ارشیف

تاند- ناپېژندویو وسله والو په ننګرهار ولایت کې پرون /شنبه/ ناوخته له درو تنو سرونه پرې کړل او د هلکانو یوه ښوونځي ته یې اور ورته کړ.

که څه هم تراوسه کومې تروریستي ډلې د دې حملې په اړه څه نه دي ویلي خو د ننګرهار چارواکي باور لري چې دا کار د داعش د بې رحمې تروریستي ډلې کار دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست یوه ویندوی محمد اصف شینواري رویټرز خبري اژانس ته وویل«وسله والو د ښوونځي له دریو ملازمانو سرونه غوڅ کړل او بیا یې ښوونځي ته اور ورته کړ.»

داعش ترهګرې ډلې په وروستیو کې په ننګرهار کې له تعلیم سره علني دښمني اعلان کړې ده.

دې ډلې په لومړي پړاو کې د ننګرهار د نجونو ښوونځیو ته خبرداری ورکړ، لږترلږه پر ۳ ښوونځیو یې بمي حملې وکړې، همداراز یې د پوهنې پر ریاست د طالبانو په سبک ډله ییزه او انتحاري حمله وکړه.

دې ډلې تر دې پخوا په تېرو دوو کلونو کې په کوټ او اچین ولسوالیو کې هم د هلکانو او نجونو ښوونځي سوځولي یا ویجاړ کړي وو.

په لومړیو کلونو کې طالبانو هم ښوونځي سوځول یا ویجاړول او د نویو ښوونځیو د جوړېدو مخنیوی یې کاوه خو اوس لږترلږه د هلکانو د ښوونځیو په وړاندې د اکثرو طالبانو دریځ نرم شوی دی.

خو طالبان لا هم په اکثرو سیمو کې نجونې نه پرېږدي چې تر ۶ ټولګې وړاندې زده کړې وکړي.

4 thoughts on “وسله والو د یوه ښوونځي له ۳ ملازمانو سرونه پرې کړل او ښووڼخی یې وسوځاوه”
  1. د داعش وحشي ډلې ایدیولوژیک نسب نامتو ترهګر غلام رسول سیاف ته رسیږي. دغه بوډا ترهګر په۱۹۸۰ لسیزه افغانستان کې عربي ترهګرۍ لوی دلال وه، میلیاردونو ډالر یې له امریکا و عربو واخیستل او په لسګونو زره عرب ترهګر یې وروزل او د عربي ترهګرۍ موډل(سرپریکول) یې رواج کړل

    ترهګر بابا اوس د زمانې قارون دی، غلاوې کوي، ځمکې غصبوي او… او مردار ناولی وارثین یې په هماغه زاړه سیافي عربي روش له انسانیت سره په ابدي جنګ لګیا دي

  2. د افغانستان د تباه کولو ترټولو اسانه لار د معارف وژل دي او د آبادولواصلي او ترټولو سخته لار یې هم د معارف ژغورل دي. که ښوونځي مو وژغورلو وطن ژغورلی شو که مو مکتب له لاسه ووت افغانستان له لاسه وځي

    مرګ په بوډا ترهګرو، مرګ د دوی په نوي نسل وحشیانو

  3. داعش، طالب، جمعت اصلاح، مجاهد او نور ټوپکیا هغه خلک دی چه
    ملک بربادی ته یی مټی انغړلی دی
    دا ډیر سپک او بی غیرته خلک دی
    دوی دپاکستان او ایران لپاره خپله مور او خور خرڅوی

  4. ت تر څو چی له داعش سره همداسی وحشیانه عمل نه شی تر دی بدترو واقعاتو ته منتظر اوسئ

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *