تاند- وسله والو طالبانو تر ۲۰۰ زیات مسافر، چې له کابله تخار او بدخشان ته روان ول، په کندوز کې له بسونو کښته او لږترلږه ۱۶ تنه یې ورڅخه ووژل.

د کندوز ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په علي اباد ولسوالي کې له ۳ بسونو او ۳ میني بسونو شاوخوا ۲۰۰ سپرلۍ کښته کړه او له ځان سره یې بېړوله خو وروسته یې یو شمېر سپرلۍ خوشي کړې..

ویل شوي چې طالبانو د بسونو له مسافرو تلاشي اخیسته او هغه کسان یې له وهلو ټکولو وروسته وژلي چې به جېبونو کې یې په دولت کې د کار کولو اسناد موندلي دي.

خو ۱۵۰ نور یې نن /سې شنبه/ خوشي کړي دي. لا هم ۳۵ مسافر له طالبانو سره برمته دي.

د کندوز د سیمه ییزو پولیسو ویندوی هجرت الله اکبري بیا وايي چې طالبانو لږترلږه ۱۸۵ تنه مسافر تښتولي و خو ۱۵۰ تنه یې پرې ایښي دي.

په ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې طالبانو لومړی ۲۳۰ مسافر له بسونو کښته کړي وو خو اکثره یې خوشي کړل او یوازې ۴۵ تنه یې له ځان سره نامعلوم لور ته بېولل.

څرګنده نه ده چې طالبانو دا کسان چیري بیولي دي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ وسله والو طالبانو د کندوز – تخار په لویه لاره کې د پولیسو یو قوماندان له موټره کښته او برمته کړ.

طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څو کلونو راهیسي طالبان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې په لارو موټرونه دروي او هغه کسان ورڅخه کوزوي چې د عسکر یا پولیس شک پرې وکړي.

2 thoughts on “وسله والو طالبانو په کندوز کې د بسونو ۱۶ سپرلي وژلې”
  1. هرڅه چه لیکم رانه هیریږی دحالاتو تر تا ثیر لاندی یم ولی دولتی کار کونکی مړ او یا شهید شی ؟دکفر فتوا ده او که ددښمن فتوا ده ؟ دښمن خو خوشاله کړه خو اخیر انجام ته دسوچ او فکر کړیده ؟ دښمن حوشالوی او لوی منان او عظیم ا لشان ذات حفه کوی؟ ابدی جهنم مو ځای ده مبارک موشه .

  2. یه هلکه طالیبه دخدای خاطر وکړی دالیونتوب اوسرتمبه ګی نوره پریږدی، نور دخدای په قهر اوګنا هونو لت پت کیږي، دقتلونو، تاوتریخجن زور او انتحاری حملو عذاب په قرآنکریم کی وګوری، تاسو خلاصه اوفظایل اعمال لوستی دی، ښه به وی چه یوکرت دالله ج کتاب قرآنکریم هم ښه په غور سره ولولی، په یاد ولری که قرآنکریم په معنی اوغور سره ونه لولی، نو بیا تیاری ونیسی په کومه لار چه تاسو روان یاست، دغه لار ګوریستان، مرګیستان اودوزخیستان ته تللی ده.

    کوم کارونه چه تاسو روان کړیدی، دغی کارونو ته وحشت، ویره، قتلونه اوبشر وژنه وای، چه دغه ناوړه بی دوده کارونه اوجرمونه سبا ستا اوستا بچیانو ته ناوړه پایلی لری، ستاسو دغه کارونه نه اسلام منی، نه افغانان منی اونه دنیاوال منی، دا تاسو یاست چه خپل اودخپلو بچیانو راتلونکی ژوند په تورو تیارو کی وراچوی.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *