تاند- وسله والو طالبانو نن د کابل په کارتې سې سیمه کې د بهرنیانو پر یوه مېلمستون برید وکړ.
د راپورونو له مخې په سیمه کې لومړی د دوو چاودنو ږغ واورېدل شو، ورپسې ډزې پیل شوې.
شاهدانو د اسوشیتید پریس خبري اژانس خبریال ته وویل چې په دې نښته کې ځانمرګي او وسله وال برخه لري.
د طالبانو ویندوی له حملې وروسته وویل چې دوی د بهرنیو یرغلګرو د جاسوسۍ او د عیسویت د خپرواوي یو مرکز په نښه کړی دی.
څو میاشتې پخوا هم طالبانو د کارتې سې په یوه سیمه کې په همدې نوم د بهرنیانو د هستوګنې پر یوه ودانۍ برید کړی و.
د افغان پولیسو یوه چارواکي د امریکا این بي سي نیوز تلویزیون ته وویل چې لومړی یوه ځانمرګي د مېلمستون مخته ځان والوزاوه ورپسې څو تنو نورو وسله والو طالبانو پر ودانۍ برید وکړ.
د دغه پولیس چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په وینا په سیمه کې تروریستي ضد ځواکونه له وسله والو حمله کوونکو سره په جګړه کې ښکېل دي.
ده وویل چې له طالبانو څخه د سیمې د پاکولو عملیات دوام لري.
الله تعالی دې پر افغان ځواکونو رحم وکړي. لعنت دې وي پر آی ایس آی او د هغوی په مزدورو جاسوسانو.