د پاکستان د پوځ یو عسکر او طالب جنګیالی سره یو ځای لیدل کیږي

تاند، شنبه، د اسد ۵مه: شمالي وزیرستان کې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو په نښته کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پېښه تاییدوي او وايي، پېښه ډیورنډ کرښې ته نږدې ګربزو سیمې ته نږدې شوې او وايي، برید له کرښې ها غاړې څخه د پاکستان پر پوله ساتو ځواکونو شوی چې په ترڅ کې یې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

 د وژل شویو پوځیانو لیست کې راغلی چې خالد د پوستې حوالدار و او ورسره د نوید، بچل، علي رضا، محمد بابر او احسن خان په نوم نور پوځیان سرتېري وو.

جنرال غفور زیاته کړې، پاکستان غواړي د پولې د خوندي کولو لپاره افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پروسه چټکه کړي.

نوموړي ویلي، تر اوسه ۹۰۰ کېلومتره تار غځول شوی او پاتې به سږ کال بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې کره سرچینې وايي، حنیف اتمر د ملي امنیت شورا د سلاکارۍ پر مهال پاکستان ته د اغزن تار لګولو اجازه ورکړې او اوس پاکستان هڅه کوي په یوه او بله بهانه فرضي پېښو کې پر دغه تار غځولو کارونه چټک کړي.

One thought on “وسله والو شمالي وزیرستان کې ۶ پاکستاني پوځیان وژلي”
  1. HANIF ATMER IS ONE GREAT CORRUPTOR AND INTILLEGENT.
    ATMER IS MULTI FACE.
    .MY GREAT AFGHANS BROTHERS PLEASE DO NOT GIVE VOTE
    TO ATMER SHADEEBAZ.
    HE IS HONEST WITH ENGLAND AND PAKISTAN&RUSSIA,
    HE IS VERY DANGEROUS FOR AFGHANISTAN..

    PLEASE DON,T GIVE VOTE TO ATMER LANG.
    THANK YOU

ځواب ورکول RAZ MOHAMMED ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *