تر مخکې خبرداری ورکړی شوی و.

د فراه د ولایتي شورا یو غړي دادالله قانع وویل چې ویجاړه شوې لېسه د ولایت له مرکزه نژدې ۲۰ کیلومتره لېرې وه.

تر دې یوه شپه وړاندې د فراه ولایت د مرکز په لمنه کې د نجونو یو بل ښوونځی د نامعلومو وسله والو له لوري ویجاړ شوی و.

د فراه ولایتي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي باور لري چې دواړه ښوونځي طالبانو  ویجاړ کړي دي.

خو طالبانو د دغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو په تېرو کلونو کې بې شمېره ښوونځي ویجاړ کړي خو په وروستیو څو کلونو کې د ښوونځیو د ویجاړولو مسوولیت په غاړه نه اخلي او حتي تر لومړیو ټولګیو پورې د نجونو له زده کړو سره مخالفت هم نه کوي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په فراه کې د دوو ښوونځیو په ویجاړولو کې د طالبانو لاس لرل رد کړل، ویې ویل چې دا ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري په فراه کې د مسوولانو د ټاکنې پر سر د اختلافاتو له کبله ویجاړ شوي دي.

طالبانو ویلي چې د روان اپریل له ۱۹ څخه په قطر کې په بین الافغاني خبرو کې به د دوی له لوري ۷ تنه ښځې هم ګډون ولري.

د طالبانو له لوري دې بې ساري اعلان هیله غوړولي چې نه یوازې د نجونو له تعلیم بلکې په لویه کې د ښځو له حقونو سره د طالبانو د مخالفت کچه به راکمه شي.

One thought on “وسله والو ترهګرو په فراه کېد نجونو ۲ ښوونځي ویجاړ کړل”
  1. دا کار یی خپل د مور د ميرونو په امر کری. دا مور … هیچ شرم نه لري. دوی نه مسلمانان دي، نه افغانان او نه انسانان، هسی حرموني دی

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *