تاند- وسله والو طالبانو د تخار ولایت یوه لېري پرته ولسوالي ونیوله.

چارواکي تاییدوي چې وسله والو طالبانو د درقد ولسوالي، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د امو دریا په منځ کې پرته ده، نیولې خو سخته جګړه پکې پیل شوې ده.

د تخار د والي ویندوی سنت الله تیمور رسنیو ته وویل چې په درقد کې د نن ورځې په جګړه کې شپږ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د درقد ولسوالي، سره له دې چې د بدخشان جرم ولسوالي ته نسبتاً تژې ده، د دوشنبې د ورځې زلزلې زیانمن کړې نه وه خو د طالبانو لاس ته د هغې لوېدل او په نتیجه کې یې د جګړې پیل به د دې ولسوالۍ دولتي ودانۍ او د خلکو کورونه زیانمن کړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي برېښنا لیک کې ویلي چې د درقد ولسوالۍ د نیولو لپاره جګړه نن سهار وختي پیل شوه.

د ده په وینا په دې نښته کې ۲ طالبان ووژل شول خو د ولسوالۍ مرکز، د ولسوال دقتر او نورې ودانۍ یې ونیولې.

درقد یو نسبتاً لوی ټاپو دی چې ډېره برخه یې ځنګلونه او ښېرازه کرنیزه مځکه تشکیلوي. د دغه ټاپو اکثره اوسېدونکي په خټه پښتانه دي.

2افغان چارواکي وايي چې په سیمه کې له جنګېدونکو طالبانو سره د ازبکستان او تاجکستان د سختدریځو ډلو غړي هم یوځای شوي دي.

طالبانو سږ کال څو نورې ولسوالۍ هم د لنډې مودې لپاره ونیولې. خو تر ټولو لوی پرمختګ یې د سپټمبر په میاشت کې په کندوز کې وکړ، د دغه ولایت مرکز او د ولسوالیو مرکزونه یې ونیول چې وروسته د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره په جګړو کې په سلګونو ملکیان هم ووژل شول.

One thought on “وسله والو طالبانو د تخار درقد ولسوالي ونیوله”
  1. ددرقد ولسوالی درواخلی دپاکستان په مقعد یی ورومندی چه داددجال قوم زمونگ نه لاس نه اخلی، بس درگرده دافغانانو وژل روان دی په دنیا کی یو خنزیر نشو پیدا چه ددی تور سپی مخه ونیسی((پاکستان ))،.

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *