پکتیا

خبریال: ساحل منګل- وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې ( ۲۲ ) ښوونځي په دې پلمه تړلي چې حکومت دې ښوونځيو ته پام نه دی کړی او ماشومان په زده کړو کې ستونزې لري.

د سیمې قومي مشران او د ولایتي شورا غړي هم تاییدوي چې وسله والو طالبانو ښوونځي بند کړي دي.

دوی وايي چې دا ستونزه یې له ولایتي ادارې او د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې، خو هغو تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

د پکتیا د پوهنې ریاست مسولان بیا د دې موضوع په اړه له رسنیو سره له خبرو کولو ډډه کوي، خو ولایتي اداره وايي، د موضوع په اړه به پلټنه وکړي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت له رسنیو سره په خبرو کې وویل، ولایتي اداره په دې هڅه کې ده چې د تړل شویو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره اقدامات وکړي.

نوموړي دا هم وویل چې د شل ښوونځيو لپاره تدارکاتي چارې بشپړې شوي او په لنډ وخت کې به پرې د ترمیم کار پيل شي.

قومي مشر ګل آقا وايي، د سیدکرم او احمد ابا ښوونځي له څو ورځو راهیسې بند دي او د خلاصون لپاره یې خبرو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي محمد رحمان قادري وویل، چې وسلوالو طالبانو له څو ورځو راهسې ۲۲ ښوونځي تړلي او د سیمې خلکو ته یې ویلي چې دا ښوونځي یې په دې خاطر تړلي چې د پوهنې ریاست ورته توجه وکړي.

طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په جنوبي او حتیځو ولایتونو کې په سلګونو ښوونځي بند کړي، سوځولي او یا ویجاړ کړي او دغه راز یې د زرګونو نویو ښوونځیو د جوړېدو مخه نیولې ده.

په وروستیو کلونو کې دا ډله د خلکو د فشار له کبله له ښوونځیو سره د پخوا په شان دښمني نه کوي، خو په د ښوونځیو د فعالیت د مخنیوي لپاره رانګارنګ پلمې جوړوي. د ښوونځیو په فعالیت کې د طالبانو خنډ جوړونې سبب شوي چې په دې سیمو کې تعلیمي سویه ټیټه شي او پوهنتونونو ته له دغو سیمو لږ کسان بریالي شي.

د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونسیف له وروستي راپور سره سم په وروستیو کې نیمايي افغانان، په تېره بیا نجونې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له کبله له زده کړو بې برخې شوي دي.

One thought on “وسله والو طالبانو د پکتیا په ۲ ولسوالیو کې ۲۲ ښوونځي بند کړي”
  1. ټالیب د پنجاب د لاس آله او مزدور دی. هغه له علم او پوهې نه کرکه لري. هغه د علم او قرآني ارشاداتو مخالف دی .
    زمونږ د مقدس دین په لارښود او لومړني ښوونکي جناب حضرت محمد ص لومړنی نازل شوی آیت د لوستلو په باب نازل شوی دی. او هغه هم امر شویدی چې ای پیغمبره ولوله . خو ټالیب بیا دلوستلو ځای یعني ښوونځی بندوي.

ځواب ورکول عمر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *