تاند- د غور ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په غور ولایت کې ۲۰ تنه ملکیان له تښتولو وروسته په ډله ییز ډول وژلي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د غور ولایت مرستیال امنیه قوماندان ضیا الدین ثاقب وویل، وسله والو طالبانو د غور په مرکز فیروز کوه کې له یوې ډلې خلکو څخه، چې شمېر یې ۳۳ تنه وو، ۲۰ تنه وتښتول.

د ده په وینا طالبانو د سې شنبې په ورځ دا کسان په داسي حال کې وتښتول چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه. په جګړه کې دوه طالب قوماندانان ووژل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

خو د غور د والي ویندوی عبدالحی خطابي نن /چهارشنبه/ وویل چې په جګړه کې شامل طالبان او د شلو ملکیانو تښتونکي پخواني طالبان ول چې تېر کال یې جګړه بس کړې وه او له حکومت سره یې پیوستون اعلان کړی و.

2 thoughts on “وسله والو طالبانو په غور کې ۲۰ ملکیانو له تښتولو وروسته ووژل”
  1. *د غور ولایت مرکز کې د پيښ جنایت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې*

    *2016–10–26*

    راپورونه ترلاسه شول چې د غور ولایت مرکز اړوند کاسي سیمه کې د ځينو اختطافګرو او غلو لخوا د کاسي د کلي د ځينو اوسیدونکو مواشي (پسونه او وزې) له ۳ کسانو شپنو سره تښتول شوي او شپانه وژل شوي دي، بیا وروسته جګړې قومي رنګ خپل کړی، چې په نتیجه کې يي ټول ۳۶ عام خلک وژل شوي او نور هم ډير زیان اوښتی.

    دغه زړه بوګنونکي قضیه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې هيڅ تړاوو نه لري، اسلامي امارت په سیمه کې خپلو مجاهدینو او اړوندو ارګانونو ته امر کړی چې دغه غله او اختطاف ګر هرڅه ژر پيدا او ونيسي چې د شریعت منګولوته وسپارل شي.

    اسلامي امارت په دغه پيښه ټکان خوړلی او سخت خواشینی شوی دی، داچې ددې پيښې تر شا به په ټوله کې دکومو کړیو لاس وي، وروسته له څيړنو او تحقیقاتو څخه به څرګنده شي.

    *قاري محمد یوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند*

    *۱۴۳۸/۱/۲۵هـ ق*
    *۱۳۹۵/۸/۵هـ ش ـــ* *2016/10/26م*

ځواب ورکول نجیب الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *